خبرونه

سعودي چارواکو دګلایډر الوتکي پيلوټ له مخدره مواد سره ونیوي

(نن ټکی اسیا سپټمبر۲۰۱۱/۲۹) دسعودي عرب دپولي ساتونکو عسکرو تیره ورځ یوه ګلایډر الوتکه چی له عراق څخه یی پرپوله باندي دسعودي عرب په لورالوتنه کول راکښته کړه. دسعودي عرب دکورنیو چاور وزارت له لوري پرورکړل شوی بیان کی راغلي دی چي دهیواد په شمال کی له عراق سره پرپوله باندی دسعودی عرب امنیتي ځواکونو یوه ګلایډر الوتکه راکښته کړه

نور ولوله »

بلوچستان: دری امنیتي کسان ووژل شول

(نن ټکی اسیا سپټمبر۲۰۱۱/۲۹) کوټه: تیره ورځ دبلوچستان ایالت په ډیره بکټي کی شاهرګ سیمه ته څیرمه دنامالومو وسلوالو له لوري په سیمه کي دتیولو اوځمکنیو زیرمو دپلټونکی اداري امنیتي پرسونل تربرید لاندی راغلو چي له امله یی دري کسه وژل شوی اودري نورژوبل شوی دي. یوه پاکستاني شرکت له یوه چینایی شرکت سره یوځای دبلوچستان ایالت په هرنایی ضلعه ...

نور ولوله »

کلینټن:دحقاني ډلی په اړه پریکړي ته نژدی شوی یو

(نن ټکي اسیا سپټمر۲۰۱۱/۲۹) واشنګټن: دامریکي دبهرنیو چارو وزیري هیلري کلینټن دچارشنبي په ورځ دیوي خبري ناستي په ترڅ کي له خبري رسنیو سره دخبروپروخت وویل امریکا دي پریکړي ته نژدی شوی ده چي دحقاني ډلي طالبان په تورلیست کی شامل کړي، نوموړي زیاته کړه دامریکی متحده ایالاتو دغه پریکړه له هغه څخه وروسته ترغورلاندي ونیوله له کله څخه چي ...

نور ولوله »

د نیوزیلاند د خاصو ځواکونو یو تن عسکر ووژل شو

نن ټکی آسیا: د نیوزیلاند لومړي وزیر جون کي وویل چي نن د نومړي هیواد د خاصو ځواکونو یو عسکر په افغانستان کې د مخالفینو سره په مخامخ جګړه کې ووژل شو. هغه په یو مطبوعاتي غونډه کې رسنیو ته وویل چي وژل شوی عسکر پر سر باندي په مرمی هغه وخت ولګید، کله چي د هغوی یو ۱۵ کسیزه ...

نور ولوله »

روزګان: د چورې ولسوالۍ سرپرست امنیه قومندان ووژل شو

نن ټکی آسیا: د روزګان ولایت د چورې ولسوالۍ امنیه قومندان ووژل شو، او دهغه درې تنه ساتونکي ټپیان شول. د روزګان ولایت د امنیه قومندانۍ چارواکو رسنیو ته وویل چي نن سهار د چورې ولسوالۍ د سیري په کلي کې ددې ولسوالۍ د سرپرست امنیه قومندان ګل محمد پر موټر ماین وچاودېد چي له کبله يې خپله ګل محمد ...

نور ولوله »

دکورنیو چارو وزارت: په تیره اونۍ کې ۳۴ پولیس، ۳۵ ملکیان، او ۱۲۲ تنه مخالفین ووژل شول

نن ټکی آسیا: د کورنیو چارو وزارت اعلان وکړ چي په تیره اونۍ کې ۳۴ تنه پولیس، ۳۵ تنه ملکي وګړي او ۱۲۲ تنه مخالفین وژل شوي دي. د یادي ادارې ویاند غلام صدیق صدیقي نن په کابل کې یوې مطبوعاتي غونډي ته وویل چي د پولیسو له خوا په تیره اونۍ کې ۲۱ جګړیز عملیات تر سره شوي، چي ...

نور ولوله »

ملګري ملتونه: د تیر کال په پرتله په افغانستان کې جګړې زیاتي شوي

نن ټکی آسیا: د ملګرو ملتونو په یوه تازه نشر شوي څلور میاشتني راپور کې ویل شوي چي د تیر کال ۲۰۱۰ په پرتله سږ کال په جنګ ځپلي هیواد افغانستان کې د امنیتي پيښو او جګړو کې څلویښت فیصده زیاتوالی راغلی دی. په راپور کي راغلي چي که څه هم اوس په افغانستان کې تر ۱۴۰ زره زیات بهرني ...

نور ولوله »

هلمند: دیوه برید له کبله لس تنه پولیس وژل شوی دي

(نن ټکی اسیا سپټمبر۲۰۱۱/۲۸) لښکرګاه:د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې ددولت د وسلوالو مخالفينو په يوه بريد كې لس پوليس ووژل شول. په لښکرګاه کې د امنيه قوماندانۍ د ګډې قرارګاه مرستيال سمونوال اسماعيل خان هوتک خبر رسنیو ته دتلیفون له لاري  وويل چې دا پېښه تېره شپه په درې نيمو بجو د نهر سراج د انتن په سيمه کې ...

نور ولوله »

پکتیا: په چاودنه کې د ملي امنیت یو تن مسئول ووژل شو

نن ټکی آسیا: د پکتیا ولایت د والي ویاند روح الله سمون وویل چي تیره ورځ د یوې چاودني له امله د ملي امنیت یو تن مسئول ووژل شو. هغه زیاته کړه چي چاودنه تیره ورځ سهار د ګردیز په شکرخیل سیمه کې د ملي امنیت د مسئول پر موټر باندي وشوله، چي د نومړي مسئول په ګډون په کښي ...

نور ولوله »

ایساف: په وردګ ولایت کې یو تن بهرنی عسکر ووژل شو

نن ټکی آسیا: نن ورځ د بهرنیو ځواکونو یو تن عسکر ووژل شو. په دغه اړه د بهرنیو ځواکونو د رسنیز مرکز څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې وویل چي نن ورځ د وردګ په ولایت کې د مخالفینو په برید کې د ایساف یو تن عسکر خپل ژوند له لاسه ورکړ. په خبرپاڼه کې د بهرني عسکر د هویت ...

نور ولوله »