خبرونه

د نوزاد په پروني سرښندونکي برید کي 16 ګرجستاني عسکرو ته مرګ ژوبله رسیدلې

Georgianـsoldiers

نن ټکی آسیا: د هلمند ولایت په نوزاد ولسوالۍ کې د پروني مازیګر سرښندونکي برید اوه تنه ګرجستاني عسکر وژلي دي، او نهه تنه یی نور ټپيان کړي دي. دا سرښندونکی برید تیره ورځ په یادي ولسوالۍ کي د ایساف پر یوې فوځي قرارګاه د موټر بم په واسطه د طالبانو له خوا تر سره شو. تیره ورځ طالبانو د ...

نور ولوله »

وسله والو غلو له ډیرورې زړه راتور کړي

texi adda

د کندوز مرکز نه دشت ارچې ولسوالۍ ته په عمومې سړک تګ راتګ ګران شوي، هر ورځ د لارې په اوږدو کې وسله وال غله د غلا اوشوکو لپاره لاره نیسي له چلونکیو نیولې ترسپرلې پوري هرڅوک تالاشې کوي پېسۍ،ګرځنده ټیلفونونه، قیمتې ساعتونه…او د مسافروغوټي هم سپړي که چیرې ېې کوم څیزخوښ شي نو سرفه پري نه کوي او له ...

نور ولوله »

طالبان: پر قرارګاه باندي برید کي ۲۰ تنه بهرنیان وژل شوي، او اکمالاتي چورلکه مو رانسکوره کړې

MarjahSeptember172010

نن ټکی آسیا: د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي ویلي چي تیره ورځ ماښام د هلمند ولایت په سنګین ولسوالۍ کي د امریکایانو یوه څرخکه الوتکه د طالبانو په ډزو ولګېده، او په هوا کې اور واخست، او راوغورځېده. نومړي ویلي چي پيښه په دقیقه د سنګین ولسوالۍ اړوند د چرخکیانو مانده د تعمیراتو په سیمه کي را منځته شوه، ...

نور ولوله »

بی پلوټه الوتکي دیوې کورنۍ درې ماشومان مړه او اوه تنه نور ټپيان کړل

mashoman qatal shwee

نن ټکی آسیا: د کونړ ولایت چارواکي وايي چي نن سهار د کونړ ولایت په ماڼوګی ولسوالي کي د بهرنیانو بی پلوټه الوتکي د یوې کورنۍ درې تنه ماشومان وژلي او  دریو ماشومانو په ګډون اوه تنه نور یې ټپيان کړي دي. وژل شوي ماشومان دوه هلکان او یوه انجلۍ ده. د کونړ والي سید فضل الله وحیدي پژواک خبري ...

نور ولوله »

ناټو: راتلونکې نښتې به يې انټرنيټي وي.

په بروکسل کې د ناټو سرمنشي پدې ټينګار کړی چې دناټو راتلونکې جګړه به د انټرنټ په فضاء کې وي. وال سټريټ جورنال ورځپاڼې د ناټو دسرمنشي اندرس فوغ راسموسن څرګندونې رانقل کړي چې پکې يې ويلي وو، هغه امنيتي چيلنجونه چې ناټو ورسره مخامخ ده لاهم په مختلفو شکلونو کې شتون لري لکه (په اصطلاح) تروريزم، کيماوي وسلې، هيکران ...

نور ولوله »

په کندوز کې د چاپیریال ساتنې نړیواله ورځ د تیرکال سره په توپیر ولمانځل شوه

kandoz-trees

همایون – بابر : سږکال په کندوز کې د چاپیریال ساتنې ورځ نمانځنې توپیر د نورو کلونو سره دا و، چې هرکال به دغه ورځ یوازې په غونډه کې د ویناوالو  په زره پوریو خبرو سره لمانځل کیده خو سږکال د چاپیریال ساتنې،ښاروالې په ګډون ګڼ شمیر خلکو د ښارپاکونې په نیت په حشر کې ونډه واخیسته اود ښار عمومې ...

نور ولوله »

نواز شریف نن د پاکستان د وزیر اعظمی دنده په غاړه اخلي

nawaz sharif

نن ټکی آسیا: نن نواز شریف د دریم ځل لپاره د پاکستان د وزارت عظمی لپاره کاندیدیږي او زیات ګمان دی چي وبه یی هم ګټي، ځکه چي د پاکستان د پارلمان اکثره غړي د همده د سیاسي ګوند پاکستان مسلم لیګ ن سره تعلق لري.نومړی د نن څخه 13 کاله او اته میاشتي مخکي د پرویز مشرف له خوا ...

نور ولوله »

بدخشان : طالبانو په جګړه کې دوه ټانګونه نیولي

له بدخشان ولایت څخه راپورونه وایي ، چې تیر مازدیګر ددې ولایت په وردوج ولسوالۍ کې  ځایي طالبانو دحکومتي عسکرو په دفاعي خط برید کړی ، چې دسختې جګړې په پایله کې حکومتي عسکر دپوستې پریښودو ته اړ شوي دي ، او له سیمې په تيښتې وتلي .

نور ولوله »

طالبانو د ایران څخه غوښتي چي د افغان مهاجرین ستونزو ته توجه وکړي

taliban in iran

نن ټکی آسیا: په دې اړه نن ټکی آسیا ته د طالبانو ویاند قاري محمد یوسف له خوا په یوه را لیږل شوي خبرپاڼه کي ویل شوي چي طالبانو په تیرو څو ورځو کي د ایران په رسمي بلنه ایران ته دوه ځلي سفر کړی، او په دواړو ځلو کي د طالبانو مشرانو کوشش کړی چي خپل اواز هلته تر ...

نور ولوله »

د پیلوټ مهارت د ایران ولس مشر احمدي نژاد له مرګه ژغورلی

nizads helicopter

نن ټکی آسیا – رسنۍ: د ایران د ولس مشر په ویب پاڼه کي خپور شوی خبر وايي چي نن د احمدي نژاد هلیکوپتر الوتکه د تخنیکي خرابي له وجي په اضطراري ډول په غرونی سیمه کي ناستي ته مجبوره شول، خو له وجي يي ولس مشر او نه هم د ورسره ملګرو ته کوم ډول زیان رسیدلی. خبر زیاتوي ...

نور ولوله »