خبرونه

کرزی له مودي سره د افغان سولې په تړاو غږېدلی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۹ زمری، ۱۳۹۸ل): د افغانستان پخوانی ولسمشر  «حامد کرزی» د هند د لومړي وزیر «نریندار مودي» لیدو ته ورغلی او له نوموړي سره د افغان سولې په تړاو غږېدلی. د هند د لومړي وزیر له دفتر څخه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه لیکي، چې په دې لیدنه کې لومړي وزیر پخواني ولسمشر ته د ...

نور ولوله »

طالبانو کابل کې د ښوونځي سوځولو په اړه د حکومت ادعا رد کړه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۹ زمری، ۱۳۹۸ل): طالبانو د کورنيو چارو وزارت هغه ادعا رد کړې ده چې ويلي يې وو د کابل په شکر درې ولسوالۍ کې طالبانو د نجونو يوه ليسه سوځولی ده. د کورنیو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي نن سهار رسنيو ته ويلي وو چې طالبانو د کابل شکردرې ولسوالۍ په لويه زار کلي کې د ...

نور ولوله »

لوګر: له سعودي څخه تازه راستون شوی مسافر ګډو ځواکونو وژلی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۹ زمری، ۱۳۹۸ل): په افغانستان کې د ګډو ځواکونو له لوري د شپنیو عملیاتو او ولسي وګړو د وژنو په دوام تيره شپه يو ځل بيا په لوګر ولايت کې د ولسي وګړو په کورونو چاپې اچول شوي او له سعودي څخه تازه راستون شوي مسافر يې له خپل کوچني وراره سره وژلی دی. راپورونه ...

نور ولوله »

اټلانيټک: امریکا بايد افغانستان کې خپله ماتې ومني

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۹ زمری، ۱۳۹۸ل): د امریکا اټنلانټيک مجلې د افغانستان سولې پروسې په اړه ليکلي، چې ښايي د ولسمشر ډونلډ ټرمپ اداره به په راتلونکو ورځو کې له طالبانو سره د سولې يوه هوکړه وکړي، چې په پایله کې به يې امریکا د افغانستان جګړې پای ته رسولو پرېکړه کوي او امریکايي عسکر به خپلو کورونو ...

نور ولوله »

د جنرال باجوه د ماموريت موده درې کاله وغځول شوه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۹ زمری، ۱۳۹۸ل): د پاکستان صدر اعظم عمران خان د دغه هېواد د پوځ د سر لښکر جنرال قمر جاوېد باجوه د ماموريت موده درې کاله نوره هم غځولې ده. د عمران خان له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د سيمې امنيتي وضعيت ته په کتو پرېکړه وشوه، چې د جنرال باجوه کاري ...

نور ولوله »

پېښور کې د افغانستان بیرغ پورته کولو په تور ۳۹ افغانان نيول شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۸ زمری، ۱۳۹۸ل): د خیبر پښتونخوا پولیس وايي، پېښور کې ۳۹ هغه افغانان يې نيولي، چې د افغانستان خپلواکۍ سلمې کليزې په مناسبت يې د افغانستان بيرغونه پورته کړي وو. پوليسو تور لګولی، چې د افغان کډوالو دا کړنه د کرکې او نفرت خپرولو هڅه وه او له همدې امله نيول شوي دي. د پېښور حيات ...

نور ولوله »

ننګرهار: ګڼو چاودنو ۶۶ تنه ټپيان کړي دي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۸ زمری، ۱۳۹۸ل): په ننګرهار ولايت کې د افغانستان د خپلواکۍ سلمې کليزې په لمانځغونډو کې ګڼو چاودنو ۶۶ تنه ټپيان کړي دي. د ننګرهار امنيه قومندانۍ وياند مبارز اتل رسنیو ته ويلي دي چې په خوږياڼو ولسوالۍ او جلال اباد ښار کې ۱۱ چاودنې شوي دي چې له امله يې لسګونه ولسي وګړو ته مرګ ...

نور ولوله »

د خپلواکۍ په مناسبت د طالبانو پيغام: امریکا دې د انګریزانو له ماتې عبرت واخلي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۸ زمری، ۱۳۹۸ل): په داسې حال کې چې د هیواد په لر او بر کې له انګرېزانو څخه د استقلال د سلمې کلیزې د نمانځلو څرکونه لېدل کېږي، طالبانو ملت ته ددې ورځې مبارکې ویلې او تر څنګ یې امریکایانو ته ور یاده کړې څو په افغانستان کې د انګریزانو له تېر تاریخ څخه عبرت واخلي ...

نور ولوله »

ټرمپ: له افغانستان عسکر را باسو خو استخباراتي حضور پرېږدو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۸ زمری، ۱۳۹۸ل): د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر «ډونالډ ټرمپ» وایي، له طالبانو او کابل حکومت سره مو په مذاکراتو کې رغنده پرمختګ کړی او ښايي په راتلونکو څو اونیو کې یوه هوکړه اعلان کړو. ټرمپ چې په نیو جرسي ایالت کې یې خبریالانو ته خبرې کولې، وویل « هر څه ډېر ښه روان دي، ...

نور ولوله »

خلیلزاد: د بین الافغاني مذاکراتو بریا به افغانان د داعش ځپلو ته پياوړي کړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۸ زمری، ۱۳۹۸ل): د افغانستان د سولې لپاره د امریکا دمتحده ایالاتو ځانګړي استازي «زلمی خلیلزاد» په کابل کې د واده په مراسمو برید چې داعش ډلې ته منسوب شو؛ غندلی او تر څنګ یې د افغان سولې د پروسې د ګړنډیتوب غوښتنه کړې. زلمي خلیلزاد په همدې تړاو په خپل ټویټر لیکلي « په کابل ...

نور ولوله »