خبرونه

د افغانستان په ختیځ کي د بهرنیو ځواکونو دوه سرتیري وژل شوي دي

نن ټکی آسیا: په افغانستان کي میشتو بهرنیو ځواکونو اعلان وکړ، چي تیره ورځ ددوی دوه تنه عسکر د افغانستان په ختیځه کي ووژل شوه. په کابل کي د ایساف رسنیز مرکز په دوو جلا جلا خبرپاڼو کي ددغه نویو وژنو خبر ورکړ، هغو وویل چي د افغانستان په ختیځه کي پر دوی طالبانو بریدونه کړې وه، چي له کبله ...

نور ولوله »

د بدخشان والي، امنیه قوماندان، او د ملي امنیت رئیس د وسلوال برید څخه روغ ووتله

نن ټکی آسیا: د بدخشان والي، امنیه قوماندان او د ملي امنیت د رئيس په ګډون یو شمېر نور جګ پوړي چارواکوي د وسله وال برید څخه روغ ووتله. د تفصیلاتو سره سم د بدخشان د والي ویاند عبد المعروف راسخ ویلي چي نن د بدخشان والي ډاکټر شاه ولي الله ادیب، امنیه قوماندان، او د ملي امنیت د رئيس ...

نور ولوله »

د ډرون په تازه بریدونو کي عام اولسي خلګ شهیدان شوي دي

د کوزي کرمې اېجنسۍ بګن نه د پو ليټيکل انتطاميې يو چارواکي د نوم د نۀ ښودلو پۀ شرط اووائيل چې د دوشنبې د ورځې پۀ غرمه د لس نيمو بجو پۀ خوا شا کښې بې پائيلوټه امريکائي الوتکو پۀ کوزه کرمه شهيدانو ډنډه کښې د وسله والو طالبانو يو مرکز او يو موټر پۀ نخښه کړي دي چې پۀ ...

نور ولوله »

کابل بانک (۲) برید کوونکي نن اعدام شول

ننګرهار کې، د کابل بانک په پېښه کې نيول شوی سرښندونکی بريد کوونکي، د کابل د چرخي پله په زندان کې اعدام شوي دي. د نوموړي زندان نه سرچينو ويلي، چې دغه سرښندونکي، چې یو یې د وزيرستان زر عجم اوسيدونکی و، او بل یې د کونړ اوسېدونکی مطیع الله  نن اعدام شو، ددوی یو ملګری داد محمد په (۲۰) ...

نور ولوله »

نامتو خبريال اسد الله حصارشاهيوال په حق ورسېد

asadullah_hisar_shahiwal

د هيواد نامتو ژورنالست اودننګرهار د ژورنالستانو اتحاديې مشر حاجي اسد الله حصار شاهيوال د پختورګو د ناروغۍ له امله په حق رسېدلى دى، نوموړى د تېرو دېرشو کالو راهيسې په هيواد کې د يو تکړه خبريال او ليکوال په توګه پېژندل کېدلو او په بيلابيلو موضوعاتو يې څلوېښت څيړنيز کتابونه ليکلي  ؤ د ننګرهار د راډيو تلويزيون تکړه وياند ...

نور ولوله »

په کرمه ایجنسی کي ډرون بریدونه وشول

نن ټکی آسیا: په کرم ایجنسی کي نن یو وار بیا ډرون الوتکو بریدونه کړي، چي له امله يې ۷ کسه وژل شوي دي. د خبر له مخي د کرمي ایجنسي په کوزه خوا کي د خرډنډ ، شهیدانو ډنډ، او د غلام ډنډ په سیمو کې درې پر لپسې بریدونه شوي، لومړی برید د وسلوالو پر یوه مرکز شوی، ...

نور ولوله »

نیمروز: په ترافیکی پيښه کې دوه کسه مړه او نهه نور ټپیان شوي دي

نن ټکی اسیا: د نیمروز په ولایت کي د موتر د چپه کیدو له امله دوه تنه مړه او نهه تنه نور ټپیان شوي دي. دغه پيښه د نیمروز د دلارام په ولسوالۍ کې د دلارام او هرات ولایت تر منځ پر لویه لاره را منځته سوې ده، کله چي یو سراچه ډوله موټر چپه سو، او په کښي سپاره ...

نور ولوله »

کاپيسا: دفرنسي ځواکونو په مرمیو د لیسې مدیر شهید او درې تنه زده کوونکي ټپیان شوه

نن ټکی آسیا: نن سهار د کاپيسا په ولایت، تګاب ولسوالۍ کې د یوې لیسې پر ودانۍ د توپ د مرمی د لګیدو له امله د یوې لیسې مدیر شهید شو، او ورسره درې نور زده کوونکي ټپیان شوه. د سیمي څخه عیني شاهدانو ویلی چي نن سهار د نهو بجو په شاوخوا کې د تګاب ولسوالۍ د نوروز خیل ...

نور ولوله »

کندز: الماني ځواکونو د چاودني وروسته پر ملکي وګړو ډزي کړي، ۲شهیدان ۷ ټپیان شوي دي

نن ټکی آسیا: د کندز ولایت په مرکز کي د ښار سره نيژدې د الماني یرغلګرو ځواکونو پر کاروان سرښندونکی برید وسو، چي له کبله يې د امنیتي چارواکو او الماني ځواکونو په قول د المانیانو یو عراده موټر زیانمن شو، او د دوو تنو ملکي وګړو د وژل کیدو سربیره ۵ تنه نور ټپیان شوه. د کندز ولایت امنیه ...

نور ولوله »

تیره ورځ په افغانستان کي ۸ تنه بهرني عسکر ووژل شوه

نن ټکی آسیا: تیره ورځ د افغانستان په جلا جلا برخو کې د بهرني یرغلګرو ځواکونو ۸ تنه عسکر ووژل شوه. د بهرنیو ځواکونو رسنیز مرکز نن په خپله وروستي خبرپاڼه کي وویل چي ددوی څلور تنه عسکر چي تیره ورځ په یوه غیر جنګي پيښه کې ټپی شوي وه، وروسته يې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

نور ولوله »