خبرونه

د هیواد په جنوب کي ۴ تنه بهرني سرتیري وژل شوي دي

نن ټکی آسیا: په کابل کي د بهرنیو ځواکونو ایساف رسنیز مرکز په یوه خبرپاڼه کي خبر ورکړی چي د افغانستان په جنوب کي ددوی ۴ تنه عسکر وژل شوي دي. که څه هم ایساف د پيښي په اړه نور معلومات نه دي ورکړی او نه يې د وژل شوو عسکرو هویت څرګند کړی، خو د طالبانو ویاند قاري یوسف ...

نور ولوله »

برطانوي ورځپاڼه: کچیري ایټمي تنصیباتو ته خطر متوجه شو امریکا فوځي مداخله کولای شي

(نن ټکی اسیا می ۲۰۱۱/۱۶) لندن: یوي برطانوي ورځپاټي دعوه کړی ده وایی کچیري ددوي په اصطلاح پاکستاني ایټمي تنصیباتوته دترهګروله لوري کوم خطر متوجه شي امریکایان به پاکستان ته امریکایی ځواکونه داخل کړي. لیکن یو پاکستاني لوړ پوړي چارواکي بیا خبرورکړي دي چۍ زمونږ دکنټرول او قومندي اداره دخپلو ایټمي اثاثو په ښه توګه سره حفاظت کولای شي بل ...

نور ولوله »

پاکستاني طالبانو د سعودي قونصلګری د کارکوونکي وژل په غاړه واخیسته

نن ټکی آسیا: د پاکستان طالبانو اعلان کړی چي د سعودي قونصلګری یو تن کارکونکی په کراچي دوی وژلی. رویترز خبري آژانس ته د پاکستاني طالبانو یو تن ویاند ویلي چي دوی به دې ته ورته بریدونو ته تر هغو دوام ورکوي تر څو امریکا په وزیرستان کي برېدونه بس کړي نه وي.

نور ولوله »

کراچي کي د سعودي د قونصلګري یو تن کارکونکي ووژل شو

نن ټکی آسیا: نن سهار د پاکستان په کراچي ښار کي د سعودي د قونصلګري یو تن کارکونکي په ډزو سره ووژل شو. دغه کارونکی چي د سعودي تابعیت لري، د کراچي د کلفټن په سیمه کي خپل د کور څخه د دفتر پر لور په موټر کی روان وو. عیني شاهدان وايي چي پر موټرسایکل سپاره دوه کسان چي ...

نور ولوله »

احمدي نژاد: مونږ دلایل لرو چي اسامه مخکي لا د امریکا سره بندي وو

نن ټکی آسیا: د ایران ولس مشر محمود احمدي نژاد ویلي چي د القاعده پخوانی مشر اسامه بن لادن ددې تر مخه چي امریکايان يې په شهادت ورسوي د ډیري مودې راهیسي د امریکایانو سره بندي وو. نومړي وویل چي اوباما د اسامه د شهادت ډرامه صرف د امریکایانو د رایو د ګټلو لپاره ترسره کړې.

نور ولوله »

د کندهار په پنجوايي کي د کاناډایانو چورلکه غورځیدلې

نن ټکی آسیا: په کابل کی د بهرني ځواکونو رسنیز مرکز نن اعلان وکړی چي ددوی یوه چورلکه د کندهار ولایت په پنجوايي ولسوالۍ کي را ولویده، چي له امله يي ۴ سرتیر ټپیان شوه، او چورلکه په بشپړه توګه له منځه ولاړه. ایساف ویلي چي وسله وال مخالفین په دې پيښه کي هیڅ لاس نه لری، او د پيښي ...

نور ولوله »

فلسطین: اسرائیلو تر ۱۶۰ زیاتو لاریون کوونکو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی آسیا: نن اسرائيلي فوځیانو د فلسطين په بېلا بيلو سیمو کي پر فلسطیني لاریون کوونکو مخامخ ډزي وکړي چي له کبله يي د ځینو راپورونو پر اساس لږ تر لږه ۱۴ فلسطینیان وژل شوي، او تر ۱۴۵ زیات ټپيان شوي دي. د فلسطین سره پر پولو باندي پراته د خپل وطن څخه شړل شوي فلسطینان چي د خپل ...

نور ولوله »

هلمند: ترافیکي پيښه کي ۳ مړه او ۵ نور ټپیان شوه

نن ټکی آسیا: د هلمند ولایت د ګریشک په ولسوالۍ کي د اکمالاتي کاروان یو بار وړونکي موټر یو موټرسایکل او یو تراکتور موټر  سره وجنګیدی، چي له کبله يي ۳ تنه مړه او ۵ نور ټپیان شول. پيښه چي د ګریشک ولسوالۍ د نوي امنیه قوماندانۍ مخي ته د کندهار – هرات پر لویه لار نن سهار رامنځته شوې، ...

نور ولوله »

په افغانستان کي د نن ورځي مهمي پيښي او امنیتي خبرونه 15-5-2011

د هلمند په نوزاد ولسوالۍ کی د ماینونو د چاودلو له کبله د ایساف درې عرادې موټر زیامن شوله،  د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي ویلي چي بهرنیانو  ته درنه مرګ ژوبله هم اوښتې، خو د ایساف مطبوعاتي دفتر د نومړي دا ادعا ناسمه بللی، او ویلي چي ددوی موټرو ته لږ زیان ورسید، خو د مرګ ژوبلي په اړه ...

نور ولوله »

د افغانستان په جنوب کي یو بهرنی سرتیری وژل شوی

نن ټکی آسیا: نن په کابل کي د بهرنیو ځواکونو ایساف رسنیز دفتر په یوه خبرپاڼه کي ویلي چي ددوی یو تن بهرنی سرتیري د افغانستان په جنوب کي د ماین چاودني له کبله وژل شوی دی. ایساف دا نه ده څرګنده کړې چي عسکر د کوم هیواد تابع وو، او په دقیقه توګه پيښه چیرته را منځته شوې.

نور ولوله »