خبرونه

نامالومو وسلوالو دخروټ اباد دپیښي طبي څیړونکي ډاکټرباقرشاه وواژه

(نن ټکی اسیا دیسمبر۲۰۱۱/۲۹) کوټه: یوي پاکستانی انګریزي ورځپاڼي ډان نیوز خبر خپور کړ ی دی، چي ډاکټرباقرشاه دکوټی ښار شمال لورته سبزل سړک باندي دنامالومو وسلوالو له لوري په ډزو سره ووژل شو. ډاکټر باقرشاه دهغي پیښي طبي څیړونکی وو کوم چي روان کال دمی دمیاشتي پراولسمه نیټه دکوټي په خروټ اباد سیمه کی رامنځ ته شوی وه چیري  ...

نور ولوله »

چین: پولیسو دهیواد په لویدیڅ کی اوه مسلمان وسلوال ووژل

نن ټکی اسیا دیسمبر۲۰۱۱/۲۹) پولیسو دهیواد په لویدیځ کي له منځنی اسیا سره پرپوله باندی دشپی لخوا دوسلوالو پریوه پټ ځای باندی دبرید له امله اوه وسلوال وژلی دي. دچین یوه رسمي خبري رسني خبرورکړی دی چی وسلوال هغه وخت دپولیسو له لوري په ډزو سره ووژل شول کله چی پولیسو تیره شپه ناوخته دهوټان له ښارګوټي سره څیرمه دوسلوالو ...

نور ولوله »

بمی چاودني افغاني پولیسوته مرګ ژوبله واړوله

(نن ټکی اسیا دیسمبر۲۰۱۱/۲۹) کندهار: دافغانستان په جنوب کی دطالبانو له لوري دیوه خښ کړل شوی بم دچاودیدو له امله لس پولیس وژل شوی دي، راپورکی راغلي چی پولیسو د هلمندولایت دنادعلی ولسوالي کی دپولیسو ددندو دترلاسه کولو له مرکز څخه دکورونه په لور موټر کی سفرکاوو چی دبم له چاودني سره مخ شول.

نور ولوله »

CNN ! دایساف دوه سرتیري ووژل شول

دCNN  ټلویزوني  چينل دایساف دمنابعوپه حواله خبرورکوي چي نن پنجشنبه سهار ، دافغانستان په ختيځه  برخه کي دوه بهرني عسکر ووژل شول . په خبرکي ویل شي چي پیښه هغه وخت رامنځ ته شوه چي کله دمللي اردوپه جامه کي یوه تن مخامخ پربهرنیوعسکرو ډزې وکړي چي په نتیجه کې یي دایساف دوه تنه سرتیري ووژل شول .

نور ولوله »

جرمني: محکمي په ښکاره ډول زدکونکي د لمانځه له اداکولو څخه منع کړ

(نن ټکی اسیا دیسمبر۲۰۱۱/۲۸) یوي جرمني محکمي په ښونځي کی زدکونکي په ښکاره ډول له لمانځه اداکولوڅخه منع کړ. یوی امریکایی رسني ټایم مجلی خبرخپور کړي دی چی دجرمني هیواد دیوی محکمي له لوري په دغه حکم سره چی مسلمان زدکونکی نشي کولای په ښوونځی یا لیسه کی په عامه توګه لمونځ اداکړي، دابه دمسلمانوزدکونکو هغه مبارزي ته دپای ټکی ...

نور ولوله »

ډیرژرده چی سعودي به په سیمه کی ترټولو ځواکمن هوایی ځواک ولري

(نن ټکی اسیا دیسمبر۲۰۱۱/۲۸) ریاض: دسعودي عرب په پلازمینه ریاض کی د برطانیی ددفاع وزیر فلیپ هامونډ دیوی خبري غونډي پروخت خبریالانو ته وویل، په دي ورستیو کی دسعودي عرب هیواد په عسکري ډګر کی ډیرپرمختګونه کړی دي، اونژدی ده چی دسعودي عرب هوایی ځواک به په سیمه کی دیو بی ساري ځواک په توګه راښکاره شی.

نور ولوله »

دناټودرې سرتیري ووژل شول

 په افغانستانوکي دبهرنیوعسکرودایتلاف ناټو منابع وايی چي، دافغانستان په لویدیځه برخه کي یی درې سرتیري وژل شوي دي . په خبرکي ویل شي چي دوژل شويوعسکرو مړینه دسړک دغاړي دیوه ښخ شوي  ماین دچاودلوپه نتیجه کي رامنځ ته شوي ده .خوورسره دتل په څېر دوژل شویوعسکرو هویت اودپیښې دقیق ځاي نه دي ښودل شوي.

نور ولوله »

پیښور: وسلوالوکسانو دپاکستاني څارګري اداري یولوړرتبه افسروواژه

(نن ټکی اسیادیسمبر۲۰۱۱/۲۸) نامالومو کسانو دپیښور دڅارګري اداري مرستیال مشر هغه وخت په ډزو سره وواژه کله چی نوموړي خپل موټردسړک له څنډی سره تم کړ اوخپله موټرته څیرمه ودریدی. پيښور ښاردپولیسو یوه چارواکي امتیاز الطاف رسنیو ته ویلي چی دپیښور دڅارګري اداری مرستیال مشر سراج الدین کوهاټ سړک باندی خپل موټرته څیرمه ولاړ وو، چي دنامالومو موټرسایکل سورو له ...

نور ولوله »

د کابل-کندهار د سړک ساتنې او د پلونو د رغاونې لپاره ګډ ولايتي پروګرام پيل شو

د ميدان وردګو والي محمد حلیم فدایي  او د غزني  ولایت والي موسی خان اکبرزاده  دغزني په ولایت کې دیو ګډ مطبوعاتي  کنفرانس په ترڅ کې د ميدان وردګو  او غزني  تر منځ د سړک ساتنې، د پلونو د رغاونې او دواړو ولایتونو ترمنځ دزیات بار وړونکو موټرو دڅارنې میکانیزم  او دمتخلفینو دنیولو په اړه د ګډ ولايتي پروګرام پيلیدو ...

نور ولوله »

د حبیب په عالي ليسه کې د مدیر ورځ ولمانځل شوه

نن د حبیب  په عالي ليسه کې ديوې غونډې په ترڅ کې دمدیر  ورځ ولمانځل شوه. دغه غونډه نن د سهار په ۱۰ بجو  د قرانکريم په تلاوت سره پيل شوه او دهغه وروسته د  حبیب   عالی ليسې دزده کوونکو له خوا د افغانستان ملی ترانه واورول شول  . غونډې ته د نوموړى لېسې نور حبیب  پرانستې وينا وکړه او ...

نور ولوله »