خبرونه

کندهار: د کمپاین په ترڅ کي ۴۶۵ جریبه ځمکه د کوکنارو ځخه پاکه شوې

نن ټکی آسیا: د کندهار په تخته پول ولسوالۍ کې د کوکنارو د کښت پر ضد د کمپاین په ترڅ کي تېره ورځ ۴۶۵ جریبه ځمکه د کوکنارو د کښت څخه پاکه شوه. نن دکندهار ولایت مقام په یوه خبرپاڼه کي ویلي: (د کندهار په تخته پول ولسوالي کي د کوکنارو د کښت اړولو د کمپاين  پرمهال تېره ورځ په ...

نور ولوله »

كابل: امنيتي ځواکونو ۸۲ میله وسله نيولې

نن ټکی آسیا: په کابل کې امنیتي ځواکونو خبر ورکړی چې پرون یې د هیواد په پلازمينه کابل کې ۸۱ میله سپکه او درنه وسله نيولې. نن د کورنیو چارو وزارت څخه په یوه خپره شوې خبر پاڼه کې ویل شوي، چې تيره ورځ پولیسو د کابل د ښار د اولسمي امنیتي حوزې اړوند د خیرخانه کوتل په سیمه د ...

نور ولوله »

په طورخم کي د افغانستان بانک نوې ودانې پرانیستل شوه

نن ټکی اسیا: د ننګرهار ولایت په سرحدي ښار ګوټي طورخم کې د افغانستان بانک نوې ودانۍ جوړه او په رسمي توګه پرانیستل شوه. د ننګرهار ولایت د مقام څخه په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې نن 2011-04-18 د ننګرهار ولايت د مرستيال محمد حنيف “ګرديوال” او د افغانستان بانک د مرستيال محمد عيسي “تراب” لخوا د ...

نور ولوله »

د لوي کندهار سوداګر له اقتصادي بحران سره مخ دي

كه څه هم يوه مياشت مخكي پاكستان په كراچي بندر كي د افغان سوداګرو ترانزيټي مالونو ته د تګ اجازه وركړه خو افغان سوداګر وايي چي لا  يي  هم په زرګونه كانټينره مالونه چي ډير يي خوراكي  توكي دي بند پاتي دي چي نه راوړلو يي په سويلي حوزه كي د خوراكي او غير خوراكي توكو بيي  ډيري لوړي كړي ...

نور ولوله »

پلاوي: دمزارشریف په تاوتریخوالي کي دپاکستان او ایران لاس وو

(نن ټکی اسیا اپریل ۲۰۱۱/۱۹)هغه پلاوی چې د ولسمشر کرزي په امر مزارشریف ته د وروستیو خونړیو لاریونونو د څېړنو لپاره لېږل شوی و وايي ګاونډیو هېوادونو په دغو تاوترخوالو کې لاس درلود. دغه پلاوی وايي دوی په خپلو څېړنو کې دا هم موندلې، هغو مخالفینو هم چې د سولې له بهیر سره یو ځای شوي و، په تاوتریخوالي کې ...

نور ولوله »

دکوټي پر ښارباندي له نامالومه لوري راکټ وتغول شو

نن ټکی اسیا اپریل ۲۰۱۱/۱۸) نن سهار د اتو بجو په شاوخوا کي نامالومو وسلوالو دکوټی پر ښار باندي یو راکټ وتغاوه، راکټ دکوټی ښار پرعلي ګیلاني سړک باندي یو کور باندی لګېدلی چي له کبله یی دوه کسه ژوبل شوي او ډیرو موټرو ته یی زیان اړولیدي، دپیښي پړه تر اوسه پوري چاپه غاړه نده اخیستي، اوژوبل کسان نژدي ...

نور ولوله »

نایجریا: په ټاکنو کی درغلیو دنایجریا مسلمانه ټولنه سخته په قهرکړیده

(نن ټکی اسیا اپریل ۲۰۱۱/۱۹) تیره ورځ چي کله دټاکنو دکمیسون له لوري په ټاګه شوه چي دنایجریا عیسایی مذهبه مشر ګوډلاک جوناتن په ټاکنو کي غوڅ اکثریت ترلاسه کړیدي، دټاکنو دکمیسون له اعلانه سره جوخت دهیواد په شمال کي چي اکثره وګړي یی مسملمانان دي دکیمسون دپریکړي مخالفت وکړ، اوپه پراخو مظاهراولاریونونو یی لاس پوري کړ، له سیمي څخه ...

نور ولوله »

يوه ځايي قوماندان محراب، د يوې کورنۍ ٧ غړي ووژل

د بغلان امنيه قوماندان عبدالرحمن روحاني وايي د دې ولايت په جلګه ولسوالۍ کې د يوې اووه کسيزې کورنۍ ټول غړي، د يوه ځايي قوماندان له لوري وژل شوي دي. دشپې ناوخته دغه ځايي قوماندان له خپلو ځينو کسانو سره يوه کور ته ننوتل، د پنځو ماشومانو په ګډون يې د دې کورنۍ ټول غړي ووژل، چې چارواکي وايي دغه ...

نور ولوله »

پروان: په لاریون کې لږ تر لږه یو کس مړ شوی او 29 نور ټپيان شوي دي

نن ټکی آسیا: د پروان ولایت په مرکز چاریکار کې نن په زرګونو تنو د بهرنیانو له خوا د دیني عالمانو په نیول کېدو لاریون وکړ، چې په ترڅ کې لږ تر لږه یو تن مظاهره کوونکی مړ او نهه ویشت تنه نور ټپیان شول. د ټپیانو په منځ کې د لسو تنو روغتیايي حالت د ډیري اندیښنې وړ ښول ...

نور ولوله »

دمنځني اسیا ولس هم خپلو واکدارانو ته په قهرشو

(نن ټکی اسیا اپریل ۲۰۱۱/۱۸) ازربایجان: نن سهار دازربایجان په پلازمینه باکو ښارکي په سلګونه وګړي دښار لارو اوبانډوته ته راتلي وه دحکومت په خلاف یی شعارونه ورکول،دسیاسي اصلاحاتو غوښتنه یی کوله اوله موجوده ولسمشره څخه غوښتنه کوله چي له واک څخه لاس په سر شی، که څه هم له تیرو څو ورځو راپدی خوا دهیواد به مختلفو وړو اوغټو ...

نور ولوله »