خبرونه

ناټو: راتلونکې نښتې به يې انټرنيټي وي.

په بروکسل کې د ناټو سرمنشي پدې ټينګار کړی چې دناټو راتلونکې جګړه به د انټرنټ په فضاء کې وي. وال سټريټ جورنال ورځپاڼې د ناټو دسرمنشي اندرس فوغ راسموسن څرګندونې رانقل کړي چې پکې يې ويلي وو، هغه امنيتي چيلنجونه چې ناټو ورسره مخامخ ده لاهم په مختلفو شکلونو کې شتون لري لکه (په اصطلاح) تروريزم، کيماوي وسلې، هيکران ...

نور ولوله »

په کندوز کې د چاپیریال ساتنې نړیواله ورځ د تیرکال سره په توپیر ولمانځل شوه

kandoz-trees

همایون – بابر : سږکال په کندوز کې د چاپیریال ساتنې ورځ نمانځنې توپیر د نورو کلونو سره دا و، چې هرکال به دغه ورځ یوازې په غونډه کې د ویناوالو  په زره پوریو خبرو سره لمانځل کیده خو سږکال د چاپیریال ساتنې،ښاروالې په ګډون ګڼ شمیر خلکو د ښارپاکونې په نیت په حشر کې ونډه واخیسته اود ښار عمومې ...

نور ولوله »

نواز شریف نن د پاکستان د وزیر اعظمی دنده په غاړه اخلي

nawaz sharif

نن ټکی آسیا: نن نواز شریف د دریم ځل لپاره د پاکستان د وزارت عظمی لپاره کاندیدیږي او زیات ګمان دی چي وبه یی هم ګټي، ځکه چي د پاکستان د پارلمان اکثره غړي د همده د سیاسي ګوند پاکستان مسلم لیګ ن سره تعلق لري.نومړی د نن څخه 13 کاله او اته میاشتي مخکي د پرویز مشرف له خوا ...

نور ولوله »

بدخشان : طالبانو په جګړه کې دوه ټانګونه نیولي

له بدخشان ولایت څخه راپورونه وایي ، چې تیر مازدیګر ددې ولایت په وردوج ولسوالۍ کې  ځایي طالبانو دحکومتي عسکرو په دفاعي خط برید کړی ، چې دسختې جګړې په پایله کې حکومتي عسکر دپوستې پریښودو ته اړ شوي دي ، او له سیمې په تيښتې وتلي .

نور ولوله »

طالبانو د ایران څخه غوښتي چي د افغان مهاجرین ستونزو ته توجه وکړي

taliban in iran

نن ټکی آسیا: په دې اړه نن ټکی آسیا ته د طالبانو ویاند قاري محمد یوسف له خوا په یوه را لیږل شوي خبرپاڼه کي ویل شوي چي طالبانو په تیرو څو ورځو کي د ایران په رسمي بلنه ایران ته دوه ځلي سفر کړی، او په دواړو ځلو کي د طالبانو مشرانو کوشش کړی چي خپل اواز هلته تر ...

نور ولوله »

د پیلوټ مهارت د ایران ولس مشر احمدي نژاد له مرګه ژغورلی

nizads helicopter

نن ټکی آسیا – رسنۍ: د ایران د ولس مشر په ویب پاڼه کي خپور شوی خبر وايي چي نن د احمدي نژاد هلیکوپتر الوتکه د تخنیکي خرابي له وجي په اضطراري ډول په غرونی سیمه کي ناستي ته مجبوره شول، خو له وجي يي ولس مشر او نه هم د ورسره ملګرو ته کوم ډول زیان رسیدلی. خبر زیاتوي ...

نور ولوله »

په صومال کي د امریکا یوه بله ډرون الوتکه را غورځېدلې

drone.fall-down

نن ټکی آسیا: دامریکا یوه بی پلوټه الوتکه (ډرون) د صومالیا په ځمکه کي را غورځېدلې. په صومالیا کي د پت لاند په نامه د ولایت وزیر ویلي چي الوتکه د (قاو) په سیمه کي را وغورځېده، کومه چي د ولایت د پلازمیني (بوساسو) څخه شل کیلومتره غرب ته پرته ده. ویل کیږي چي امریکايي فوځ په صومالیا کي د ...

نور ولوله »

پنټاګون: د کیوبا د زندان څخه کوم بندي نه دی خوشي شوی

guantnamo

د پنتاګون رسمي ویاند اعلان کړی چي د ګوانتامو څخه یو بندي هم نه دی خوشي، او نه خپل هیواد ته لیږدول شوی. نومړي په دې سره غوښتل چي د موریتانیا هیواد ددوو کسانو خبرونه رد کړي، چي څو ساعته مخکي راغلي وه، چي د کیوبا څخه خپل هیواد موریتانیا ته لیږدول شوي دي. ددې تر مخه د موریتانیا د ...

نور ولوله »

امريكا: د اوکلاهوما په نوي طوفان کي 12 تنه وژل شوي دي

oklahoma-tornado

نن ټکی آسیا: تیره ورځ د امریکایا د اوکلاهوما په ایالت کي یو ځل بیا د باد او باران طوفان ۱۲ تنه وژلي، او په یوه میاشت کي دننه د امریکا پر دغه ایالت دوهم طوفان دی، مخکي ۲۴ تنه وژل شوي وه، او په بلیونونه ډالر مالي زیان رسیدلی وو. د اوکلاهما ایالت حکومتي چارواکي وايي چي نهه تنه ...

نور ولوله »

جبهة النصرة په امريکايې تور ليست کې

دامن نړیوال مجلس نن يو پريکړه ليک صادر کړ او پکې يې د سوريې په زمکه جنګيدونکې ډله (جبهة النصرة) په تور ليست کې شامله کړې. ټاکل شوې په ملل متحد د متحده ايالاتو استازی ددې پريکړه ليک اعلان وکړي. لدې پخوا متحده ايالاتو د جبهة النصرة نوم دتروريستي ډلو په قطار کې شامل کړی وو.

نور ولوله »