خبرونه

افغانستان: مزارشریف کی چاودني ۴ کسه مړه، ۱۲ نور ټپيان کړه

(نن ټکی اسیا جولای ۰۷/۲۰۲۰۱۱) بلخ: څوشیبي مخکي دافغانستان په شمال دبلخ ولایت په مرکز مزارشریف کی چاودنه وشوه، ویل کیږي چاودنه په بایسایکل کي دځای پرځای شویو چاودیدونکو موادو دچاودني له کبله رامنځ ته شویده. تراوسه په چاودنه کي دڅلور کسانو دوژني خبرورکول شوی دي، او ۱۶ نور کسان ټپيان شوي دي، چي ځیني يې ماشومان دي. ویل کیږي ...

نور ولوله »

ایران یوه امریکایی جاسوسي الوتکه راوغورځوله

(نن ټکي اسیا جولای ۲۰۱۱/۰۷/۲۰) تهران: ایران حکومت خبرورکړی دي چي نن سهاریی یوه امریکایی جاسوسي الوتکه راوغورځوله، خبرزیاته وی چي الوتکي دایران هستوي بټي ته څیرمه الوتنه کوله چي دایران دهوایی مدافع قواوو له لوري به نښه شوه اوپرځمکه راولویده.نورجزئیات به وروسته پرلیکه شي.

نور ولوله »

دچین هیواد دهینګزو اوسوزو ښارونو مرستیال ښاروالان اعدام کړل

(نن ټکی اسیا جولای ۲۰۱۱/۰۷/۲۰) بیجینګ: دچین هیواد ددو ښارونو هینګزو او سوزو مرستیال ښاروالان درشوت اخیستلو اودخپلو دندو پروخت باندی بی شماره دولت جوړولو په تور دري کاله مخ کی دپولیسو له لوري نیول شوی ول، چي وروسته بیا په کال ۲۰۰۸ کی دواړه کسان دبی شماره بډو داخیستلو په تور په مرګ سره محکوم شول، په ۲۰۰۸ کال ...

نور ولوله »

کندهار: مخامخ جکړه کي دلومړي حوزي امیر ووژل شو

(نن ټکی اسیا جولای ۲۰۱۱/۰۷/۲۰) کندهار: دکندهار ښارپرلومړي امنیتي حوزی باندی دبرید په نتیجه کي تراوسه پوری دحوزي دامیر په شمول څلورتنه عسکروژل شوی اودري نورژوبل شوی دي، دکندهار دمطبوعاتي دفتر مسئول زلمي ایوبي له رسنیو سره په خبروکي وویل جګړه نن سهار اته بجي اودیرش دقیقو باندي رامنځ ته شوه، له سیمي څخه نور امنتیي چارواکي وایی وسلوالو په ...

نور ولوله »

طالبانو دیوې اعلامیې په خپرولو د ملا محمد عمرمجاهد دمړینې خبر په کلکه رد کړ

طالبانو دملا محمد عمرمجاهد دمړینې جعلي خبر دیوې اعلامیې په خپرولو سره په کلکه رد کړ، دا څرګندونې چې رسنیو ته لیږل شوې نن ټکي اسیا ته هم رسیدلي چې کټ مټ یې نشر ته سپارو  ددښمن له لوري دعالیقدرامیرالمومنین حفظه الله دوفات دجعلي خبرپه اړه دقاري محمدیوسف احمدي توضیحات  تیره شپه، مکار دښمن د اسلامي امارت په ویبپاڼي (الاماره ...

نور ولوله »

کوټه: دیوي امریکنی مرسته کونکي مؤسسي کارکونکي وتښتول شول

(نن ټکی اسیا جولای ۲۰۱۱/۰۷/۱۹) پښین: له یوی امریکایی مرسته کونکي مؤسسي ( ARC) سره کارکونکي اته تنه پاکستاني وګړی نن هغه وخت وتښتول شول کله چی دبلوچستان ایالت دپښین له ضلع څخه دکوټي په لور روان وو، له سیمي څخه امنیتی چارواکي وایی اته سره کسان هغه وخت نادرکه شوي دي کله چي یی په سیمه کی دافغاني مهارجرو ...

نور ولوله »

کراچي: دسمندرساحل ته څیرمه دسمندري ځواکونو یه بی پیلوټه الوتکه راغورځیده

(نن ټکی اسیا جولای ۲۰۱۱/۰۷/۱۹) کراچي: دپاکستان دسمندري ځواکونو ویاند عرفان الحق له خبري رسنیو سره په خبروکي وویل، دپاکستاني سمندري ځواکونو یه بي پیلوټه الوتکه نن له غرمي څخه مخکي دکراچي ښارته ته څیرمه دسمندر له ساحل سره  هغه وخت راوغورځیده کله چي له یوه مرغه سره په هواکي وجنګیده، نوموړی زیاته کړه الوتکه دتیلو دتصفیی له شرکت سره ...

نور ولوله »

پاکستان د چین څخه ۶ عصري آبدوزونه رانیسي

نن ټکی آسیا: پاکستان فیصله کړې چي د چین څخه ۶ نوي آبدوزونه رانیسي. د خبر له مخي ویل شوي چي د چین څخه به پاکستان (یوان ۰۴۱ کنګ کلاس) ابدوزونه رانیسي. دغه ابدوزونه د چین د سمندري ځواکونو لپاره جوړ شوي دي، او ددې رنګه بیړیو خصوصیت دا دی چي د aip یو ځانګړی خصوصي نظام لري، په کوم ...

نور ولوله »

د سنده ایالت ګورنر عشرت العباد د خپلي دندي دبیرته اخیستلو لپاره کراچي ته ورسیدی

نن ټکی آسیا: د سنده ایالت ګورنر عشرت العباد تیره شپه د دبی څخه بیرته کراچي ته ورسید. د پاکستان د ولس مشر اصف علی زرداری او د متحده قومي مومنټ تر منځ د اتفاق وروسته د متحده قومي مومنټ مشر الطاف حسین عشرت العباد چي د خپلي دندي څخه يې استعفاء ورکړې وه، بیرته د خپل منصب د اخیستلو ...

نور ولوله »

هلمند: لښکرګاه ته نیژدې د یوې پوستې اته تنه پولیس وژل شوي دي

نن ټکی آسیا: د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کي د یوې امنیتي پوستې د قومندان په ګډون اته تنه پولیس وژل شوي دي. د هلمند د والي ویاند داؤد احمد زي ویلي چي ددغي پوستې پولیسو ته لومړی یو قسم زهر یا دواء ورکول شوې وه، چي هغوی يې د اسهال په ناروغی اخته کړه، او هم ورسره بیهوشه ...

نور ولوله »