خبرونه

اشرف غني سیاسي ګوندونو ته سخت اخطار ورکړ

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۵ وږی ۱۳۹۷ل): د ګډ حکومت مشر محمد اشرف غني، سیاسي احزابو ته ګواښ کړی، که د ټاکنو په تړاو پرخپلو غوښتنو ټینګار وکړي؛ دی به یې له یوې مخې منحل کړي. ولسمشر دا اخطاري خبري د سیاسي ګوندونو له یو شمېر مشرانو او استازو سره په لیدنه کتنه کې کړي دي. ویل کېږي چې غني ...

نور ولوله »

ايا په افغانستان کې د داعش مشر رښتيا وژل شوی؟

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۴وږي، ۱۳۹۷ل): د ننګرهار ولايت چارواکو ادعا کړې، چې په افغانستان کې يې د داعش ډلې مشر ابو سعد ارهابي وژلی دی. د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼې کې ادعا کړې، چې سعدي ارهاربي د ننګرهار ولايت په خوږياڼو ولسوالۍ ځنګل سيمه کې د هوايي بريد پر مهال وژل ...

نور ولوله »

د سیاسي ګوندونو د وړاندیزونو د څېړنې لپاره کمېټه جوړېږي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۴وږي، ۱۳۹۷ل): ارګ وايي د سیاسي ګوندونو له لوري د وړاندې شویو طرحو او وړاندیزونو د څېړلو په موخه ګډه کمېټه جوړوي. د سرچينې په وینا دغه کمېټه به د دې ګوندونو او حکومت له استازو جوړه وي او هوکړه يې تېر ماښام شوې ده. تېر ماښام په ارګ کې محمد اشرف غني د ځينو ګوندونو ...

نور ولوله »

کابل: د وژل شوي نوماند پلویانو لاریون کړی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۴وږي، ۱۳۹۷ل): تېره غرمه بهرنیو او کورنیو عسکرو د کابل د شکردرې ولسوالۍ کاریزک سیمه کې د ولسي جرګې نوماند وژلی او د هغه د کورنۍ غړي يې بېولي دي. د حاجي جلال الدین صالحي کلیوالو او خپلوانو په کابل کې نړیوال هوايي ډګر ته غځېدلی څلوېښت متره سړک بند کړی او د حکومت ضد شعارونه ...

نور ولوله »

حمدالله محب، نن رسماً خپله دنده پیل کړه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۴وږي، ۱۳۹۷ل): په امریکا کې د افغانستان پخوانی سفیر حمدالله محب د حنیف اتمر پر ځای د ملي امنیت شورا سلاکار شو. محمد اشرف غني نن پخپله نوموړی د دفتر کارکوونکو ته ور وپېژانده او په دنده کې يې بریا ورته وغوښته. غني ضمناً د حنیف اتمر اړوند یادونه وکړه چې امنیتي سکتور ته يې امر ...

نور ولوله »

ډاکټر غني د دریو لوړپوړو چارواکو استعفاوې رد کړې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۴وږي، ۱۳۹۷ل): وروسته له هغه چې د ملي امنیت شورا سلاکار حنیف اتمر خپله استعفا وړاندې کړه، د کورنیو چارو وزیر، د دفاع وزیر او د ملي امنیت رییس خپلې استعفاوې د ډاکټر غني پر مېز کېښودې. طلوع نیوز وايي، ډاکټر غني د کورنیو چارو د وزیر ویس احمد برمک، د ملي دفاع وزیر طارق شاه ...

نور ولوله »

د پنټاګون پخوانی سلاکار: طالبان د اشغال پای غواړي، مذاکرې ته په نږدې کېدو يو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۴وږي، ۱۳۹۷ل): د پنټاګون پخوانی سلاکار او متقاعد ډګروال کرستوفر کلندا وايي له طالبانو سره له خبرو اترو هیلې پیدا شوې، چې مذاکرې ته ورسېږي. هغه چې ځان د دې خبرو اترو شریک بولي، امریکا غږ سره په خبرو کې ويلي، چې طالبان د بهرنیانو موجودیت اشغال بولي او د اشغال پر پای ته رسولو ټینګار ...

نور ولوله »

امریکايي سناتور جان مکین ومړ

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۴وږي، ۱۳۹۷ل): امریکايي سناتور او سیاسي څېره جان مکین د مغزو د سرطان له امله نن سهار ومړ. هغه چې د جمهوري غوښتونکي ګوند غړی و، له اریزونا ایالت نه يې سنا ته لاره موندلې وه. امریکايي سناتور تام کاتن د هغه د تصویر له خپرولو سره لیکلي، چې مکین یو رښتونی امریکایی و. د جان ...

نور ولوله »

سرچينه: ښايي د غني په ګډون، د ملي امنيت رييس، دفاع او کورنيو چارو وزیران هم استعفا وکړي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۳ وږی ۱۳۹۷ل): د ګډ حکومت د ملي امنيت د سلاکار حنيف اتمر له استعفا ‏وروسته طلوع نيوز او ځينو دولتي سرچينو ويلي، چې ښايي د ګډ حکومت د مشر اشرف غني په ګډون د ‏ملي امنيت مشر معصوم ستانکزی، دفاع وزير طارق شاه بهرامي او د کورنيو چارو وزير ويس برمک هم له ‏خپلو دندو ...

نور ولوله »

کابل: د ګډو ځواکونو په چاپه کې د ولسي جرګې کاندید وژل شوی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۳ وږی ۱۳۹۷ل): ولسي جرګې ته خپلواک کاندید حاجي جلال الدین صالحي نن د شنبې په ورځ (۳ وږی) غرمه مهال په خپل کور کې د ګډو ځواکونو په چاپه کې ووژل شو. د نوموړي کور د کابل ولایت په شکر درې ولسوالۍ کې د کاریزیک په سیمه کې تر چاپې لاندي راغلی چې له امله ...

نور ولوله »