خبرونه

لاس انجلس ټایمز: دشوراب په برید کې 6 جنګي جیت او دوه نورې طیارې تباه شوي دي

امریکایي ورځپاڼې لاس انجلس ټایمزپه خپله نننۍ ګڼه کې دشوراب دفدایي عملیاتو په اړه راپور خپور کړی او ویلي یي دي چې دطالبانو په دې ستر برید کې دایساف 6  جیټ او دوه نورې عادي طیارې له منځه تللي دي ، دغه راز دې ورځپاڼې منلې چې  په یاد برید کې دناټو 3  دپیټرولو ذخیرې له منځه سوزیدلي او د ...

نور ولوله »

هلمند: سیمه ایز پولیس 2 بهرني عسکر وژلي، 3 ټپيان دي

نن ټکی آسیا: په هلمند ولایت کې سیمه ایز پولیس دوه تنه بهرني عسکر وژلي، او درې یې نور ټپيان کړي دي. د ایساف د مطبوعاتي دفتر څخه خپره شوې خبرپاڼه وايي چي د بهرنیو ځواکونو په جوابي ډزو کې د سیمه ایز پولیس دغه عسکر هم وژل شوی دی. تر اوسه معلومه نه ده چي د کوم هیواد عسکر ...

نور ولوله »

استرالیا : دامریکایي توهین آمیزه فیلم په خلاف درنې مظاهرې رواني دي

نن ټکی اسیا / شنبه ۲۰۱۲/۹/۱۵ / داسترالیا له پلازمینې سدني ښار څخه راپورونه وایي چې د شنبې په ورځ دامریکا په خلاف درنې مظاهرې راوتلي دي ، چې پولیسو ته په کې تلفات هم اوښتي . رویټر خبري اژانس وایي  چې دشنبې په ورځ داسترالیا په ترټولو ستر ښار سیډني کې په سلګونو کسان سرکونو ته راووتل او غوښتل ...

نور ولوله »

عاجل خبر: هلمند کې دښوراب پرپوځي اډه ډلیز سرښندونکی برید،دشهزاده هري ناڅرګندبرخلیک

دطالبانو سرچینو ویلی دهلمند په ولایت کې یې دبهرنیو ځواکونوپر لوي پوځي مرکز ډلیز سرښندونکی برید ترسره کړي ،ګڼ شمیر بهرنیان یې مړه او ژوبل کړی. دطالبانو ویاند قاری محمد یوسف احمدي ویلي برید چې دشپي ناوخته ترسره شو پکې لسګونو سرښندونکي مجاهدینو برخه درلوده ،نوموړي زیاتوي فدایان چې په درنو او سپکو وسلو سمبال وو له خپل پلان شوي ...

نور ولوله »

د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه دامریکا ضد مظاهرو وروستی حال

په مصر کې نن هم دامریکایي توهین فلم دخپریدو له امله دامریکا په خلاف توندې مظاهرې روانې وې ، سره له دې چې اخوان المسلمین ګوند دسراسري مظاهرو کړی  اعلان دجمعې په سهار بیرته واخیست ، خو بیا هم په تحریر میدان کې او دامریکا سفارت ته  دتلونکو واټونو په شاخوا کې په زرهاوو خلکو لاریونونه  وکړل ، مظاهره کوونکو ...

نور ولوله »

“بریتانیا په هلمند کې ۵۲ پوځي اډې تخلیه کړي دي”

د برتانیا د دفاع وزیر (فلیپ هامند) وايي چې د دوی پوځي قومندانان تصمیم لري له وخته مخکې خپل پوځونه له افغانستان څخه وباسي. نوموړی زیاتوي چې په افغانستان کې د میشت بریتانوي پوځ په نظر کې ښکاره بدلون راغلی، دده په وینا شپږ میاشتې مخکې بریتانوي قومندانان په دې نظر ول چې په افغانستان کې به تر اوږدې مودې ...

نور ولوله »

دتیري جونز فلم دامریکا په خلاف نړیوال قهر راپارولی

په صنعا کې امریکایي سفارت دمظاهرچیانو تربرید لاندې دامریکایي پادري تیري جونز هغه فلم چې اسلام او پیغمبر صلی الله علیه وسلم ته یې په کې سپکاوی کړی دی ، په ډیرو اسلامي ممالکو کې دامریکا په خلاف سخت ولسي احساسات راپارولي دي . تیره ورځ په لیبیا کې  معترضینو امریکایي سفیر او دهغه دری تنه نور همکاران په خورا ...

نور ولوله »

بلوچستان : مخ پټو وسلوالو لس تنه کارګر په ډزو ووژل

دپاکستان دبلوچستان ایالت په مستونګ سیمه کې نن مخ پټو  وسلوالو لس  تنه  کارګر په ډزو وژلي او څلور نوریې ټپیان کړي دي . درسنیزو معلوماتو له مخې کارګرو دمستونګ سیمې په دشت سیمه کې په سرک کار کاوو ، چې دناپیژاندو  وسلوالو له برید سره مخامخ شول ، دکارګرو په وینا وسلوالو لومړی پښتانه او بلوڅ کارګر سره جلا ...

نور ولوله »

طالبانو دامریکايي سینما لخوا دحضرت محمدصلی الله علیه وسلم توهین په کلکه محکوم کړ

دامریکا دیوې سینما له خوا یو فلم خپور شو چې داسلام دستر پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم توهین او سپکاوي په کې شوې دامریکايی سینما دچارواکو دې کرغیړن او اسلام ضد عمل دنړۍ دمسلمانانو احساسات ځپلي او سخت پاریدلي او داعمل یې په کلکه غندلی ،په ډیروعربی هیوادونو کې سترې مظاهرې ترسره شوې،دنورو دولتونوترڅنګ طالبانو هم ددې ناوړه ...

نور ولوله »

نیویارک ټایمز : په غزني کې پاڅون نامی خوځښت اسدالله خالد تمویلوي

نیویارک ټایمز امریکایي  ورځپاڼې په خپله یوه وروستۍ ګڼه کې ویلي ، چې په غزني کې  دپاڅون په نامه دپيل شوي خوځښت په اړه دا باور بې ځایه دی ، چې ګډونوال یې بې پرې ولسي خلک دي او په خپلو امکاناتو دطالبانو په وړاندې مبارزه په مخ وړي . ورځپاڼې په یوه اوږده لیکنه کې چې ډيره برخه یې ...

نور ولوله »