خبرونه

د بامیان د ولایتي شوری د رئیس جواد ضحاک مړی وموندل شو

نن ټکی آسیا: د بامیان ولایت د ولایتي شوری رئيس چي جواد ضحاک چي څو روځي تر مخه د نامعلومو وسله والو له خوا په پروان ولایت کې تښتول شوی وو، نن يې مړی د پروان ولایت د سیاه ګرد په ولسوالۍ کي وموندل شو. دیادي ولسوالۍ ولسوال یو افغاني رسنۍ ته ویلي چي ددې ولسوالۍ د قنیچاق په سیمه ...

نور ولوله »

د خوست ولایت د صبریو په ولسوالۍ کي چاودني لس کسه ژوبل کړي

نن ټکی آسیا: نن د خوست ولایت د صبریو په ولسوالۍ کې د ملي اردو پر رینجر موټر ماین وچاودید، چي له کبله يې د امنیتي چارواکو په وینا ۳ عسکر ټپیان شول. د ملي اردو یو تن قوماندان سیمیزو رسنیو سره په خبرو کې د پيښي تصدیق کړی، او ویلي چي د ۳ عسکرو سربیره ۷ تنه نور ملکي ...

نور ولوله »

په عراق کي ۵ امریکايان او ګڼ شمیر دولتي او ملکي کسان وژل شوی

نن ټکی آسیا: امریکايي فوځ په عراق کې نن اعلان وکړ چي په پنځه سرتیري يې وژل شوی. امریکايي فوځ نور معلومات نه دي ورکړي، چي دغه عسکر څرنګه ووژل شول. خو د عراق څخه یو امنیتي چارواکي رسینو ته ویلي چي په بغداد کي ددغو عسکرو پر مرکز باندي توغندی ویشتل شوي وې چي له کبله يې امریکایانو ته ...

نور ولوله »

بهرني ځواکونو خپل ددو عسکرو مرګ اعلان کړ

نن ټکی آسیا: بهرنیو ځواکونو اعلان وکړ چي د افغانستان په جنوب کې یو تن عسکر د ماین چاودني له کبله ووژل شو. ایساف دا نه دی څرګند کړي چي وژل شوی عسکر څوک او په دقیقه چیري وژل شوی دی. ددې تر مخه په یوه بله خبرپاڼه چي هغه هم نن خپره شوي ویل شوی چي د افغانستان په ...

نور ولوله »

په خوست کې د یوې ځواني انجلۍ په ډزو ویشتل شوی مړی وموندل سو

نن ټکی آسیا: په خوست ولایت کې د یوې ځواني انجلۍ مړی موندل شوی چي په مرمیو ویشتل شوی دی. نن سیمه څخه امنیتي چارواکو خبر ورکړی، چي د یوې انجلۍ مړی د خوست ولایت د مرکز په اړوند سیمه مدی خیل کي وموندل سو، چي تیره شپه په ډزو ویشتل شوې او دلته غورځول شوې وه. د چارواکو په ...

نور ولوله »

د کوږک په غره کې د موټر اوښتني له کبله ۱۴ کسه مړه او ۱۰ نور ټپيان شوي دي

نن ټکی آسیا: نن د کویتي او چمن پر لویه لاره د کوږک غره په سیمه کې یو منۍ بس د سړک څخه اوښتی او د شیلي کندي ته لویدلی، چي له کبله يې لږ تر لږه ۱۴ کسه مړه او ۱۰ نور ټپيان شوي دي. د پولیسو یو تن چارواکي نصیب الله خان رسینو ته ویلي چي بس د ...

نور ولوله »

په نیمروز کې طالبانو د پولیس په مرسته ۷ نور پولیسو ته مرګ ژوبله واړوله

نن ټکی آسیا: تیره شپه په نیمروز کې د یو پولیس په مرسته ۲ تنه پولیس مړه او ۵ نور تښتول سوي دي. په نیمروز ولایت کې د خاشرود ولسوال رسینو ته ویلي چي تیره شپه د خاشرود ولسوالۍ په پنځه کیلو مترۍ کې طالبانو په یوه امنیتي پوسته کې د یو تن پولیس په مرسته دوه پولیس ووژل، یو ...

نور ولوله »

دخصوصي امنيتي کمپنۍ دوه ساتونکي اومزدوران وژل سوي

تيره  ورځ  ناوخته دکندهارښاردشپږمي امنتي حوزې اړوند دميرويس ميني په سيمه کي دخصوصي امنيتي کمپيني دساتونکو کور ته وسله وال ننوتي اوڅلورتنه يې وژلي دي. دکندهاردامنيې قوماندانۍ دجنايي جرمونو په وړاندي دمباررزې مدير سمونوال شېرعلي فرهاد افغان نيوزته وويل، ديوه خصوصي امنيتي کمپنۍ دوه ساتونکي

نور ولوله »

اسلام اباد: تجارتي مرکزکي داورلګیدني له امله مرګ ژوبله اوښتي ده

(نن ټکي اسیا جون ۲۰۱۱/۰۶)اسلام اباد: داسلام اباد  ښار په ګرین زون کي کلثوم پلازه ته څیرمه یوه تجارتي مرکزکی داورلګیدلو له امله څلورتنه وژل شوی او دوه نورژوبل شوی دي. داوروژني عمله دپیښي ځاي ته رسیدلي ده اود اورپه وژلو یی لاس پوري کړی دي، بیړنیو مرستي کونکو ژوبل کسان روغتون ته رسولي دي،

نور ولوله »

په جنوبي وزیرستان کې امریکايي ډرون تازه بریدونه کړي

نن ټکی آسیا: امریکايي ډرون الوتکو په جنوبي وزیرستان کي نن یو ځل بیا بریدونه کړي، چي په اړه يې په سیمه کې استخباراتي چارواکي وايي چي برید د وسله والو پر یوه مرکز باندي سوی چي له کبله يې ۷ وسله وال وژل شوي دي. یوه بل چارواکي خبر ورکړی چي وژل شوي وسله وال ټول پنجابیان دي.

نور ولوله »