خبرونه

د سعودي پر تېلو برید؛ د رياض او تهران تاوتريخوالی په زياتېدو دی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳۱ وږی، ۱۳۹۸ل): سيمه کې د نوې جګړې او تاوتريخوالي اندېښنې مخ پر زياتېدو دي، سعودي حکومت په رسمي توګه پر ایران تور لګولی، چې د خریص او بقيق د تېلو پر چڼځایونو برید کې د ایران وسلې کارول شوي دي. د سعودي د بهرنيو چارو وزير عادل الجبیر ويلي، دوی په دې باور دي، چې ...

نور ولوله »

شهزاده مسعود: رڼې ټاکنې ناشونې دي، بايد سولې ته کار وشي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳۱ وږی، ۱۳۹۸ل): د پخواني ولسمشر حامد کرزي سلاکار او د چارو شنونکی شهزاده مسعود وايي، په اوسنيو حالاتو رڼې ټاکنې ناشونې دي او بايد ټول افغانان د نړيوالې ټولنې په ملتيا په ګډه سولې ته کار وکړي. په داسې حال کې، چې ولسمشريزو ټاکنو ته له يوې اونۍ لږ وخت پاتې دی او د ګډ ...

نور ولوله »

پروان: ګډو ځواکونو اووه ملکي وګړي وژلي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳۱ وږی، ۱۳۹۸ل): د ولسي وګړو په کورونو د ګډو ځواکونو شپنيزو عملياتو او چاپو په دوام دا ځل بيا په پروان ولايت کې ګډو ځواکونو د يوې ښځې په ګډون  اووه تنه ملکي وګړي وژلي دي. راپورونه وايي چې ګډو ځواکونو تيره شپه د پروان ولايت مرکز اړوند خلازي سيمه کې د ملکي وګړو په ...

نور ولوله »

ماهيپر: ترافيکي پيښه کې اووه تنه مړه شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳۱ وږی، ۱۳۹۸ل): د کابل- جلال اباد په لويه لاره د ماهيپر سيمه کې د ترافيکي پيښې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون اووه تنه مړه شوي دي. راپورونه وايي چې نن سهار يو زرنج چې لس تنه په کې سپاره وو، له جلال اباد څخه کابل ته په لاره وو چې د ماهيپر ...

نور ولوله »

غزني: ګډو ځواکونو يو بل بازار هم نړولی دی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳۱ وږی، ۱۳۹۸ل):  د ولسي وګړو په کورونو او بازارونو د ګډو ځواکونو له لوري د عملياتو او چاپو په دوام دا ځل بيا په غزني ولايت کې د ملکي وګړو په بازار چاپه اچولې او ۵۰ دوکانونه يې نړولي او سوداګريز توکي يې چور کړي دي. راپورونه وايي چې ګډو ځواکونو تيره شپه د غزني ...

نور ولوله »

ډهلي: پولیسو هوايي ډګر کې پنځه افغانان له څلور کیلوګرام هیروینو سره نیولي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳۱ وږی، ۱۳۹۸ل): د هند د پلازمېنې نوې ډهلي پولیسو ۵ افغانان چې غوښتل یې په نس کې د کپسولو له لارې څلور کیلوګرامه هیروین قاچاق کړي نیولي دي. هندوستان ټایمز ورځپاڼې د راپور پر اساس د ډهلي هوايي ډګر ګمرک مسوولینو ویلي چې دغه کسان د تېرې شنبې په ورځ له کندهار څخه نوي ډهلي ...

نور ولوله »

طالبان وايي لوګر کې يې ښوونځي نه دي تړلي

نن ټکی اسیا (شنبنه، ۳۰ وږی، ۱۳۹۸ل): وروسته له هغه چې د لوګر ولايتي چارواکو او د ولایتي شورا غړو په ددې ولايت په محمداغې ولسوالۍ کې د طالبانو له لوري د ښوونځيو د بندېدو خبر ورکړ، طالبانو د چارواکو دا ادعا رد کړه. نن سهار د لوګر د ولايتي شورا غړي ناصر غيرت رسنيو ته ويلي وو چې طالبانو ...

نور ولوله »

ولسي جرګه: ټاکنې به افغانستان یو بل بحران ته ټېل وهي

نن ټکی اسیا (شنبنه، ۳۰ وږی، ۱۳۹۸ل): په داسې حال کې چې د ولسمشریزو ټاکنو پيل ته د ګوتو په شمېر ورځې پاتې؛ د ګډ حکومت ولسي جرګه وایي، په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې لاسوهنې ته لا له وړاندې تیاری نیول شوی او که شفافې ټاکنې ترسره نشي، افغانستان به له یو بل بحران سره مخ شي. په ولسي جرګه ...

نور ولوله »

پروان کې د ماین چاودنې ۱۲ ماشومانو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (شنبنه، ۳۰ وږی، ۱۳۹۸ل): د پروان ولایت په مرکز «چاریکار» ښار  کې د ماین د چاودنې له امله ۱۲ ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې. د کورنیو چارو وزارت ویاند «نصرت رحیمي» وایي، پېښه نن ورځ «شنبه» له غرمې وروسته شاوخوا «۴:۳۰» بجې د پروان ولایت په مرکز «چاریکار» ښار پورې اړوند «شاه مست» نومي کلي کې رامنځته ...

نور ولوله »

بهرنیو چارو وزارت: د واک د انحصار لپاره د ارګ هڅو حکومت کمزوری کړی

نن ټکی اسیا (شنبنه، ۳۰ وږی، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست «صلاح الدین رباني» له خپل حکومت شکایت کړی، چې د واک د انحصار لپاره هڅې کوي او نظام یې دکمزورۍ لوري ته ورټېل وهلی. صلاح الدین رباني چې د حکومت له بشپړو هڅو سره، سره لا هم د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست دنده په ...

نور ولوله »