خبرونه

پېښور: د حیات اباد په نښته کې 3 وسله وال او یو پولیس ووژل شو

نن ټکی آسیا: د راپور له مخي نن د پيښور ښار د حیات په سیمه کې نامعلومو وسله والو د پولیسو پر یوې ګزمې باندي د کمین په ترڅ کې برید وکړ، د پولیسو په وینا په دغه نښته کې درې تنه وسله وال او یو پولیس ووژل شو. د پولیسو یو تن افسر ( شفیع الله ) ویلي چې ...

نور ولوله »

طالبان :- نړيواله ټولنه او د بشرى حقوقو اداري د بهرنيانو لخوا د ملکي افغانانو وژل وغندي

نن ټکی اسیا: طالبانو په خپل یوه نوې خپره شوې اعلامیه کې د بهرني او افغاني ځواکونو له خوا په دې وروستیو کې عام وژنه په کلکه سره وغندله، او د بشري حقوقو پر ټولنو او څارونکو یې ږغ کړې چې په دې اړه خپل مکلفیت درک کړي، او افغانان د امریکایانو له خوا د عام وژني څخه وژغوري.په اعلامیه ...

نور ولوله »

د بهرنيو قواوو په ډزو کې دوه تنه ملکي وګړي مړه او څلور نور ټپيان شول

نن ټکی آسیا: د وردګ ولايت د سيد اباد په ولسوالۍ کې د بهرنيو قواوو په ډزو سره دوه (2) تنه ملکي وګړي مړه او څلور (4) نور ټپيان شول . د وردګ ولايت امنيه قوماندان حقنواز پرون د يکشنبې په ورځ وويل چې تيره شپه د سيد اباد په ولسوالۍ کې د بهرنيو قواوو په ډزو سره دوه تنه ...

نور ولوله »

اتحاد علماء افغانستان په فلوریډا کې د قرآن کریم سوځول وغندله

نن ټکی آسیا: اتحاد علماء افغانستان په خپل یوه اعلامیه کې د امریکا په فلوریډا ایالت کې د نصراني کشیش ټیر جونز له خوا د قرآن کریم سوځول په کلکه سره وغندل. اعلامیه کې د قرآن کریم د سوځولو دغه پيښه د ترهګری تر ټولو ستره پيښه وبلل سوه.

نور ولوله »

د هیواد په شمال کې یو بهرنۍ عسکر وژل شوی دی

نن ټکی اسیا: نن د یکشنبې په ورځ په افغانستان کې د بهرني ځواکونو مطبوعاتي دفتر څخه په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې د هیواد په شمال کې یو تن بهرنۍ سرتیري د طالبانو سره په جګړه کې ووژل شو. اعلامیه کې د عسکر د وژل کېدو دقیق ځای او هویت نه دی ښودل سوی.

نور ولوله »

فراه: چاودني د سیمه ایزي شوری دوه تنه غړي ووژل

نن ټکی آسیا: د فراه ولایت د بلابولک په ولسوالۍ کې نن سهار د لسو بجو په شا او خوا کې د یوې چاودني له امله د سیمه ایزي شوری دوه تنه غړي او یو بل عام وګړی ووژل شو. دغه پيښه چې د نومړي ولسوالۍ په (کنسک) سیمه کې را منځته سوې، چاودېدونکي مواد په یوه بوجۍ کې ځای ...

نور ولوله »

پېښور: د سخي سرور مزاري د بریدونو ماسټر ماینډ بهرام خان ونیول سو

نن ټکی آسیا/ پېښور: معتبرو سرچینو خبر ورکړی چې امنیتي چارواکې توانېدل چې په سید سخي سرور مزارې کې د فدايي بریدونو ماسټر ماینډ (طراح) بهرام خان د خپلو پنځو نورو ملګرو سره ونیسي. ډېره غازي خان ته نیژدې په نومړي مزار کې د رواني میاشتي پر 3مه نېټه دوو پر لپسې بریدونو تر 150 زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله ...

نور ولوله »

برطانیه:سخت دریځه دیني عالم دفرانسي حکومت کړنو په قهرکړی دي

(نن ټکی اسیا اپریل ۲۰۱۱/۱۰)له سیمي څخه خبرورکړل شوی دي چي په پرطانیه کي  (ISLAM4UK) اسلام دبرطانیی لپاره دیو اسلامي ګوند مشر انجم چهودري هغه وخت دفرانسي پر پوله دسرحدي پولیسو له لوري ونیول شو  کله چي نوموړي دخپلو یوشمیر ملګرو سره یوځاي غوښتل له برطانیی څخه وفرانسي ته داحتجاج په توګه ورشي، اوپه فرانسه کي دحکومت دهغي پریکړي په ...

نور ولوله »

هالنډ: یو وسلوال کس په سوداګریز مرکز کی ۱۷ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

(نن ټکی اسیا اپریل ۲۰۱۱/۱۰) له سیمي څخه خبري رسنیو راپور ورکړیدي چي برید کونکي له دي څخه وړاندی چي برید ترسره کړي، سوداګریز مرکزته څیرمه دوه لیکونه غورځولي وه، په لیکونو کي یی دسیمو خلګو ته اخطار ورکړی وو چي یا به وسلوال اویا هم ځان وژونکو برید کوي.

نور ولوله »