خبرونه

امریکايي استخبارات: داعش تر سوریې وروسته افغانستان ته رامخه کړې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۱غويی، ۱۳۹۸ل):وروسته له هغه چې اسلامي دولت ډله یا «داعش» په سوریه او عراق کې د کرد وسلوالو او ایتلافي ځواکونو له لوري وځپل شوه، د امریکا د څارګرې ادارې چارواکي وايي؛ اوس داعش افغانستان ته رامخه کړې. عرب نیوز د یوه امریکایي چارواکي له خولې لیکي «په سوریه او عراق کې تر یوه خونړۍ دوران ...

نور ولوله »

طالبانو له امریکا سره د نوي پړاو مذاکراتو د پیل خبر ورکړ

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۱غويی، ۱۳۹۸ل):طالبان وايي؛ نن ورځ له امریکا سره په دوحه کې د شپږم پړاو پړاو مذاکراتو پیل کوي. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په دې اړه په خپل ټویټر لیکلي « نن چهارشنبه د میلادي میاشتې (می) په لومړۍ نیټه به په دوحه کې د اسلامي امارت د مذاکراتي ټیم او امریکایانو ترمنځ د مذاکراتو ...

نور ولوله »

امریکا: ښوونځي کې د ډزو له امله ۶ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه،۱۱غویی، ۱۳۹۸ل): د امریکا د شمالي ایالت کارولینا په یوه پوهنتون کې یو تن وسلوال پرون ناوخته ناتار ډزي کړي چې په ترڅ کې یې ۲ تنه وژلي او ۶ نور یې ټپیان کړي دي. امنیتي چارواکو ویلي چې د مرګ ژوبلې د زیاتیدو ویره نوره هم پرځای ده، بلخوا د بیړنیو روغتیایی خدماتو ادارې ویلي چې ...

نور ولوله »

ننګرهار؛ ګډو ځواکونو د مېرمنو په ګډون نهو تنو ته مرګ‌ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۰غويی، ۱۳۹۸ل): د ننګرهار ولایت په خوږياڼو ولسوالۍ کې بهرنيو ځواکونو د افغان ځواکونو په ملتیا پر ملکي کورونو چاپې وهلې او د دوو مېرمنو په ګډون يې نهو تنو ته مرګ‌ژوبله اړولې ده. ځايي سرچینې وايي پېښه د دې ولسوالۍ په زاوه سیمه کې شوې ده چې اوه تنه يې وژلي او دوه مېرمنې ...

نور ولوله »

لویه جرګه؛ تحریموونکو د سیاف بلنه رد کړه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۰غويی، ۱۳۹۸ل): وروسته له هغه چې د لويې جرګې مشرۍ د غونډې په منځ کې عبدرب الرسول سیاف ته ور له غاړې شوه، هغه د غونډې پر تحریموونکو په تېره بیا اجراییه رییس غږ وکړ چې د جرګې په وروستۍ غونډه کې برخه واخلي. د سیاف په وینا ځينې «کوچني نزاکتونه» شته چې دا خلک ...

نور ولوله »

اسماعیل خان: که جرګه د اشرف غني د واک پر دوام ټینګار وکړي، سولې ته نه رسېږو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۰غويی، ۱۳۹۸ل): د جمعیت اسلامي د رهبري شورا غړی او د تېر جهاد یو قومندان محمد اسماعیل خان وايي، که مشورتي لویه جرګه د اشرف غني د نامشروع واک پر دوام ټینګار وکړي، نو سولې ته رسېدل به سخت کړي. هغه په هرات کې یوې غونډې ته وویل، د جرګې غړي باید عدالت په پام ...

نور ولوله »

لویه جرګه؛ د اختلافونو له امله ښايي درې ورځې نوره هم وغځول شي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۰غويی، ۱۳۹۸ل): د لويې جرګې سمبالګر کمیسیون وايي، د منشیانو او مرستیالانو د ټاکل کېدو پر سر ناندریو له امله ښايي د جرګې موده درې ورځې نوره هم وغځول شي. د دې کمیسیون ویاند عبدالرشید ایوبي بي بي سي ته ویلي، هڅه کېږي چې نن د کمېټو اداري هئت برابر شي، د جرګې د عمومي ...

نور ولوله »

لویه جرګه؛ تېره ورځ دوه تنه له تالاره وایستل شول، خو په کومه خبره؟ – ویډيو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۰غويی، ۱۳۹۸ل): د مشورتې لويې جرګې په لومړۍ ورځ یو تن نارینه او یوه ښځينه ګډونواله د اشرف غني د عسکرو له لوري په زور له تالاره وایستل شول. دا چې دا کسان ولې او په کومه خبره له غونډې وایستل شول، پخپله ګل محمد توحیدي چې له غونډې شړل شوی وايي پر اشرف غني ...

نور ولوله »

سوداګرۍ خونه: مشورتي جرګې سوداګرو ته په ميليونونو ډالره زيان اړولی

نن ټکی اسیا (سه شنبه،۱۰غویی، ۱۳۹۸ل): د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسؤولين وايي، په کابل کې د رواني جرګې پخاطر د امنیتي ځواکونو له لوري، کابل ښار ته د ننوتلو ټولي دروازې د تجارتي مالونو پرمخ تړل شوي، چې له کبله یې سوداګرو ته په ميلیونونه ډالره زيان اوښتی دی. کابل کې د سوداګرۍ خوني ویاند جان آقا ...

نور ولوله »

د امریکا د سولې استازی د «سولې» پر مشورتي لویه جرګه خاموش دی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۰غويی، ۱۳۹۸ل): حکومت وايي کابل کې روانه مشورتي لویه جرګه يې د دې لپاره راغوښتې چې د سولې لپاره چوکاټ او «سرې کرښې» مشخصې کړي، خو په دې برخه کې د امریکا متحده ایالاتو ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په دې تړاو چوپه خوله دی. که څه هم وړاندې تر دې خلیلزاد د حکومت مشران پر ...

نور ولوله »