خبرونه

په میدان وردګ ولایت کې بهرنیو ځواکونو یوزیات شمیر ولسي وګړي ونیول .

نن ټکی آسیا: تیره شپه دبهرنیوځواکونوله خواپه میدان وردګوولایت دچک ولسوالۍ دقولک په کلي کې چاپه ووهل شوه. په دی چاپه کې بهرنیوځواکونو دشپې په دریوبجوباندې دکلی ټول نارینه وګړي له ځان سره پرته له کوم اتهام څخه ساتلي او معلومه نده چې بهرنیوځواکونونوموړي وګړي دڅه هدف لپاره ترنیولو وروسته له ځان سره بیولي.

نور ولوله »

پاکستان: دشیخ اسامه میرمني اوماشومان کولای شي خپلو اصلي هیوادونوته ولاړشي

(نن ټکی اسیا اکتوبر۲۰۱۱/۰۹) اسلام اباد: ددولتي اونا دولتي سرچینو په وینا کله چی دروان کال دمی په میاشت کی امریکایی سمندري خاصو ځواکونو دپاکستان ایبټ اباد ښارکي داسامه په وړاندی خاص عملیات ترسره کړل، اودنوموړی دشهادت دعوه یی وکړه. وروسته له هغه څخه  چی امریکایانو په ایبټ ابادکی داسامه په وړاندي عملیات پای ته ورسول وروسته پاکستاني ځواکونه هلته ...

نور ولوله »

څوک چی ددغه هیواد امن خبرابوي هغه له الله اودهغه له رسول سره مینه نه لری

(نن ټکی اسیا اکتوبر۲۰۱۱/۰۸) ریاض: دسعودی عرب سترمفتي الشیخ عبدالعزیز بن عبدالله ال الشیخ تیره جمعه دخطبي پروخت وویل هرڅوک چی دحرمین الشریفین دخاوري اوهیواد امن اوسوله له خطر سره مخامخ کوي هغه په حقیقت کي دالله جل جلاله او دهغه دستررسول محمد صلی الله علیه وسلم او داسلام دښمنان دي.

نور ولوله »

ناټو ځواکونه وایی تیره ورځ مو په افغانستان کی ۲۵ وسلوال ووژل

(نن ټکی اسیا اکتوبر۲۰۱۱/۰۸) دناټو ځواکونه له مطبوعاتي ددفتر څڅه په خپره شوی خبرکی رغلی چی تیره ورځ وسلوالو طالبانو دافغانستان په ختیځ کی دبهرنیو ځواکونویومرکزپه داسی وخت کی تربرید لانی راوستی کله چی بهرنیو عسکرو پرافغانستان باندی دامریکي دبرید لسم  کال لمانځه، په کابل کی دایساف له مطبوعاتی دفتر څخه دخبرنشر شوی دي،وایی دبرید له کبله دیساف یوه عسکرژوبل ...

نور ولوله »

په افغانستان اونوره نړي کی دامریکایی عسکرو تلفات

(نن ټکي اسیا اکتوبر۲۰۱۱/۰۸) نیویارک: پرافغانستان باندی دامریکی دبرید دلسمی کلیزه په مناسبت په امریکاکی کی یوي څیړنیزه موسسي دامریکایی عسکرو دتلفاتو په اړه یوراپور خپورکړی دي، چي په افغانستان کی وژل شویي عسکراکثره ددولسم ټولګی څخه فارغه شوی سپین پوستی امریکایان دي. دنیویارک دسټیټ یونیورسټی هغو پروفیسرانو چی په افغانستان کی دامریکایی عسکرو دتلفاتوپه اړه یی مالومات راټول کړی ...

نور ولوله »

کرزای وایی له طالبانو سره به دمذاکراتو سلسله جاري وساتو

(نن ټکی اسیا اکتوبر۲۰۱۱/۰۸) کابل: تیره ورځ پرافغانستان باندی دامریکایانو له لوری دیرغل دلسمی کلیزه په مناسبت یوي جوړي شوی غونډی ته دافغانستان اولسمشر حامد کرزي دخپلو خبرو پرمهال وویل دنوموړي حکومت اونړیواله ټولنه په افغانستا کي دسولي،ثبات اویو موټي افغانستان په جوړلو کی پاتي راغلی ده، نوموړزیاته کړه په تیرو لسو کلنو کی دافغانستان حکومت اودامریکی به مشري باندی ...

نور ولوله »

ټونس: حجاب لرونکو زدکونکو ته په فاکولته کی داخله نه ورکول کیږي

(نن ټکی اسیا اکتوبر ۲۰۱۱/۰۷) ټونس:دځوانانو یوی ډلي په ټونس کی دادبیاتو فاکولته باندی له دی کبله برید وکړ کله چی دفاکولتی د اداري له لوری هغه زدکونکي په فاکولته کی له زدکړو څخه بی برخي کړه کله چی  نوموړي باحجابه فاکولتي ته ورغلي وه اوغوښتو یی په جامعه کی داخله واخلي. د ټونس له پلازمیني څخه خبري سرچینوخبرنشر کړی ...

نور ولوله »

ناټو وایی له ۲۰۱۴ کال څخه وروسته به هم په افغانستان کی پاته کیږي

(نن ټکی اسیا اکتوبر۲۰۱۱/۰۶) دناټو هیوادونو ټولني خبرداري ورکړی دي چی  دافغانستان ددفاع او امنیت لپاره به افغانان یواځی پرینه ږدو بلکه له هغه څخه وروسته چی تر راتلونکي ۲۰۱۴میلادي کاله پوري نړیوال ځواکونه دهیواد امنیت چاري وافغاني عسکرو ته وسپاري ناټو ځواکونه به بیاهم دضرورت به اساس په افغانستان کی پاته شي.

نور ولوله »

هندوستان دپاکستان مخالف افغانستان په لټه کی دي

(نن ټکی اسیا اکتوبر۲۰۱۱/۰۶) واشنګټن: دپاکستان پخوانی صدر پرویزمشرف په واشنګټن کی دیوي خبري ناستي پروخت له خبریالانوسره دخبرو پروخت وویل، هندوستان ددي لپاره چي پرسویلي اسیا باندی سیاسي اواقتصادی ولکه ولري غواړي په افغانستان کی  دداسي یوی اداري مرسته اوکمک وکړي چي له پاکستان سره دښمني ولري.

نور ولوله »

بلوچستان: ډیره بکټي کی بمي چاودني دوه تنه ووژل

(نن ټکی اسیا اکتوبر۲۰۱۱/۰۶)کوټه: یوي پاکستاني انګریزي ورځپاڼي(ډان نیوز) خبرنشرکړی چي دپاکستان دبلوچستان ایالت ډیره بکټي سیمه کی بمي چاودني دوه کسه وژلی دي، خبرکی راغلي، وایی دوه موټرسایکل چلونکی چی په ډیره بکټي کي دپهلواغ په لور روان وو، دبمي چاودني ښکارشوی دي چي دواړه موټرسایکال سواړه ځاي پرځای وژل شوی دي.

نور ولوله »