خبرونه

ناټو : طالبانو مو دوه پوځیان وژلي دي

(نن ټکی اسیا) دناټو له لورې په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې طالبانو په دوو جلا حملو کې دنوموړو پوځیانو یو مرین او بل پوځي افسر وژلي دي .په خبر پاڼه کې راغلې چې مرین پوځي دهلمند په ولایت کې په یوه نښته کې وژل شوی خو د دوهم پوځی افسر دوژل کېدو دځای په اړه یې ...

نور ولوله »

دامریکایې پوځ لمړۍ ډلې له افغانستان څخه په وتلو پیل وکړ

(نن ټکی اسیا) دامریکا اولسمشر اوباما له اعلان سره سم چې ګواکې دجولای دمیاشتې تر پایه به خپل لس زره عسکر راباسی ،په افغانستان کې دمېشتو امریکایې پوځیانو لمړۍ ډلې له افغانستان څخه په ستنېدو پیل وکړ .د پوځیانو درخصت کولو په مهال په بګرام هوایې اډه کې یوه غونډه جوړه شوه چې پکې دنوموړو پوځیانو دجنګي فعالیتونو دستاینې تر ...

نور ولوله »

د ساپي پښتو څېړنو اوپراختيا مرکز کې يو ورځنى سيمنار جوړ شو

سلمیاند ساپي د پښتو څېړنو او پراختيا د مرکز  د پېښور په مرکزي دفتر کې د پښتو ادب ته ورپېښې ستونزې او د هغې حل  تر سرليک لاندې يو ورځنى سيمينار  جوړ شو، دې سيمينار ته چې د لرې او برې پښتونخوا شاعران، ليکوالان او ادبپوهان رابلل شوي ؤ،  د قاري هدايت الله لخوا د قرآن عظيم الشان د څو ...

نور ولوله »

(ISPR) دوسلوالو ځالي په افغانستان کي دي

(نن ټکی اسیا جولای ۲۰۱۱/۰۷/۱۵) اسلام اباد: دپاکستان دفوځ ویاند میجرجنرل اطهرعباس وایی د ترهګرو ځالي په افغانستان کی دي ، دبرطانیی دخبري رسنیو له یوي ټولني سره دخبرو پرمهال نوموړي زیاته کړه دسوات پخواني وسلوال ټول وافغانستان ته اوښتي دي، دافغانستان په دوو ختیځو ولایتو نو، کنړ اونورستان کی خوندي ځایونه لري اوله هغه ځایه څخه کله کله دپاکستان ...

نور ولوله »

چین په هیوادکي د۲۰۱۰ کال په اوږدوکي ۱.۳ ملیونه ویب سایټونه بند کړو

  (نن ټکی اسیا جولای ۲۰۱۱/۰۷/۱۵) بیجینګ: چین کي دعلومو داکاډمي دفترخبرورکړی دي چي دتیرکال په اوږدو کی یی له یوه ملیون څخه زیات ویب سایټونه بند کړی دی، دعلومو داکاډمي دفترڅخه په ورکول شوی خبرکي راغلي چی له یوملیون څخه زیاتو پاڼو له بندولو څخه وروسته اوس په هیواد کي دپاڼو شمیره ۴۱ په سلوکي رالویدلی ده، دتیروڅو کلنو ...

نور ولوله »

فرانس: غربیان په افغانستان کي ناکامه او په دام کي را ګیر دي

نن ټکی آسیا: تیره ورځ د فرنسې ۵ عسکر په یوه چاودنه کي ووژل شوه، او ۴ نور ټپیان شوه، ددغه خبر په اساس د فرنسې زیات شمېر ورځپاڼو خپل په ننۍ ګڼه کي د افغانستان په مسئله بحث کړی، هغوی افغانستان د غربیانو له پاره د یو داسي دام په توګه تشبیه کړی چي د وتلو لاره يې هم ...

نور ولوله »

سویلي وزیرستان: بمي چاودني پاکستاني عسکروته مرګ ژوبله واړوله

پیښور: په جنوبي وزیرستان کی لادها بازارته څیرمه به زنګارا سیمه کي دپا کستاني عسکرو کاروان باندی بمي چاودني وشوه، امنیتي چارواکو خبرورکړي دي، چي دچاودني له کبله دوه عسکروژل شوی اودري نور ژوبل شوی دی. چاودني د عسکرو یو موټرپه نښه کړی دي چي په بشپړه توګه له منځه تللي دي، چارواکي وایی عسکرپه سیمه کی دګزمي په حالت ...

نور ولوله »

ملګري ملتونه: د کال په لومړیو شپږو میاشتو کي ۱۴۰۰ ملکي وګړي وژل شوي

نن ټکی آسیا: په افغانستان کي د ملګرو ملتونو د دفتر څخه په یوه اعلان کي وویل شوه، چي د روان کال ۲۰۱۱ په لومړیو شپږو میاشتو کي په افغانستان کي ۱۴۰۰ ملکي وګړي ووژل شوه، چي د تیر کال ۲۰۱۰ په پرتله ۱۵ فیصده زیات شمیر دی. د ملګرو ملتونو د اعلان سره سم د وژلو شوو کسانو څخه ...

نور ولوله »

په اورګون کې د ٣٥ وسلوالو طالبانو د وژل کېدو ادعا وشوه

دپکتیکا ولایت حکومتي چارواکيو ددغه ولایت داورګون ولسوالۍ دپیرکوتي په سیمه دافغان او ايساف ځواکونوپه عملیاتوکې د ٣٥وسلوالو طالبانو د وژل کېدو خبرورکړ . خو وسلوال طالبان د خپلو کسانو د وژل کېدو په ردولو سره وايي، چې په دغه ولسوالۍ کې يې ١٠ کورنۍ او درې بهرنۍ سرتېري وژلي دي. دپکتیکاد والي ویاندمخلص افغان نن اسيا ته وویل،

نور ولوله »

د بهرنیو ځواکونو دوه تنه عسکر ووژل شوه

نن ټکی آسیا: په افغانستان کي میشتو بهرنیو عسکرو نن ومنله چي تیره ورځ او نن ددوی دوه عسکر د مخالفینو په بریدونو کي ووژل شوه. د ایساف د رسنیز مرکز څخه لومړی په یوه خبرپاڼه کي وویل شوه، چي تیره ورځ د افغانستان په ختیځه کې ددوی یو تن بهرنی عسکر د مخالفینو په برید کي ووژل شو. په ...

نور ولوله »