خبرونه

سپینی ماڼي داباما دزوکړی سند ولس ته ښکاره کړ

(نن ټکی اسیا اپریل ۲۰۱۱/۲۷) نیویارک: سپیني ماڼي د دوشنبي په ورځ داباما د زوکړي په اړه یو تفصیلي سند جاري کړ ترڅو وکړاي شي دحکومت دمخالف  (ریپبلیکن ګوند) دهغو ګنګوسو مخه ونیسی چي وایی اباما دامریکا څخه بهر کوم بل هیواد کي پیدا شوی دي، اباما نن غوښتو ترڅو دراتلونکو ټاکنو لپاره د ریپبلیکن ګوند له لوري کاندید کیدونکي ...

نور ولوله »

د کابل په هوايي قول اردو کې نه کسه بهرني سرتېري وژل شوي

نن ټکی آسیا: د کابل په هوايي قول اردو کي د یو افغان سرتیري له خوا شپږ تنه بهرني عسکر ووژل شوه. په کابل کي د ایساف مطبوعاتي دفتر نن د یوې خبر پاڼي په خپرولو سره وویل چي نن په کابل کي د ډزو په یوه پيښه کي د ایساف ۶ تنه عسکرو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

نور ولوله »

افغاني ځواکونو یوه پاکستاني سرحدي پوسته ترډزو لاندي راوسته

(نن ټکی اسیا اپریل ۲۰۱۱/۲۷) پیښور: نن ورځ د ۳ بجو په شا وخوا کی دناټو او افغان ځواکونو ګډو قواوو دسویلي وزیرستان وانګور اډی ته څیرمه دپاکستاني فوځیانو یوه سرحدي پوسته تربرید لاندی راوسته، چي وروسته دپاکستاني ځواکونو له لوری هم ورباندي جوابي ډزي وشوي،

نور ولوله »

كابل: په فوځي هوايي ډګر باندي وسله وال برید شوی

نن ټکی اسیا: نن غرمه د کابل په ښار کي پر فوځي هوايي ډګر باندي برید وشو، چي له کبله یي مرګ ژوبله اوښتې. د تفصیلاتو سره سم د کابل امنیه قوماندنۍ یو تن مسؤول ویلي چي نن غرمه په سیمه ایز وخت د یوولس نیمو بجو په شا او خوا کي د کابل په ښار کي پر فوځي هوايي ...

نور ولوله »

ننګرهار: ناټو ته تیل وړونکي دوه ټانکران له منځه تللي

نن ټکی آسیا: د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد کي د ناټو یوه ټانکر کي چاودنه وشوله، چي له کبله یي ټانکر اور واخیست، او شا او خوا دکانونو هم اور ورسره واخیست. د ننګرهار د والي ویاند احمد ضیاء وویل چي نن سهار په سیمه ایز وخت اوه نیمو بجو به شا او خوا کي د تورخم او ...

نور ولوله »

پاکستانی فوځ په پټه خوله پرفوځ او (ISI) باندي دامریکني چارواکو ګذار وغندي

(نن ټکی اسیا اریل ۲۰۱۱/۲۷) اسلام اباد: تیره ورځ به اسلام اباد کی د پاکستاني فوځ دځمکني، هوایی اوسمندري قواوو مشرانو او د پاکستان دڅارګري اداري دمشر جنرل شجاع باشاه په شمول یوه غونډه درلوده، په غوڼده کي څلورو سره مشرانو په دي اخیرو کي دامریکایانو له لوري پرپاکستاني فوځ اوڅارګره اداره باندي نیوکه وغندلي او دغونډي ټولو برخه والو ...

نور ولوله »

طالبانو له زندانه دخلاص شویو بندیانود بیرته نیولوخبره رد کړه

دتیرې دوشنبې په ورځ دطالبانو د۳۶۰ متره تونل په کیندولو سره دکندهار له مرکزي زندان نه خپل ۵۴۱ تنه بندیان خوشي کړل ، دکندهار امنیتي چارواکو هغه مهال پیښه تاید کړه خو تیره ورځ کندهار والي توریالي ویسا رسنیو ته وویل چی دخوشي شویو بندیانو له جملې نه یې ۷۱ تنه بیرته نیولي ،طالبانو دیوې اعلامیې په خپرولو سره دکندهار ...

نور ولوله »

په جلال اباد کی یو اکمالاتي موټر او یو ټانګ په اور سوځیدلي

نن ټکی آسیا: په جلال اباد کي د بهرنیو ځواکونو یو ټانک او یو اکمالاتي موټر په اور سوځېدلی دی. دغه پيښه چي نن له غرمې وروسته د دریو بجو په شا او خوا د جلال اباد ښار سوېل ته د رينګ روډ د شمشاد مېني په سیمه کي را مځته شوه، په اړه يي عیني شاهدان وايي چي د ...

نور ولوله »

بهرنيو ځواکونو د القاعده د دوو مشرانو د وژلو ادعا کړې ده

نن ټکی آسیا: د ایساف مطبوعاتي دفتر نن خبر ورکړی چي د افغانستان په ختیځ ولایت کونر کې د افغانستان لپاره د القاعده شبکې یو جګ پوړی مرستیال په بمباری کی له منځه وړی. ایساف ادعا وکړه چي دغه عملیات يي د نومړي په ضد د روان میلادي میاشت په ۱۳مه نیټه تر سره کړې وه..

نور ولوله »

د پکتیا والي د چاودني څخه روغ رمټ ووتی

نن ټکی آسیا: نن د پکتيا په مرکز ګرديز کې د والي د موترو د تيريدو پر مهال د چاودنې له کبله د والي د 3 تنو ساتونکو په ګډون څلور 4 تنه ټپيان شوه, خو والي ته کوم ډول زيان ونه رسيد . د پکتیا والي رسینو ته وویل چي نن سهار د هغه د موټر د تیریدو په ...

نور ولوله »