خبرونه

پکتیا: احمد ابا کې ۱۵ عسکر له جګړې لاس پر سر شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۳وږي، ۱۳۹۷ل): د پکتیا په احمد ابا کې ۱۵ عسکرو وسلې پر ځمکه ايښې او له جګړې يې لاس اخیستی. طالبانو پخپله رسمي ویبپاڼه خپره کړې خبرپاڼه کې د دې عسکرو له لنډ شهرت سره لیکلي، چې دوی د یادې ولسوالۍ په حسن خېلو سیمه کې ورسره یو ځای شوي دي. خبرپاڼه زیاتوي دا «عسکر ...

نور ولوله »

«علي محمد بافیض» شرکت: جنرال رازق ۱۰ مرمۍ ضد موټر په زور رانه اخیستي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۳وږي، ۱۳۹۷ل): د «علي محمد بافیض» په نامه د لوژستیکي شرکت مسؤلین وايي جنرال رازق ترې دوه کاله مخکې ۱۰ مرمۍ ضد موټر په زور وړي دي. د دې شرکیت مشر ویس عزیزي په کابل کې خبري غونډې ته وویل، چې هر موټر يې د ۱۲۰ زره ډالرو په اندازه قېمت لري، خو جنرال رازق ...

نور ولوله »

غزني: مخابراتي شبکې د ورځې یوازې څو ساعته کار کوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۳وږي، ۱۳۹۷ل): د غزني اوسېدونکي وايي په دې ولایت کې له دولتي مخابراتي شبکې «سلام» پرته؛ نورې شبکې یوازې څو ساعته کار کوي. د غزني د ولایتي شورا غړی نصیر احمد فقیري وايي، له دوو ورځو راهیسې په غزني کې یوازې د سهار له اوو بجو تر لسو بجو مخابراتي شبکې کار کوي. د هغه ...

نور ولوله »

دجاني خیلو ولسوالۍ یو ځل بیا د طالبانو پر لاس سقوط کړی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۳وږی ۱۳۹۷ل): طالبان وايي د پکتیا ولایت د جاني خیلو ولسوالۍ يې نیولې ده. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په لیږلي پيغام کې ویلي چې تېره شپه یې د عملیاتو په ترڅ کې د جاني خیلو ولسوالۍ مرکز، امنیه قومندانۍ او ورسره امنیتي پوستې نیولي دي. نوموړي په دغو عملیاتو کې دولتي ...

نور ولوله »

پاکستان به په جلال اباد کې خپله تړل شوې قونسلګري بېرته ژر پرانيزي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۳وږی ۱۳۹۷ل): د ګډ حکومت د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني له خپل پاکستاني سيال شاه محمود قريشي سره د ټيليفوني اړيکې پر مهال د دوو اړخيزو اړيکو سربېره په جلال اباد د پاکستان د تړل شوې قونسلګري د بېرته خلاصولو په اړه هم خبرې کړي دي. پاکستاني رسنۍ وايي، چې د افغانستان د ...

نور ولوله »

ستر جهادي شخصیت «مولوي جلال الدین حقاني» وفات شو / د طالبانو د تسلیت پيغام

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۳وږی ۱۳۹۷ل): ستر جهادي شخصیت مولوي جلال الدین حقاني د ور پيښې ناروغۍ له امله وفات شوی دی. جلال الدین حقاني رحمه الله د روسانو پر خلاف د جهاد پر مهال یو له مهمو او مشهور ترینو جهادي څیرو څخه وو، نوموړی د مرحوم مولوي خالص د جهادي تنظیم غړی وو، د کورنۍ جګړې پر ...

نور ولوله »

د نفوذي برید له امله امریکایي سرتیرو ته مرګ ژوبله اوښتي

نن ټکی اسیا (دوشنبه،۱۲وږی ۱۳۹۷ل): د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت تأیید کړي چې، د افغانستان په ختېځ کې د داخلی برید په ترڅ کې یو بهرنی سرتیری وژل شوی او یو بل ټپي دی. د امریکایي ځواکونو نوي قوماندان اسکاټ میلر ویلي، زمونږ د سرتیرو قربانۍ چې په افغانستان کې یې د امریکا لپاره ورکوي، لوی غم دی. د ناټو ...

نور ولوله »

امریکايي ځواکونو د داعش د مشر وژنه تایید کړه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۲وږي، ۱۳۹۷ل): د امریکايي ځواکونو له لوري په یوې خبرپاڼې کې ویل شوي چې په افغانستان کې يې د داعش څلورم مشر هم وژلی دی. د امریکايي ځواکونو د مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا په تیرو ۱۳ میاشتو کې د داعش څلورم مشر دی چې په افغانستان کې د امریکايي ...

نور ولوله »

غور: دولتیار کې ۵۰ اربکیانو خپلې وسلې پر ځمکه ايښې

اربکیان

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۲وږي، ۱۳۹۷ل): طالبان وايي د غور په دولتیار کې ۵۰ اربکي وسله‌وال ورته تسلیم شوی دی. د طالبانو د خبرپاڼې له مخې دا کسان د قومندان محمد نسیم کهزاد تر لاس لاندې و، چې د یادې ولسوالۍ په سمک سیمه کې يې واک درلود. خبرپاڼه لیکي: «د محمدنسیم کهزاد ۵۰ تنه ملګري له خپلو ټولو وسلو ...

نور ولوله »

كابل: د چاودني له امله د ولسي جرګې کانديد ووژل شو

نن ټکی اسیا (دوشنبه،۱۲وږی ۱۳۹۷ل): امنیتي چارواکي وایی چې د کابل ښار شیرپورسیمه کې، تېرماښام شاوخوا 7 بجې یوه درنه چاودنه رامنځ ته شوه چې په ترڅ کې یې د ولسي جرګې لپاره کاندید انور نیازي ووژل شو او څلور نور ساتونکي یې ټپیان شول. د كابل امنيه قوماندانۍ وياند حشمت ستانكزي رسنیو ته ويلي چې، د لسمې امنيتي حوزې ...

نور ولوله »