خبرونه

چپرهار کې ۸ دولتي عسکر دطالبانو خواته واوښتل

MILITARY-afghan

دننګرهار ولایت په چپرهار ولسوالۍ کې همدانن شنبه اته نفره دولتي عسکر له طالبانو سره ملګري شوي دي ، له سیمې نه راپورونه وایي ، دغه عسکر دچپرهار ولسوالۍ  دکنډي باغ ، حافظانو او اسلم کلیو اوسیدونکي دي ، چې له دې پخوا یې په حکومتي پوځي لیکو پولیسو او اردو کې دندې ترسره کولې ، مګر اوس یې خپله ...

نور ولوله »

طالبانو دعینومینې په چاودنو کې لاس درلودل په کلکه رد کړل

  دافغان اسلامي اژانس په استناد طالبانو په هغو غبرګو چاودنو کې لاس درلودل په کلکه رد کړل چې تېر ماسختن د کندهار د ښار په عينو مينه کې وشوې او ګڼ شمير خلکو ته يې مرګ ژوبله واړوله. د شنبې په ورځ 2013-05-18 د طالبانو وياند قاري محمد يوسف “احمدي”  افغان اسلامي اژانس ته وويل چې طالبان د کندهار ...

نور ولوله »

دفراه دخاک سفید ولسوالۍ امنیه قومندان په وسلوال بریدکې ووژل شو

له فراه ولایت نه په ورکړل شوی خبر کې ویل شوي تیره شپه دفراه ولایت دخاک سفید ولسوالۍ  امنیه قومندان دیوه وسلوال برید په ترځ کې ووژل شو،دپیښې پړه طالبانو پرغاړه اخیستې  ،د طالبانو ویاند قاری محمد یوسف  احمدي رسنیو ته ویلي  دخاک سفید ولسوالۍ امنیه قومندان عبدالغني  یې دیوه چریکي برید په ترځ کې ویشتلی او وژلی دي،نوموړي زیاتوي ...

نور ولوله »

په برطانيه کې عيسويت په له منځه تلو او اسلام په خپريدو دی

يوه برطانوی ورځپاڼه په خپله ننئ ګڼه کې په بريطانيا کې د مسيحي دين دله منځه تللو په اړه غږيدلې  او ويلي يې دي چې پخوا په برطانيا کې زياتره خلک دمسيحيت معتقدان وو اما په ډيره چټکئ سره اوس دمسلمانانو شمير په زياتيدو دی. “ډيلي ټليګراف” ليکي: شايد مسيحيت په برطانيا کې له يوه لوی مشکل سره مخ شي، ...

نور ولوله »

په ایبک کې دملي امنیت وحشت ولسي مظاهرې راپارولې

نن سهار دسمنګان ولایت دایبکو ښار او شاوخوا سیمې ګڼ ولسي خلک په دې ښار کې په مظاهره راوتلي وو او دحاکمو چارواکو په تیره  دملي امنیت د کارکوونکو په خلاف یې شعارونه ورکول ، مظاهره کوونکو له حکومته غوښتنه کوله چې په دې ښار کې تیره شپه دملي امنیت لخوا دترسره شوي وحشت عاملین ونیسي او سزا ورکړي .

نور ولوله »

تازه خبر: کابل کې سرښندونکي برید بهرنیانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې

له کابل نه په ورکړل شویو راپورونو کې راغلي نن سهار اته بجې شاوخوا دکابل ښار اتمې حوزې مربوط دشاه شهید په سیمه کې  داشغالګرو ځواکونو مربوط دبهرنیو سلاکارانو پر دوو موټرو سرښندونکی  برید ترسره شو چې له امله یې په موټرو کې سپرو بهرنیانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې. خبر زیاتوي برید دیوه کرولا ډوله موټر په مټ ترسره ...

نور ولوله »

عاجل خبر: هلمندکې دبرتانوي عسکروپرپوځي مرکزسرښندونکی بریددرنه مرګ ژوبله اړولې

له هلمند ولایت په تازه ورکړل شوی خبر کې ویل شوي نن ماسپشین درې بجې دموسی کلا ولسوالي دلنډۍ ناوې په سیمه کې دبرتانوي ځواکونوپه پوځي قرارګاه ډلیز سرښندونکی برید ترسره شوې چې له امله یې په مرکز کې میشتو کسانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې. له سیمې نه ورکړل شوي راپورونه وایي لومړی د مرکز په نظام قراول  او ...

نور ولوله »

په ارزګان کې دطالبانو نفوذی کس دیوه قومندان په شمول ۴عسکر په ډزو وژلي

له ارزګان ولایت نه په ورکړل شوي خبر کې ویل شوي تیره شپه نهه بجې دارزګان ولایت  دچنارتو په ولسوالۍ کې یوه افغان عسکر دپوستي پرقومندان دخپل ټوپک خوله ور اړولې دقومندان په شمول څلور ساتونکي عسکر یې وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي دي. طالبانو دپيښې مسولیت منلي وایي چې یو تن نفوذي مجاهد یې دجنارتو ولسوالۍ دجکجکوي ...

نور ولوله »

طالبانو څلور نیول شوي ترکان دښه نیت لمخې خوشي کړل

په تازه ترلاسه شویو راپورونو کې ویل شوي طالبانو دنیول شویو ترکانو له جملې نه چې په تیره میاشت کې یې دلوګر په ولایت کې نیولي وو ، څلور تنه خوشي کړي او دترکیې هیوادو مربوطو چارواکو ته یې سپارلي. دطالبانو په رسمي ویب پاڼه الاماره کې په دې اړه یوه لنډه اعلامیه نشر شوې چې دڅلورو ترکي اتباع دخوشي ...

نور ولوله »