خبرونه

بهرني ځواکونه په کنړ کې د یو مهم مرکز څخه وتلي

نن ټکی آسیا: نن سهار بهرني ځواکونه د افغانستان په ختیځ ولایت کنړ کې د پېچ درې د کنډګل د عسکري مرکز څخه وتلي، او دغه سیمه یې طالبانو ته پرې ایښې. په سیمه کې طالبانو ویلي چې بهرني ځواکونه ددغه مرکز څخه وتلي، او ددوی لاسته پراخه سیمه ورغلې.

نور ولوله »

رحمن ملک: دقران شریف توهین کونکي پادري دالقاعده اوطالبانو جاسوس دي

 (نن ټکي اسیا مارچ ۲۰۱۱/۲۷) د پاکستان وزیر داخله رحمن ملک رسنیو ته ویلي، چي په امریکا کي د قران شریف ته سپکاوی کونکي پادری (ټیري جونز) د القاعدي او طالبانو جاسوس دي، او په وزیرستان کي ډرون بریدونه مونږ نه بلکه امریکه کوي، او د ډرون بریدونو مخنیوي زمونږ له توانه وتلې خبره ده ، نوموړي زیاته کړه په ...

نور ولوله »

د هلمند مرستیال والي له ملي ارزښتونو په سرغړاوي لیرې شوی

افغان حکومت د سويلي ولايت هلمند د مرستيال والي د لرې کولو سبب د ملي او اسلامي ارزښتونو نه د هغه سرغړونه په گوته کوي ، افغان چارواکي وايي چې عبدالستار ميرزک وال يې د اساسي قانون د ۶۴ مادې د ۱۳بند له مخې له دندې گوښه کړى . افغان حکومت وايي که چيرته په پلازمېنه او يا نورو لرو ...

نور ولوله »

روبرټ ګیټس: اسرائیل حق لري چي دتوغندیو په مقابل کي دځان دفاع وکړي

نن ټکي اسیا مارچ ۲۰۱۱/۲۷) روبرټ ګیټس ویلي چې اسرائیل هم د نورو ملیتونو په څیر حق لري ترڅو له خپله ځانه دفاع وکړي، دګیټس څرګندوني په داسي وخت کي راڅګندیږي کله چي تیره ورځ اسرائیلي جیټ الوتکو یوځل بیا دغزي پرترانګه باندي توغندي تغولي وه.

نور ولوله »

حامد کرزی د نوروز په مراسمو کې د ګډون لپاره ایران ته تللی

نن ټکی اسیا: د افغانستان ولسمشر حامد کرزی د نوروز په مراسمو کې د ګډون لپاره ایران ته تللی. یوه خبر پاڼه چې د جمهوري ریاست د مطبوعاتي دفتر څخه صارده شوې، ویلي چې ایران د نوروز د جشن په مناسبت دهغو لسو هېوادونو جګ پوړو چارواکو ته بلنه ورکړي، چې په رسمي توګه دغه ورځ لمانځي.

نور ولوله »

PIA هوايي شرکت غواړي کابل او نورو ولايتونو ته الوتنې زياتې کړي

نن ټکی آسیا: د پاکستان دولتي هوايي شرکت پلان لري چې د کابل او اسلام اباد تر منځ خپلي الوتني زیاتي کړي، او همداسي په پام کې لري چې د کندهار – کویټې، کندهار – کراچې، مزار- کویټې او مزار – کراچې تر منځ هم الوتني پیل کړي.. ددغه شرکت عمومي مدیر امجد خان دراني چې اوس په کابل کې ...

نور ولوله »

فراه: د بهرنیو قواوو څلور عرادې اکمالاتي موټر سوځیدلي

نن ټکی آسیا: تېره ورځ ناوخته طالبانو د نیمروز او فراه ولایتونو په پوله د بکوا ولسوالۍ په یوه اړونده سیمه کې د بهرنیو قواوو پر یو اکمالاتي کاروان د برید په ترڅ کې 4 عرادې اکمالاتي موټر وسوځول. په برید کې د امنیتي شرکت یو تن کار کوونکی ټپی شوی دی..او نور کوم تلفات نه دی رسیدلی.

نور ولوله »

دبخښني نړیواله ټولنه: سوریه کي تراوسه پوري ۵۵ لاریون کونکي وژل شویدي

(نن ټکی اسیا مارچ ۲۰۱۱/۲۶)دبخښني نړیوالي ټولني خبر ورکړیدي، چي سوریه کي د رواني میاشتي له ۱۵ تاریخ څخه راپدي خو تراوسه پوري ۵۵ لاریون کونکي وژل شویدي، خبرزیاته وي چي دسوریی د درعا له ښارڅخه مظاهري دهیواد نورو سیمو ته هم خوري شویدي.

نور ولوله »

کرکټ : من موهن سنګ دپاکستان اولسمشر ته دنیمه پایلوبې دمخامخ کتلو بلنه ورکړه

دپاکستان دبهرنیو چارو وزارت له لوري په یوه خپره شوې بیانیه کې راغلي   ،دهند وزیر اعظم من موهن سنګ دپاکستان اولسمشر اصف علی زرداري او وزیر اعظم یو سف رضا ګیلاني ته جلا جلا بلنلیکونه لیږلی چې دهند او پاکستان ترمنځ ترسره کیدونکي پایلوبې(سیمي فاینل) مخامخ وګوري

نور ولوله »

د طالبانو شب نامې د انجونو لپاره د ښځینه استاذانو غوښتنه وکړه

نن ټکی آسیا: په ننګرهار كې د سيمه ايزو طالبانو له خوا د شپې په خپره شوې یوه پاڼه کې غوښتنه کړې چې ښوونځيو کې دي د انجونو لپاره ښځينه استاداني مقرري شې. هغه پاڼه چې په دي وروستيو کې د جلال اباد په ښار او يو شمير شا او خوا سيمو کې خپري شوي سربيره پر دي هغو ديني ...

نور ولوله »