خبرونه

کرزی: له امنيته پرته امنيتي سند د کندومک تړون دی

hamid 2275226b

ولسمشر حامد کرزي نن په کابل کې خبریالانو سره په خپلو خبرو کې يو ځل بیا ټينګار وکړ چې که امنيتي تړون د امنيت او سوکالۍ لامل نشي، پایلې به يې د کندومک او ډیورند تړونونو په څېر وي. کرزي زیاته کړه چې د امريکا او نړيوالو فشارونه نشي کولی چې موږ دېته اړ کړي چې له خپلو شرایطو پرته ...

نور ولوله »

هملند: مارجه کې يو تنکی ځوان وژل شوی

ghatl.mosalah1

د هلمند ولایت چارواکي وايي چې پرون د جمعې په ورځ په هلمند کې يو شپاړس کلن تنکی ځوان د ناپيژاندو وسلوالو لخوا وژل شوی دی. د هلمند ولایت وياند عمر ځواک وايي چې دغه تنکی ځوان په مارجه ولسوالۍ کې وژل شوی او دوی د پيښې د پلټنې په موخه سیمې ته يو پلاوی ليږلی دی. د مارجې ولسوالۍ ...

نور ولوله »

د بشري حقوقو نړیوال سازمان: شارون باید محاکمه شوی وای

sharoon

د بشر د حقوقو نړیوال سازمان (هیومن رایټس واچ) ویلي چې د اسرائیلو پخوانی لومړی وزیر له محاکمې وړاندې مړ شو. دغه سازمان وايي چې ایریل شارون په ۱۹۸۲م کال کې د زرهاوو فلسطیني او لبناني ملکي وګړو په قتل عام کې لاس درلود. نوموړي سازمان ویلي چې شارون په یو لړ نورو جنایتونو هم ککړ وه چې یو له ...

نور ولوله »

طالبانو روزګان کې د پنځلسو امنیتي پوستو قوماندان حاجي سیلاب وژلی

killed.rinjer

نن ټکی آسیا: طالبان وايي،د روزګان ولایت په دهراود ولسوالۍ کې یې د پنځلسو امنیتي پوستو مشر او د پولیسو مخکښ قوماندان حاجي سیلاب وژلی. د طالب ویاند قاري محمد یوسف احمد په خبره، قوماندان سیلاب پرون مازېګر د دهراود ولسوالۍ په کم کوچ سېمه کې د نوموړي پر سراچه ډوله موټر د چاودنې په مټ له خپلو دوو ساتونکو ...

نور ولوله »

رسنیو کې د ستراتيژيک تړون په پلوۍ اعلانونه ایساف او آسیا فاونډیشن خپروي

Loya-Saranwaly

نن ټکی آسیا: د افغانستان د لویې څارنوالۍ ویاند بصیر عزیزي وايي، چې د دوی تحقیقاتو وښودله چې د کابل په اکثره رسنیو کې د ستراتیژیک تړون د ژر لاسلیک لپاره تبلیغات او اعلانات د ایساف او آسیا فاونډیشن په مالي ملاتړ خپرېږي.

نور ولوله »

فاریاب کې د سختې جګړې په تړاو د طالبانو او امنیتي چارواکو څرګندونې

fariab-attack

نن ټکی آسیا: له فاریاب ولایت څخه مو د طالبانو او پولیسو ترمنځ د سختې جګړې او ښکېلو غاړو ته پکې د تلفاتو د اوښتلو خبر ترلاسه کړ. حکومتي چارواکي وايي، طالبانو نن سهار د فاریاب ولایت په قیصار ولسوالۍ کې د لویو لارو د ساتنې د پولیسو پر پوستو سخته حمله او تر ناوخته جګړه کړې.

نور ولوله »

پاکستان ایران ته د بسونو پر تګ-راتګ بندیز ولګاوه

pakistan-bombings

نن ټکی آسیا: د پاکستان حکومت ایران او له ایرانه دغه هېواد ته د بسونو له لارې پر سفر کوونکو شیعه ګانو تر خونړیو بریدونو وروسته ، نن پرېکړه وکړه  چې د بسونو په مټ د مسافرو لېږد به تر ناڅرګندې مودې پورې بند وي.د بلوچستان یوې امنیتي سرچینې رويټرز اژانس ته ویلي چې د امنیتي ننګونو او خونړیو پېښو ...

نور ولوله »