خبرونه

د جلال اباد – کابل پر لویه لاره په ترافیکي پيښه کې څلور تنه مړه او ۲۸ نور ټپيان شوي دي

نن ټکی آسیا: نن غرمه د کابل – جلال اباد پر لویه لاره په یوه ترافیکي پيښه کې څلور تنه مړه او نیژدې ۲۸ تنه نور ټپيان شوي دي. د تفصیلاتو سره سم دا پيښه نن غرمه په سیمه ایز وخت د یولسو بجو په شاوخوا کي هغه وخت رامنځته شوه کله چي د مسافرو ډک یو کاسټر ډوله موټر ...

نور ولوله »

چاودنې د ملي اردو او امنيت پشمول ٧تنه ټپيان شول

په لوګر ولايت کې د ملي امنيت او ملي اردو په سرتېرو چاودنه شوې چې له امله يې د ولسي وګړو په ګډون ٧ تنه ټپيان شول.دغه پېښه تېره ورځ مازيګر مهال د لوګر د مرکز پل علم په بازار کې رامنځ ته شوې ده. چاوېدونکي توکي چې په بايسکل کې ځاى پرځاى شوي وو هغه مهال چاودنه کړې چې ...

نور ولوله »

د غزني د امنیه قوماندانۍ یو تن مدیر ووژل شو

نن ټکی آسیا: تیره ورځ مازیګر ناوخته وسلوالو طالبانو د غزني ولایت د امنیه قومندانۍ د روغنیاتو مدیر په برید کې ووژلو. د غزني ولایت چارواکو د پيښي په تایید سره ویلي چي تیر مازیګر په سیمه ایز وخت د پنځو بجو په شاوخوا کې د زاړه ښار په برخه کې دوو تنو وسلوالو چي په موټر سایکل سپاره وه، ...

نور ولوله »

ویکي لیکس: د پاکستان په فضايي حریم کې په یوه ورځ کې د ناټو ۱۵۰ الوتکي پرواز کوي

نن ټکی آسیا: د ویکي لیکس تازه انکشافاتو په رڼا کې هغه خبرونه تایید شول چي ویل يې ناټو د پاکستان د فضايي حریم څخه په فوځي چارو کې استفاده کوي. د امریکا د سفارت په یو تازه خپور شوي لیک کې چي په کال ۲۰۰۸ كي د امریکايي سفير له خوا واشنګټن ته لیږل شوي، ویل شوي چي د ...

نور ولوله »

وردګ: د طالبانو په برید کې د اکمالاتي کاروان ساتونکي مړه، او یو شمیر موټر سوځول شوي

نن ټکی آسیا: د وردګ ولایت د والي ویاند شاهد الله شاهد ویلي چي تیره ورځ د طالبانو په برید کې چي د سید اباد په ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو پر کاروان ترسره کړ، په کښي د کاروان یو تن ساتونکی مړ، نهه تنه ټپيان او ۵ عرادې موټر وسوځول شول. هغه په دې اړه نور معلومات ورنکړل، خو ...

نور ولوله »

کویټه: دوو پر لپسې چاودنو د امنیتي چارواکو په ګډون ۲۰ تنه مړه او ۴۰ نور ټپیان کړي دي

نن ټکی آسیا: د کویټي ښار په سول لاین سیمه کې دوو پر لپسې چاودنو ۲۰ تنه مړه کړې، او ۴۰ نور ټپیان کړي دي. د پولیسو په وینا چاودني د دوو سرښندونکو بریدګرانو له خوا تر سره شوې، او غوښتل يې چی د کمشنر دفتر ته نیژدې د د ډي آی جي ایف سي فورخ شهزاد کور په نښه ...

نور ولوله »

هندوستان: په نیو دلهي کي د محکمې مخته چاودنه کې ۹ تنه مړه او ۴۵ نور ټپیان شوي دي

نن ټکی آسیا: د هندوستان په پلازمینه نیو دلهی کې د محکمې مخته په چاودنه کې ۹ تنه مړه او ۴۵ نور ټپيان شول. د هندوستان د یو تلویزون په وینا چاودنه د دلهي د اعلی محکمې مخته د پنځم نمبر ګیټ سره تر سره شول، او ګمان يې څرګند کړی چي کیدای شي چاودېدونکي توکي په یو بسته کې ...

نور ولوله »

د باغیس چارواکي: دولت ته د قومندان په ګډون ۱۳ تنه مخالفین تسلیم شول

نن ټکی آسیا: د بادغیس ولایت څخه چارواکو ادعا کړې چي د مخالفینو د یوه قوماندان په ګډون دریارلس تنه وسلوال مخالفین ورته تسلیم شوي، خو د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي دغه ادعاوي ناسمي او د دښمن تبلیغات بولي. د تفصیلاتو سره سم نن د بادغیس ولایت د والي ویاند شرف الدین مجیدي ادعا وکړه چي د دولت یو ...

نور ولوله »

بادغیس: د ملي اردو درې تنه عسکر مړه او دوه نور ټپيان شول

نن ټکی آسیا: د بادغیس په ولایت کې د ملي اردو درې تنه عسکر مړه او دوه نور ټپیان شول. د بادغیس ولایت څخه امنیتي چارواکو خبر ورکړ چي نن د قادس او مقر ولسوالیو تر منځ د دره بوم په سیمه کې د ملي اردو د عسکرو پر رینجر ډوله موټر ماین وچاودېد، چي له کبله يې پنځه تنو ...

نور ولوله »

ننګرهار: د شیرزاد ولسوالۍ ولسوال ډاکټر محمد اصیل په چاودنه کې ووژل شو

نن ټکی آسیا: د یو ځای پر ځای شوي ماین د چاودېدلو له کبله د ننګرهار ولایت د شیرزاد ولسوالۍ ولسوال ډاکټر محمد اصیل او د هغه درې تنه ساتونکي ووژل شول. د ننګرهار ولایت د والي ویاند احمد ضیاء رسنیو ته وویل چي نن غرمه په سیمه ایز وخت د دولس نیمو بجو دغه پيښه په داسي وخت کې ...

نور ولوله »