خبرونه

غزني: د وسلو په ډيپو کې چاودني لس تنه عسکر ژوبل کړي

نن ټکی آسیا: د غزني ولایت په مقر ولسوالۍ کې د کورنیو عسکرو په قرار ګاه کې دننه د وسلو په ډیپو کې درنه چاودنه شوې، چې له امله یې د پولیسو په وینا لس تنه سرتیري ژوبل شوي، او د وسلو زیرمتون یې له منځه تللی. د پولیسو په وینا پېښه د ګازو د ډبې د چاودېدو له امله ...

نور ولوله »

لغمان: د بهرنیانو او کورنیو ځواکونو پر یوه ګډه قرار ګاه باندي فدایی برید سوی

نن ټکی آسیا: نن د سهار د لغمان ولایت اړوند د (ګمبیری) په دښته کې د افغاني او بهرني ځواکونو په یوه ګډه قرار ګاه باندي فدايي برید سوی، چې له امله یې ګن شمېر بهرني او افغاني ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې. د پيښي وروسته په پراخه کچه د ملي اردو امبولانسونه لیدل سوي چې د قرار ګاه خواته ...

نور ولوله »

امریکه: سي آی ای پرآی ایس آی باور نه لری، ډرون بریدونه دپاکستان غوښتنه ده

(نیویارک مانیټرینګ سیل، این این آی) امریکني ورځپاڼی وال سټریټ دعوه کړی ده چی داصف علی زرداری حکومت دډرون بریدونو دزیاتوالي اجازه ورکړیده، دپاکستان حکومت له یوه لوری امریکایانو ته د ډرون بریدونو اجازه ورکوي اوله بله لوري له ولس څخه حقیقت پوټوی اوهمیشه به سیمه کی دوه مخي سیاست لوبوي، ورځپاڼي لیکلي دي چي ریمنډ ډیوس په پاکستان کي ...

نور ولوله »

ایران: نړیواله ټولنه باید دبحرین په روان ناورین کي بی طرفه پاتي نه شي

(نن ټکی اسیا اپریل ۲۰۱۱/۱۶) ایران رسما له ملګروملتونو څخه غوښتنه کړیده ترڅو دبحرین په چارو کی مداخله وکړی اودبحرین هیواد دی ته اړکړی ترڅو دولس له ځپلو اووژلو څخه لاس واخلی، تیره ورځ دایران دبهرنیو چارو وزیر علی اکبر صالحي دملګرو ملتونو سرمنشی ښاغلی بانکي مون ته یو لیک استولیدي، او په لیک یی په ښکاره ډول له نوموړي ...

نور ولوله »

بارک اباما، سرکوزي اوډیویډ کیمرون به یوه ګډه اعلامیه کي ویلی چی قذافي باید لیبیا پریږدي

(نن ټکی اسیا اپریل ۲۰۱۱/۱۵) دامریکي، برطانیی اوفرانسی ولسمشرانو یوه ګډه اعلامیه خوره کړیده اوپکي لیکلي یی دي چي دقذافي دموجودیت په صورت کي په لیبیا کي سوله نشي راتلي، دري سره ولسمشرانو دناټوبرګډو هیوادونو باندي غږ کړیدي ترڅو دقذافي په وړاندي له لازیات زور څخه کارواخلی اونوموړی ودي ته اړباسي چي له واک څخه لاس په سرشي ورنه دنوموړي ...

نور ولوله »

عاجل خبر : دکندهار امنیه قومندان په فدایي برید کې ووژل شو

 له کندهاره په تازه ترلاسه شوي خبر کې ویل شوي نن ماسپښین مهال دکندهار ولایت دامنیه قومنداني په ودانۍ کې ددې ولایت په امنیه قومندان خان محمد مجاهد فدايي برید ترسره شو چې له امله نوموړي ځاي پر ځاي ووژل شول، خبر زیاتوي په برید کې دنوموړي څو تنه ساتونکي پولیس هم وژل شوي. طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي رسنیو ...

نور ولوله »

سي آي اې نه غواړي چې په پاکستان کې ډرون بریدونه بس کړي

نن ټکی آسیا: د امریکا څخه یو جګ پوړي چارواکي رسینو ته په دې شرط ویلي چې نوم به یې نه څرګنديږي، چې امریکا او استخباراتي شبکه سی آی ای نه غواړي چې د پاکستان په قبایلي سیمو کې خپل ډرون بریدونه بس کړي. نومړي وویل چې که پاکستان غواړي او که ونه غواړي مونږ به دغه بریدونه جاري وساتو..

نور ولوله »

کراچی: په صدر کې د چایو پر هوټل باندي په برید کې 5 کسو ته مرګ ژوبله اوښتې

کراچي: د کراچي ښار په صدر بازار کې پرون نا معلومو وسله والو د چایو پر یوه هوټل باندي ډزي وکړې چی له امله یې دوه تنه مړه او درې نور ټپيان شول. دغه ډزي چې د صدر بازار د کویټه دولت خان اچکزي هوټل پر کارکوونکو وشولې، د هوټل مالک او یو تن کار کوونکۍ یې ووژل شو، او ...

نور ولوله »

پاکستان: د نن څخه د حج اراده لرونکي کسان کولای سی چې د حج پيسې جمع کړي

نن ټکی آسیا: په پاکستان کې د نن څخه د حج اراده لرونکي کسان کولای سي چې خپل درخواستونه د راتلونکي میاشتي (میی) تر لسمه پوري جمع کړی. سږ کال به 179256 پاکستانيان وکولای سي چې د حج لپاره سعودي ته ولاړ سي.. د حج لپاره نوې تګ لاره اعلان سوې ده، او د هغې پر اساس چې هر څوک ...

نور ولوله »

د نشه یی توکو په قاچاق د پولیسو یو تن قوماندان او دوه پولیس ونیول شول

نن ټکی آسیا: پرون د پنجشنبې په ورځ د نیمروز ولایت د خاشرود په ولسوالۍ کي د نشه یې توکو په قاچاق یو تن قوماندان او دوه تنه پولیس ونیول سول. یو لوړ رتبه امنیتي مقام د نیمروز ولایت څخه ویلي چې تېر ماښام د نشه یی توکو پر ضد د مبارزې پولیسو د یوې کوچنۍ نښتي په ترڅ کې ...

نور ولوله »