خبرونه

تازه خبر: دپاکستان په بلوچستان ،سند او پنجاب کې دزلزلې شدید ټکانونه

(نن ټکی اسیا) اوس لږ شیبه وړاندي دپاکستان په وخت دشپې یوه بجه او درویشت دقیقو باندی دزلزلې شدیدو تکانونو دکراچی لاهور ملتان او کوټې مختلفې سیمې ولړزولې . دزلزلې شدت دریختر په درجه 7.3 ثبت شوي او تر یوه منته پورې یې دوام درلود .

نور ولوله »

نظرپوښتنه ښيي چې د افغانستان له جنګه د امریکایانو ملاتړ تر ټولو کم حد ته راټیټ شوی

په امریکا کې له یوې نوې نوې نظرپوښتنې، چې پایلې یې نن (سې شنبه) اعلان شوې، څرګندېږي چې په دغه هیواد کې له هغه وخته چې بارک اوباما د امریکا ولسمشر شوی دی، د افغانستان له جګړې سره د امریکایانو ملاتړ تر ټولو ټیټ حد ته راکم شوی دی.له دې نظرپوښتنې سره سم، چې د کواینپیک پوهنتون له لوري شوې، ...

نور ولوله »

د افغانستان د سوداگرۍ خونې له ايران سره سوداگريزه راکړه ورکړه پريښوده

د افغانستان د سوداگريزې خونې مرستيال خان جان الکوزي خبريالانو ته وويل چې دا پرېکړه يې پر يوازې سر نه ده کړې بلکې ددغه هېواد سوداگريزو ټولنو له ايران سره ددغه ډول چلند غوښتنه کوله. د سوداگرۍ خونې تيره اوونۍ ايران ته گواښ کړى و که د افغان سوداگرو د شاوخوا ۱۸۰۰ تيلي ټانکرونو ته د ليږد اجازه ورنه کړي، ...

نور ولوله »

د ایټالیا یو سرتیری وژل شوي او بل سخت ژوبل شوی دی

نن ټکی آسیا: نن د ایټالیا وزارت دفاع ویلي چې د فراه ولایت په بالا مرغاب ولسولای کې ددوی د فوځ یو سرتیري په افغانستان کې په سر د مرمی خوړلو وروسته وژل شوي او یو بل سخت ژوبل شوی دی. وزیر وویل چې پيښه هغه وخت وسوله کله چې د وسلوالو له خوا ددوی پر مرکز برید وسو.

نور ولوله »

يونان: په سمندري كښتۍ كي ۲۲ افغانان ډوب سوي دي

د يونان د يوه ټاپو اړوند سمندر کې اروپا ته په غير قانوني توګه د تلونکو افغانانو کښتۍ ډوبه شوې، چې له امله يې ٢٢ تنه په اوبو کې نا درکه شوي دي. يوناني سمندري ساتونکي وايي، چې دغه پيښه پرون ناوخته د کارفو په نامه ديوه ټاپو په سمندري ساحه کې رامنځته شوې ده

نور ولوله »

یو فدایی برید په عراق کې 200 پولیسو ته مرګ ژوبله واړوله

نن ټکی آسیا: د عراق وزارت داخله ویلي چې نن په هغه فدايي برید کې چې د عراق پ شمال کې د تکریت په ښار کې د پولیسو په یو مرکز یې په نښه کړی، پنځوس کسان وژلي او 150 سل یې ژوبل کړي دي. دا برید هغه مهال اوسو کله چې د پولیسو د مرکز مخته ډېر زیات پولیس ...

نور ولوله »

تازه خبر: افغان قومی مشر یو امریکايي افسر په ډبرو وواژه

(نن ټکی اسیا) دموثقو خبري منابعو لمخې  تیره ورځ په هلمند کې یوه افغان قومی مشر دامریکايي ځواکونو افسر په خپله قرارګاه کې په ډبرو وواژه . خبر زیاتوی پیښه هغه وخت رامنځ ته ښه کله چې قومي مشر (مامور معراج الدین خان) دهلمند ولایت دسنګین په ولسوالی کې  امریکايي ځواکونو او ملی اردو ګډ مرکز ته ورغي ا وپه ...

نور ولوله »

افغان حکومت د واشنګټن اندېښنې رد کړې

افغان حکومت امریکایي قراردادیانو ته د بیا رغونې پر ورکړل شویو مرستندویه پرو‌ژو د ټکس یا مالیې د لګولو له اړخه د واشنګټن اندیښنې رد کړې دې. د ‘واشنګټن پوست’ په نوم امریکایي ورځپاڼې د نانومول شویو امریکایي چارواکو له قوله د افغان حکومت دغه اقدام د امریکا د قانون او دا راز د کابل او واشنګټن تر مینځه د ...

نور ولوله »

طالبان وايي دپروان ولایت څارنوال یې په چاودنه کې ټپي کړی

(نن ټکی اسیا) له پروان نه په خپاره شوي خبر کې راغلی نن غرمه مهال دولایت مرکز ته څیرمه ددولانی سیمه کې په یوه دولتي موټر دماین چاودنه وشوه . امنیتی مسولینو پیښه تاید کړې خو دتلفاتو به اړه یې څه نه دی ویلي.

نور ولوله »

ذبیح الله مجاهد: دکونړ په اسمار کې 5 بهرني عسکر وژل شوي

له کونړ  ولایت نه نن له غرمې وروسته دطالبانو او مریکايي ځواکونو ترمنځ دشدیدې جګړې خبر ورکړل شوي، چې دواړو غاړو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې . طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن ټکی اسیا ته په رالیږل شوی تلیفوني پیغام کې دبرید پړه پر غاړه اخیستې ،نوموړی وايي چې له امریکايی ځواکونو سره یې دکونړ داسمار ولسوالۍ دکودکوسر په ...

نور ولوله »