fbpx

خبرونه

د زابل امنيتي چارواکو ويلي چي د نا امنيو له كبله تړلي لاري بيرته پرانيزي

دزابل امنيتي چارواکي وايي چې سږ کال به ددې ولايت دهغو ولسواليو لاري بيرته  پرانيزي کوم چې دامهال دټرافيک پرمخ د ناامنيو او نورو دلايلو له كبله تړلي دي دزابل امنيه قومندان  وايي چي دا كار به د يوه منظم پلان له مخي كوي تر څو له يوې خوا خلګ په اساني سره پر لويو لارو تګ راتګ وكړي

نور ولوله »

د پوليسو په خپل منځي نښته شپږو تنو ته مرګ ژوبله واوښته

په كندهار كي د پوليسو تر منځ په خپل منځي نښته كي يو پوليس قوماندان ووژل شو او د يوه ملكي وګړي په ګډون څلور تنه پوليس ټپيان شوه . پيښه نن غرمه مهال يوه بجه د كندهار د ارغنداب ولسوالۍ د سركاري باغ په سيمه كي د دوو امنتي پوستو تر منځ د اكمالاتي موټرونو د انتقال پر سر ...

نور ولوله »

ملګرو ملتونو غوښتنه کړي چي د ملکي وګړو ژوند خوندي کړه شي

نن ټکی آسیا: په کابل کي د یوناما دفتر څخه په یوه خپره شوې خبر پاڼه کي غوښتنه شوي چي په جګړه کي ښکیل اړخونه دي د ملکي کسانو د ځان او مال خوندي کړي، د خبرپاڼي زیاته کړې چي په راتلونکو میاشتو کي دجنګ جګړو او تاوتریخوالي د زیاتیدو د پروګرامونو د اعلان وروسته یوناما د افغانستان د خلکو ...

نور ولوله »

طالبانو له خوا د بدر د عملیاتو د پيل وروسته په کندهار کی د لومړۍ درجې احضارات اعلان شول

نن ټکی اسیا: طالبانو له خوا د بدر په نامه د عملیاتو د پيل کیدو سره سم، د کندهار په ښار او شاوخوا سیمو کي لومړۍ درجې احضارات اعلان شول. د تفصیلاتو سره سم.. پرون د طالبانو له خوا یوه خبرپاڼه نشر کړه، او اعلان یې وکړی چي دوی به د ميي د اولي ورځي څخه په افغانستان کي د ...

نور ولوله »

پکتیکا : دشکین دشوراي درئیس په شمول څلور کسه یوه فدایی برید ښکارشول

(نن ټکی اسیا اپریل ۲۰۱۱/۰۱) دپکتیکا ولایت دشکین دشوراي رئیس دڅلورو تنو ساتونکو په شمول په یو فدایی برید کي    ووژل شول په برید کی ۱۲ کسه نور ژوبل شوی دي، نور جزئیات به وروسته پرلیکه شي

نور ولوله »

دلغمان په ولایت کي دیوه پوهنتون د وداني ډبره کیښودل شوه

(نن ټکی اسیا می ۲۰۱۱/۰۱) مهترلام: په لغمان ولایت کي د دوو وړوکو پروژو په شمول دیوه پوهنتون دجوریدو کارپیل شوو دلغمان والي دپوهنتون دوداني دکار دپیل پر مهال خبري رسنیو ته وویل ترکارلاندي پوهنتون په دجرمني هیواد په مرسته د یونیم ملیو ډالرو په مالي مرسته جوړیږي، نوموړي زیاته کړه دپوهنتون په څنګ کی به یوه لیلیه او دمحصلینو ...

نور ولوله »

دناټو په حمله کې دقذافي زوي او درې لمیسان وژل شوي

دلبیا دولسمشر معمرالقذافي په یو ه هستوګنځي باندي دناټو له لوري دتوغندیو برید شوي چې له امله یې دقذافي کشر زوي سیف العرب او درې لمسیان وژل شوي دلبیا حکومت یوه چارواکي ویلي چې قذافي له دې بریده روغ وتلي په تیرو څلوریشت ساعتونو کې دا دوهم حمله ده چې دقذافي په خلاف ترسره کیږی ،تیره ورځ دقذافي دوینا پر ...

نور ولوله »

په کندهار کي ۲۳ نوي امنیتي مسؤولین ټاکل شوي دي

نن ټکی آسیا: په کندهار کي د طالبانو له خوا د لوی محبس د ماتیدو وروسته چي قریب ۵۰۰ بندیان په کښي د یو تونل له لاري وتلي وه، د کندهار په یو شمېر امنیتي چوکیو باندي نوي مسولین وټاکل شوه، او زاړه ترې لیري کړه شوه. دغه مراسم چي د یوې غونډي په ترڅ کي تر سره شول، په ...

نور ولوله »

په هلمند كې زياتره اميد وارې ميرمنې د زيږون پرمهال خپل ژوند له لاسه وركوي

په دې ولايت كې د روغتيا چارواكي ددې ستونزې لامل په دې ولايت كې د قابله گانواوعامه پوهاوي كموالى اود سيمې ناسم دودونه په گوته كوي. دوى داهم وايي چې ښځوته د تيتانوس په وړاندې د واكسين نه روكول هم بل هغه لامل دى چې زياتره ميرمنې د زيږون پرمهال خپل ژوند له لاسه وركوي.

نور ولوله »

مصر: اخوان المسلمین له شپاړسو کلنو څخه وروسته اول ځل ښکاره غونډه وکړه

(نن ټکی اسیا اپریل ۲۰۱۱/۳۰) مصر: له قاهري څخه خبر ورکول شوی دی، چي داخوان المسلمین مرکزی شورای نن په قاهره کي له شپارسو کلنوڅخه وروسته د اول ځل لپاره په ښکاره ډول سره غونډه وکړه.

نور ولوله »