fbpx

خبرونه

«نوې ملي جبهه» له «لوی ملي ائتلاف» نه بېله شوه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۶لړم، ۱۳۹۷ل): د انوارالحق احدي په مشرۍ نوې ملي جبهه، د سیاسي ګوندونو له ګډ ائتلافه بېله شوه. د دې جبهې ویاند سید جواد حسیني پرون خبري غونډې ته وویل، د نظام د بدلون په اړه د سیاسي ګوندونو له طرحې سره مخالفت يې د دې علت شو چې له ځان ترې بېل کړي. هغه وویل، ...

نور ولوله »

د امریکا کانګریس ته دوه مسلمان نوماندان بریالي شوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۶لړم، ۱۳۹۷ل): د امریکا د کانګریس د ۴۳۵ چوکیو لپاره ټاکنې روانې دي، خو په ځينو ایالتونو کې د رایو شمېر راوتلی دی. د مشیګان دیربورن ښار چې د امریکايي مسلمانانو مرکز بلل کېږي، شاوخوا ۵۰۰زره مسلمانان پکې مېشت دي همدارنګه د «مینه سوټا» ایالت کې هم ډېری سومالیايي کډوال مېشت دي. تر اوسه په مینه ...

نور ولوله »

هند کې د افغانستان پخوانی سفیر، ولسشمریزو ټاکنو ته نوماندېږي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۶لړم، ۱۳۹۷ل): په هندوستان کې د افغانستان پخوانی سفیر شیدا محمد ابدالي وايي راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته نوماندېږي. هغه چې نږدې میاشت وړاندې په هند کې له خپلې دندې استعفا ورکړه، ویلي و غواړي په هېواد کې د ننه کار وکړي. شیدا محمد ابدالي چې د حامد کرزي له نږدې کسانو بلل کېږي، پخپله ټویټر پاڼه ...

نور ولوله »

ناټو: روانه جګړه باید د خبرو له لارې حل شي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۶لړم، ۱۳۹۷ل): د ناټو عمومي منشي جینز سټولټنبرګ تېره ورځ په ناڅاپي سفر کابله ته راورسيد، چې نږدې مازیګر مهال له ډاکټر غني سره یو ځای خبري کنفرانس کې را ښکاره شو. سټولټنبرګ وویل، ناټو د افغان سولې په برخه کې مسقیمه مداخله نه کوي خو ټینګار کوي چې روانه جګړه باید د خبرو له لارې ...

نور ولوله »

کابل: د پوليسو له لوري په لاريون ډزې ۷ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا(چهار شنبه ، ۱۶ لړم ، ۱۳۹۷ ل ): د کابل ولايت د بګراميو په ګوسفندرې سيمه کې امنيتي ځواکونو د ولسي خلکو کورونه نړولي او خلکو يې په اړه مظاهره کړې ده چې د پوليسو له لوري پرې ډزې شوي دي چې دوه تنه په کې وژل شوي او ۵ نور ټپيان دي. لاريون کوونکي د کابل ...

نور ولوله »

اسلام اباد: افغان او پاکستاني چارواکي د افغان کډوالو په ستونزو غږېږي

نن ټکی اسیا(سه شنبه ، ۱۵ لړم ، ۱۳۹۷ ل ): ټاکل شوې ده چې سبا په اسلام اباد کې د افغانستان او پاکستان چارواکي په هغه هيواد کې ميشتو افغان کډوالو د ستونزو په اړه خبرې وکړي. دکډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وياند اسلام الدين جرئت وايي چې افغانستان په پاکستان کې ميشتو افغان کډوالو د ستونزو د دايمي ...

نور ولوله »

کابل: مدني فعال خیرالله شینواری په وسله وال برید کې ټپي شوی

نن ټکی اسیا (سه شنبه،۱۵ لړم ،۱۳۹۷ ل): کابل میشتی مدني فعال خیر الله شینواری نن د سه شنبې په ورځ د یوه مرګوني برید څخه روغ وتلی دی. نوموړی چې په کابل کې یو مهمو پښتون پالو او سوله غوښتونکو ځوانانو څخه شمېرل کیږي، نن د سه شنبې ورځ د کابل ښار دولسمې امنیتې حوزې اړوند د احمد شاه ...

نور ولوله »

سرحدي پوليسو تورخم کې زرګونه کانټینر ايسار کړي

نن ټکی اسیا (سه شنبه،۱۵ لړم ،۱۳۹۷ ل): سرحدي پوليس په تورخم زرګونه خالي کانټينرو ته له تورخم د اوښتو اجازه نه ورکوي. تورخم دروازې ته څېرمه له تېرو دوو مياشتو راهيسې تر دوو زرو زيات خالي کانټینر په ټيلرو کې بار ولاړ دي، خو سرحدي پوليس له تورخم څخه د اوښتو اجازه نه ورکوي. د بار وړونکو لاريو موټرچلوونکو ...

نور ولوله »

يوناما: په تېرو پارلماني ټاکنو کې ۴۳۵ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (سه شنبه،۱۵ لړم ،۱۳۹۷ ل): افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندويه اداره وايي، چې د تېرې مياشتې پارلماني ټاکنې له تاوتريخوالي ډکې وې او څلور سوو زياتوو کسانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې وه. د يوناما راپور وايي، چې د تېر اکتوبر مياشتې په شلمه د پارلماني ټاکنو پر ورځ ۵۶ کسان وژل شوي او ۳۷۹ ...

نور ولوله »

د ملګرو ملتونو ۴۰ دولتونو له سعودي د خاشقجي د قضيې بشپړ سپيناوی غوښتی

نن ټکی اسیا (سه شنبه،۱۵ لړم ،۱۳۹۷ ل): ملګري ملتونه وايي، چې څلوېښت هېوادونو له سعودي غوښتي، چې د جمال خاشقجي د قضيې په اړه سپيناوي وکړي، چې دا پېښه څنګه او ولې رامنځته شوې ده. سعودي خبريال جمال خاشقجي د تېر اکتوبر په دوهمه د ترکيې په استنبول ښار کې د سعودي قونسلګرۍ ته ورغلی و، له هغه ځايه ...

نور ولوله »