خبرونه

ډيپلوماټیکی سرچیني: ایران ترځمکه لاندی ایټمي پروګرام کی نوی پرمختګونه کړي دي

  (نن ټکی اسیا فبروري ۲۰۱۲/۰۲/۱۹) ډیپلوماټیکو سرچینو دراپورونو په حواله چی ایران هیواد په دی وروستیو کی دقم ښارته څیرمه ترځمکه لاندی ایټمی پروګرام باندی کارتیز کړی دي، اواودیورانیمو دغني کولوپه برخه کی یی ډیرپرمختګ کړی دي،خبرزیاته وی چی ایراني ایټمی پروګرام اوس دی ته نژدی شوی دی چی ترځمکه لاندی ایټمی پروګرام ددی توان لري چی په زرګونو ...

نور ولوله »

جانان موسی زی: د قطر دفتر پرانیستلو لپاره د افغان حکومت موافقه ضروري ده

نن ټکی آسیا: د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي چي په قطر کې د طالبانو لپاره د دفتر پرانیستلو تر مخه باید د قطر هیواد او افغانستان تر منځ خبری وشي، او د افغانستان د موافقې پرته باید طالبانو ته د دفتر پرانستلو اجازه ور نکړل شي. دغه خبري نن د بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسی زی ...

نور ولوله »

په زرګونو لاریون کونکو دسوریی سفارت تربرید لاندی راوستي

(نن ټکی اسیا فبرور۲۰۱۲/۱۸) تیره ورځ په زرګونو مصري وګړو ددغه هیواد په پلازمینه قاهره کی دجمعي له لمانځه څخه ورووسته په پراخ لاریون اواحتجاج لاس پوري کړ، له سیمي څخه خبري رسنیوخبرورکړی دی چی لاریون کونکو دسوریی هیواد دوګړو په حمایت او ددغه هیواد دحکومت په ضدشعارونه ورکول.

نور ولوله »

کابل: د ایساف یوه هلیکوپتر الوتکه را غورځیدلې

نن ټکی آسیا: د کابل ولایت په سروبي ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو یوه هلیکوپتر الوتکه را غورځیدلې.د سروبي ولسوال حضرت محمد حقبین رسنیو ته ویلي چي نن سهار ناوخته د کابل او لغمان ولایتونو په پوله د سروبي ولسوالۍ د ازبین په سیمه کې د انګورتاک په کلي کې دغه هلیکوپتر الوتکه را غورځېده، چي له کبله یې د ...

نور ولوله »

دیخنۍ او اورښت له کبله ۱۵ تنو ته مرګ ژوبله رسیدلې

نن ټکی آسیا: د هلمند په ولایت کې د زیاتو اورښتونو له امله د یوه کور د نړیدلو وروسته دوه تنه مړه او درې نور ټپیان شوي دي.د هلمند ولایت څخه چارواکي خبر ورکوی چي تیره شپه د لښکرګاه د ښار اړوند د صافیان په سیمه کې د زیات اورښت له کبله د یوه کور چت پریوتلی، چي په کښي ...

نور ولوله »

د وتلو وروسته به هم افغانستان د امریکا اقتصاد زبیښي

نن ټکی آسیا: د امریکا د وزارت دفاع څخه یو مسئول کس رسینو ته ویلي چي د افغانستان څخه د امریکا د جګړییز ځواکونو د ایستلو وروسته به هم امریکا مجبوره وي چي په افغانستان کې په زیاته اندازه پيسې ولګوي. ټاکل شوې چي امریکایان به خپل جګړییز ځواکونه د افغانستان څخه په ۲۰۱۴ میلادي کال کي باسي، او د ...

نور ولوله »

کراچۍ : دعبدالله شاه غازي الوزول شوی مزاربياجوړېږي

دپاکستان دسيندايالت والي ډاکټرعشرالعبادوويل چې دصوفي عبدالله شاه غازي مزارديوې خصوصي مؤسسې په هکاري يوځل بياجوړوي. عشرت العباد داخبره دعبدالله شاه غازي دمزاردليدني په مهال وکړه، نوموړي وويل چې موږغواړودصوفي حضراتومقبرې ترډېره روغي پاتي شي اوزيارت کونکي يې زيارت کولوته دوام ورکړي. دنوموړي په وينادعبدالله شاه غازي دزيارت په جوړولوبه ياده موسسه نژدې ۴۰۰ ميليونه کلداري ( ۴.۴ ميليونه ډالر ...

نور ولوله »

په سوریا کې د ایراني امنیتي سلاکارانو په شتون کې تر ۸۰۰۰ زیات کسان وژل شوی

نن ټکی آسیا: تیره ورځ په سوریا کې ۷۰ تنه ووژل شول، او د سوریې د حقوق بشر ټولني ویلي چي په دغه هیواد کې د پاڅون د پیل څخه تر اوسه تر ۸۰۰۰ زیات خلګ وژل شوي دي. د بلي خوا د سوریې د حکومت څخه د یو جلا شوي افسر له خولې ویل شوي چي د سوریې په ...

نور ولوله »

دافغان ولس لپاره د سعودي مرستندويه كميټۍ په (۲۰۰) بېوزلو كورنيو مرستې وويشلې

نوموړې مرستې  چې په(۶۰۰) كمپلو او (۲۰۰) ترپالونو مشتملې وې د پختونخوا ايالت په جهندا- صوابۍ سيمه كې توزيع  شوې. د دغه مرستو د ويش پر مهال د افغانانو لپاره د سعودي مرستندويه ټولنې (SRCA) د عامه علاقاتو د څانګې مشر محترم حاجي عبدالله خان او ورسره ټيم ګډون درلود.

نور ولوله »

دتایلنډ حکومت اسرائیلی ډیپلوماټانوباندي دبرید په توردري تنه ایرانیان ونیول

  (نن ټکی اسیا فبروري ۲۰۱۲/۱۶) دتایلنډ حکومت یوه لوړ رتبه چارواکی خبرورکړی دی چی په بنکوک اومالیزیاکی نیول شویو ایرانیانو خوښتو دغو هیوادونوکی اسرئیلي ډیپلوماټان تربرید لاندی راولي.له بله لوري په تایلنډ کی اسرائیلي سفیرهم دیوي غونډي بروخت وویل، کوم شواهد چی دچاودني له ځایه څخه ترلاسه شوی دي، داسي بریښي چی دډهلي، جورجیا او تایلنډ چاودني دیوي ډلي ...

نور ولوله »