خبرونه

کوهاټ: په چاودنه کې څلور ماشومان ووژل شوه

نن ټکی آسیا: د خیبر پښتونخوا څخه پولیسو ویلي چې نن د کوهاټ په سیمه کې یوه زړه مرمۍ وچاودېدله چې له امله یې نیژدې په لوبه اخته 4 ماشومان ووژل شوه. یو حکومتي جګ بوړي چارواکي خالد خان عمرزي ویلي چې مالوميږي دا یو حادثاتي چاودنه وه.

نور ولوله »

بانکي مون د امریکايي پادرې له خوا قرآن کریم سوځول وغندل

نن ټکی آسیا: د امم متحده سرمنشي بانکي د اسلامي کانفرانس د غړو هیوادو د سفارتکارانو سره په غونډه کې ویلي چې د قرآن کریم سوځول د امم متحده هغه هڅو ته زیان رسولی چې غواړي په نړی کې د ادیانو تر منځ صبر، تحمل، او یو بل منلو او قدروني ته لاره همواره کړی. نومړي وویل چې د اسلامي ...

نور ولوله »

په بلوچستان کې د ناټو د تیلو دوه ټانکران وسوځول شوه

نن ټکی آسیا:نن سهار وختي د بلوچستان په دادړ سیمه کې ناټو ته تېل وړونکي دوه ټانکران د نامعلومو وسلوالو له خوا وسوځول شوه. د سیمي څخه امنیتي سرچینو (لیویز) ویلي چې په پيښه کې موټر چلوونکو ته کوم زیان نه دی رسیدلی، او دا چي برید کوونکي په تیښته بریالي سول.

نور ولوله »

د جلال اباد هوايي ډګر یو ځل بیا د طالبانو تر برید لاندي راغلی

نن ټکی آسیا: طالبانو تېره شپه پر دولس بجو د جلال اباد پر هوايي ډګر برید پیل کړی، او طالبانو په وینا په دغه برید کې یې لږ تر لږه پنځه بهرني سرتیري وژل شوي دي، او د بهرنیانو په ځوابي عملیاتو اوبمباریو کې 3 تنه طالبان وژل شوي دي. د بلي خوا د ننګرهار امنیه قوماندان علیشاه پکتیاوال، او ...

نور ولوله »

بهرنيانو د سرپل په ولايت کې شپږ تنه ملکي وګړي مړه او څلور ژوندي ونيول

تيره شپه بهرنيو قواوو د افغانستان په شمالي ولايت سرپل کې د يو لړ شپينيو عملياتو په ترڅ کې شپږ (6) تنه ملکي وګړي مړه او څلور (4) نور بنديان کړل. د تفصيلاتو سره سم تيره شپه يو شمير بهرنۍ قواوې په ناڅاپي توګه په هليکوپترو کې د يو شمالي ولايت سرپل د (صياد) ولسوالۍ ته ورسيدې او هلته يې ...

نور ولوله »

په کابل کې محصلينو د قرانکريم د سوځولو په غبرګون لاريون وکړ

  سلګونه محصلينو په کابل کې د لاريون په ترڅ کې د امريکايي پادري، چې قران کريم يې سوځولى د محاکمې غوښتنه وکړه او ويل يې، چې د امريکا دولت هم بايد د نړۍ له مسلمانانو بښنه وغواړي. د امريکا په فلوريډا ايالت کې تېره مياشت يوه عيسوي پادري د قران کريم يوه نسخه وسوځوله، چې په غبرګون کې يې ...

نور ولوله »

په لغمان کې د قرآن کریم د سوځېدو په ضد پراخې مظاهرې وسولې

نن ټکی آسیا: نن د لغمان په ولایت کې هم په زرګونو کسانو د قرآن کریم د سوځول کېدو په ضد مظاهره وکړه.. د تفصیلاتو سره سم نن غرمه د په زرګونو کسانو د لغمان ولایت د علینګار ولسوالۍ څخه د مهترلام په لور مظاهره پېل کړه، تر څو د امریکايي پادرې له خوا د قرآن بې حرمتي وغندي، مګر ...

نور ولوله »

اټالیی دلیبیا حکومت مخالفه ډله په رسمیت وپیژندله

نن ټکی اسیامارچ ۲۰۱۱/۰۴) داټالیی هیواد له قذافي څخه مخ واړاوو او دحکومت مخالفه ډله یی په رسمیت وپیژندله، داټالیی هیواد زیاته کړه، هغه وړاندیزونه چي په اتین کي دقذافي له لخوا د رالیږل شوي پلاوي له لوري وړاندي شویدي اعتبارنلري اود منلو وړندي،داټآلیی دبهرنیو چارو وزیر فرانکو فراټیني دلیبیا دولسمشر قذافي له لوري دټولو وړاندیزونو مخالفت وکړ، اودلیبیا دمخالف ...

نور ولوله »

د طالبانو په برید کې یو تن د اربکیو قوماندان د خپلو دوو ساتونکو سره ووژل شو

نن ټکی آسیا: نن مازیګر د هرات د شینډنډ ولسوالۍ د- پرمکان- په سیمه کې وسلوالو طالبانو د اربکیو یو تن قوماندن – میرکی- د یوه زون او ساتونکي سره ووژلو. برید کوونکي چې په موټر سایکل راغلي وه، د پيښي له ځایه څخه په بریالیتوب وتښتېده.. په برید کې دوه تنه اربکیان نور ټپيان شوي دي.

نور ولوله »

خیبرپښتونخوا: کوزدیر کي دبس اډی ته څیرمه بمي چاودني پنځه کسه ووژل

نن ټکی اسیا اپریل ۲۰۱۱/۰۴) کوز دیر کي دبس اډی ته څیرمه بمي چاودنه وشوه، چاودنه کي پنځه کسه وژل شوي او په لسګونو نور ژوبل شویدي، ژوبل کسان نژدي روغتونونو ته لیږدول شویدي، په سیمه کي امنیتي چارواکو دچاودني پخلی کړيدي، خو تراوسه پوري مالومه نده چي چاودنه دچا لخوا اوولي ترسره شویده بخت الرحمن بخت ………………… نن ټکی ...

نور ولوله »