خبرونه

سلګونو افغانانو نن په هرات کي د ايران پر ضد لاریون وکړ

نن ټکی آسیا/بي بي سي دغه لاریون چې تر ډېره د ‘افغان ملت’ ګوند لخوا جوړ شوی و، په ایران کې د افغاني تيلي ټانکرو درول یې په کلکه وغندل او دا یې له نړیوالو قوانینو په ښکاره سرغړاوی وباله. قهرېدلو لاریون کوونکو له افغان دولته وغوښتل چې له ایران سره دې هر راز اړيکي غوڅ کړي.

نور ولوله »

کراچي :دنامعلومو کسانوپه ډزو کې دسندد وزیراعلی پیلوټ ووژل شو

(نن ټکی اسیا) له کراچي نه په تازه ترلاسه شویو خبرونوکې ویل شوي نن ورځ هم دکراچي په مختلفو سیمو کې ډزو او تشدد دوام درلود. په وروستیو ترلاسه شویو معلوماتوکې راغلي نن دورځې دګلستان جوهر ته څیرمه درابعه سیټي سیمه کې نامعلومو کسانو پر یوه موټر ډزې وکړي چی له امله یې په موټرکې سپور یو کس ووژل

نور ولوله »

کراچۍ :په 24ساعتونوکې دجیودخبریال په شمول 18تنه وژل شوي

(نن ټکی اسیا) له سیمې نه په تازه ترلاسه شویو خبرونوکې راغلی په ۲۴ ساعتونوکې  د پاکستان دکراچي ښار په مختلفو سیمو کې دوسلوالو کسانو په ډزو کې دجیو نیوز خبریال ولی خان بابر په شمول ۱۸ تنه وژل شوي او زیات شمیر ټپیان دي .

نور ولوله »

د جیو تلویزیون ځوان خبريال ولي خان بابر په کراچې کې ووژل شو

نن ټکی آسیا پرون د پاکستان په کراچې ښار کې د جیو تلویزیون یو ځوان ژورنالست ولي خان بابر په ډزو ووژل شو. ولی خان بابر چې صرف د 24 کالو وو، د 18 کالو په عمر یې د جیو تلویزیون چې د پاکستان تر ټولو مهم خبري چېنل دی سره کار شروع کړ، او پرون د کراچي ښار د ...

نور ولوله »

ايران: په کابل کې ددوی ضد لاریون کونکي باید ونیول شي

نن ټکی آسیا/بي بي سي ایران د افغان حکومت څخه غوښتي چې هغه لاریون کونکي چې دتیري دوو انیو راهیسي د ایران په ضد لاریون کوي، ونیسي. د ایران په ضد د څو ورځو راهیسي په کابل کي پر لپسي پراخ پراخ لاریونونه وسول چې لاریون کونکي د ایران په شعارونه ورکول، او د ایران له خوا یي د افغانانو ...

نور ولوله »

دسرپل والي په قوم پرستۍ تورن شو

(نن ټکی اسیا) تیره ورځ (پنجشنبه)   دسرپل ولایت دمقام تر سلو زیاتو کارکونکو دیواحتجاج په صورت کې دسربل ولایت والي سید انور رحمتي په قوم پرستي تورن کړ . دولایت دمقام مامورین وايي ،له کومي ورځي چې رحمتی دوالي په دنده ګومارل شوي ،دولایت ټول مهم پوستونه یې هغو افرادو ته ورکړي چی په هزاره قوم پورې مربوط دي ،او ...

نور ولوله »

پاکستاني چارواکي : دبې طرفه اسلامي هیوادونو ځواک دي دافغانستان امنیت خوندي کړي

(نن ټکی آسیا) ایکسپریس تربیون په خپله پرونۍ ګڼه کې دپاکستاني چارواکو لخولې یوراپور خپور کړ، په راپورکې پاکستاني چارواکو وړاندیز کړي ،له ۲۰۱۴ وروسته چې بهرنی پوځونه له افغانستانه وځي پر ځاي دی دبې طرفه اسلامي هیوادونو ځواکونه افغانستان ته ولیږل شیراپور زیاتوی چي که افغانستان ته دبې طرفه هیواودونو ځواکونه ولیږل شي دا به ددې جوګه شي چې ...

نور ولوله »

امريکا افغان اميتي ځواکونو ته د 80 زره نور سرتېرو د زياتېدو وړانديز کړی

د تېرو څو کلنو په ترڅ کې د افغان پوځ شمېره نژدې يو نيم لک ته رسېدلې ده خو د مرستندويه هېوادونو او افغانستان تر منځ د شويو تړونونو له مخې دغه شمېره بايد د روان زېږدي کال تر اکتوبر پورې يو لکو اويا زره ته ورسېږي . خو په يوه نوي پرمختګ کې د امريکا د مرکزي قوماندانۍ عمومي ...

نور ولوله »

دلبنان حکومت ونړید

(نن ټکی اسیا) دلبنان دکابینې دیوولسو وزیرانو داستعفا په ورکولو سره دلبنان حکومت ونړید دلبنان حکومت په داسی حا ل کې سقوط وکړ چې لومړی وزیر سعد الحریري په امریکا کې په لیدنو کتنو بوخت دي . ترلاسه شوي خبرونه وایی چې سعد حریري خپل سفر نیمګړي پرې ایښې او بیرته دخپل هیواد لبنان په لور راګرځیدلي دی.

نور ولوله »

په افغانستان کې د ناټو پنځه عسکر ووژل شول

د ناټو ځواکونه وايي چې نن چهارشنبې يې د افغانستان په ختيځ کې څلور  عسکر د سړک غاړې بم په چاودنه کې ووژل شول. په دې باب نور معلومات نه دي ورکړل شوي، چې وژل شوي عسکر د کوم هېواد دي او پېښه دقيقاً په کوم ځاى کې شوې ده.دغه راز ناټو وايي چې پنځم عسکر يې د افغانستان په ...

نور ولوله »