خبرونه

د لغمان د ولایتي شورا غړی معلم ملنګ په چاوندنه کې ووژل شو

لغمان (نن ټکی آسیا، 15 مارچ 2011): د لغمان د ولایتي شورا اوسنی غړی او پخوانی رییس معلم ملنګ نن سهار د مهترلام ښار به اړونده د شیخانو کلا په سیمه کې ووژل شو. پېښه هغه وخت را منځته شوه کله چې نومړی د خپلو مځکو د لیدني لپاره دغه سیمي ته تللی وو،

نور ولوله »

کندز: د طالبانو په برید کې تر اویا زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې. کرزي غندلې

كندوز (نن ټکی آسیا، 14 مارچ 2011): نن دکندوز په مرکز کې دننه د ملی اردو دجلب او جذب پر مرکز باندي برید شوی، چې له امله یې لږ تر لږه 33 کسه وژل شوي او 40 نور ټپیان دي.طالبانو ددې برید مسولیت پر غاړه واخیست او ویلي یې دي چې دغه برید یو فدايي برید وو او د کندز ...

نور ولوله »

په نړي کي هندوستان ترټولو زیاتي وسلي واردوي

نن ټکی اسیا: ۱۴/۳/۲۰۱۱هندوستان: دسویډن دنظامي چارو څیړونکي وایی چي دوسلو په واردولو کي هندوستان له چین څخه وړاندي شویده اودنړي لومړي هیواد دي چي زیاتي وسلي واردوي دامنیت دنړیوالي ټولني دفتر (sipri) خبرورکړي، چي له ۲۰۰۶ کال څخه بیا تر ۲۰۱۰ کال پوري   دنړي له وارده شویو وسلو څخه   ۹٪ په سلوکي یواځي هندوستان واردي کړیدي.

نور ولوله »

غزني: په دوو ترافیکي پيښو کې 49 کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

غزني، ( نن ټکی آسیا، 14 مارچ 2011 ): نن سهار په نهو بجو د کابل – کندهار پر لویه لار د غزني ولایت د د مرکز په کروسای سیمه کې د بهرني ځواکونو د اکمالاتي کاروان یو ټېلر موټر له مخامخ راتلونکي 303 موټر سره وجنګید، 303 موټر د هلمند ولایت څخه کابل ته روان وو، چې له امله ...

نور ولوله »

په چاودنه کې څلور پاکستاني کاریګرو ته مرګ ژوبله اوښتې

جلال اباد ( نن ټکی آسیا، 14 مارچ 2011 ): پرون مازیګر ناوخته د ننګرهار ولایت د سرخ رود په ولسوالۍ کې د یوې چاودني له امله یو پاکستانۍ کاریګر مړ او درې نور ټپیان شوي. دغه پاکستانیان په سیمه کې د جومات جوړوني په کارو بوخت وه، چې یوه زړه سرګلوله یې پیدا کړې وه، او هغه یې ټکولې ...

نور ولوله »

کراچي : دنامعلومو افرادو په ډزو 6 تنه ووژل شول

له کراچي نه په ترلاسه شوي خبر کې راغلي دکراچي په ګلستان جوهر سیمه کې دنامعلومو کسانو په ډزو دیوه سیاسی ګوند ددو غړو په شمول شپږتنه ووژل شول خبر زیاتوي له تیرې ورځي راهیسي دکراچی ښار په مختلفو سیمو کې امنیت خراب شوي چي له امله یي تراوسه پوري دناپیژاندو کسانو په وسلوالو حملو کې ۱۵ تنه وژل شوي ...

نور ولوله »

هلمند: د لښکرګاه په یوه ځنګله کې اور لګیدلی او سم نیمی سوځلی دی

هلمند (نن ټکی آسیا- 13-مارچ-2011): د هلمند ولایت په مرکز لښګرګاه کې د هلمند د رود پر غاړه ځنګل اور اخیستی او شاوخوا 300 جریبه سوځیدلی او لا اور په کښي بل دی. دا ځنګل چې ټوله په شپږ سوه جریبه مځکه ولاړ دی، او تقریبا نیمی یې سوځلی، عینی شاهدان وايي چې د اور وژني عمله او موټران نشي ...

نور ولوله »

کندهار: بهرني ځواکونو ماشوم په موټر وواهه او ځای پر ځای یې وواژه

كندهار (نن ټکی آسیا 13-مارچ-2011): پرون ورځ د بهرني ځواکونو د کندهار په ښار کې یو ماشوم په موټر ووهه او ځای پر ځای یې وواژه.د سیمي څخه عیني شاهدان وايي چې په موټر کې سپاره عسکر وروسته تر پيښي د موټر څخه را کښته سوله، او هوايي فایرونه یې وکړه، او بیرته په موټر کې سپاره سوله او ولاړه.

نور ولوله »

په سویلي وزیرستان کی امریکایی بی پیلوټه الوتکي هدف خطا کړ

نن دیکشنبي په ورځ امریکایی بی پیلوټه الوتکو یوځل بیا سویلي وزیرستان باندي توغندي وتغول، له سیمي څخه خلګ وایی چي دبرید هدف دوسلوالو یو موټروو، خو امریکایان ونه توانیدل چي موټر په نښه کړي، توغندي چیري موټرڅخه لیري ولګیدي اووسلوال پدي بریالي شول چي سیمه پریږدي.

نور ولوله »