خبرونه

په قطرکی دطالبانو ددفتر په اړه راسره مالومات نشته ( ملاسلام ضعیف)

(نن ټکي اسیا دسمبر۲۰۱۱/۱۵) په اسلام اباد کی دطالبانو دحکومت پخواني سفیر ملاعبدالسلام ضعیف ویلي دی چي په قطر کی دطالبانو دنمایندګي یادفترپه اړه ورسره مالومات نشته، که څه هم رسنیو خبرونه نشر کړی چی نژدی راتلونکي کی به ملاعبدالسلام ضعیف په قطرکی دطالبانو دنمایندګي چاري سبمال کړی، خو نوموړي وایی چی په دي اړی ورسره هیڅ مالومات نشته.

نور ولوله »

افغاني علماء: د لويي جرګې پریکړي غیر اسلامي او غیر شرعي دي

نن ټکی آسیا: د پاکستان په پښتونخوا ایالت کې میشتو یو شمېر افغاني مشهور علماؤ او مشایخو په افغانستان کې د وروستۍ لويي جرګې په اړه یوه غونډه کړې او د دغي جرګې ټولي پریکړي يې غیر شرعي او غیر اسلامي بللي دي. هغوی په دې اړه یوه پریکړه لیک هم رسنیو ته لیږلی چي د ګڼ شمېر مشهورو علماؤ ...

نور ولوله »

هرات: په چاودنه کې د امنیتي شرکت دوه تنه ساتونکي مړه او دوه نور ټپیان شول

نن ټکی آسیا: د هرات ولایت د شینډنډ په ولسوالۍ کې د ماین چاودني له کبله د بهرنیو ځواکونو د اکمالاتي کاروان دوه تنه ساتونکي مړه او دوه نور ټپیان شول. ویل کیږي چي دغه وژل شوي کسان د اریا امنیتي شرکت کارکونکي وه، چي د شینډنډ ولسوالۍ اړوند د شوز په سیمه کې يې د سپرلۍ پر موټر ماین ...

نور ولوله »

بادغیس: چارواکي وايي ۲۷۵ تنه مخالفین د سولي د پروسې سره یو ځای شوي

نن ټکی آسیا: د افغانستان په لویدیځ کې چارواکي وايي چي نن د یولسو تنو قوماندانانو په ګډون دوه سوه او پنځه اویا تنه مخالفین د سولي د پروسې سره یو ځای شول. د بادغیس ولایت مرستیال والي عبد الغنی صابري په دې اړه وویل چي نن د ددې ولایت په مرکز قلعه نو کې په څو ګروپونو ویشل شوي ...

نور ولوله »

دنادولتي موسيسې شپږ تنه کارکوونکي وتښتول سوه

نامعلومه وسله والودپښين له سرحدي سيمې کوټ برشورديوه نادولتي اورګان بي آراېس پي شپږتنه کارکوونکي تښتولي دي . پېښه هغه مهال رامينځته سوه، چي کله دموسيسې کارکوونکي مقبول احمد، بشيراحمد، الطاف، مجيب الرحمن، نعمت الله اوداؤدشاه دکارځاي ته په موټرکي روان وو، چي نامعلومه وسله والوددوي موټرودرولی اودوي يې له موټرسره وتښتول .

نور ولوله »

دفلسطینی ډبرو ویشتونکو ماشامانو وژل جواز لري( یهودي عالمان)

(نن ټکی اسیا دیسمبر۲۰۱۱/۱۴) دجارالسلام پوسټ په نامه سره اسراییلي ورځپاڼی خبرخپورکړی دي، وایی اسراییلي یهودي مشرانو داسراییلو له نوموړي وزیر او دفوځ له لوی درستیز څخه غوښتنه کړی ده چی ځواکونو او اسراییلي فولیسو ته اجازه وکړي چی پرهغو اسراییلو ځوانانو اوهلکانو باندی مخامخ ډزي وکړي او ویی وژنی کوم چی دلاریونونو او مظاهرو پروخت پراسراییلي عسکرو دډبرو وارونه ...

نور ولوله »

عمر داودزی د پيښور د ګورنر مسعود کوثر سره دافغانانو په مختلفوستونزو خبرې وکړې

په پاکستان کې دافغانستان اسلامې جمهوریت سفیر محمد عمر داودزی پرون د پيښور د ګورنر مسعود کوثر سره ولیده، په دغه لیدنه کې نومړي د ګورنر سره په مختلفو چارو باندې خبرې وکړې چی پکښې دافغان طالب علمانو د پاره د تعلیمې بورسونو، افغان مهاجر محصلینو د پاره په اعلی تعلیمی ادارو کې خصوصی برخو کې داخل ورکول، د افغان ...

نور ولوله »

هلمند: د خانشین ولسوال د خپلو دوو تنو ساتونکو په ګډون ووژل شو

نن ټکی آسیا: د خانشین ولسوالۍ ولسوال د خپلو دوو تنو ساتونکو سره په یوه چاودنه کي ووژل شو، او درې تنه نور ساتونکي يې ټپیان شول. پيښه نن سهار د خانشین ولسوالۍ اړوند د تاغز حبیب الله خان په سیمه کې هغه مهال را منځته شول، کله چي ولسوال مسعود بلوچ د خپلو ساتونکو سره د دیشو ولسوالۍ څخه ...

نور ولوله »

غزني: د بهرنیانو په ډزو یوه پيغله انجلۍ ووژل شول

نن ټکی آسیا: تیره ورځ د بهرنیو عسکرو په ډزو دغزني ولایت په ده یک ولسوالۍ کې یوه پیغله انجلۍ ووژل شول. پیښه هغه مهال را منځته شول، کله چي د بهرنیانو پر یوه عراده موټر ماین وچاودېد، او هغه ویجاړ شو. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد او دسیمي اوسیدونکو هم د پيښي تصدیق کړی، او زیاته کړې چي ...

نور ولوله »

دامریکاددفاع وزیر په پټه اوناڅاپي توګه کابل ته ورسید

 دامریکاددفاع وزیر لیون بانټیاپه داسي حال کي کابل ته په دوه ورځني سفر تللي چي کابل ته تر رارسیدوپوري یي له سفرځخه هیڅوک هم  خبر نه وو ،   لکه څرنګه چي امریکایان اوغربي متحدین یي راتلونکي کال په پام کي لري چي دخپلوعسکرو ډيرشمیرله افغانستان ځخه وباسي نودهمدي پلان په تعقیب د امریکا ددفاع وزیر نن کابل ته ورسید، چي  ...

نور ولوله »