خبرونه

هندوستان: عدالت دګودرا اورګاډی دپیښی په تړاو ۳۱ مسلمانان مجرمان وبلل

دهندوستان دګجرات ایالت دګودرا دپیښی په تړاو له ۹۴شکمنو کسانوڅخه ۶۳کسه بی ګناه اعلان شول اودپاتی ۳۱مجرمانو په حق کی به د راتلونکی میاشتی پر۲۵ ویشتمه نیټه سزواوی واورول شی.دهندوستان دګجرات ایالت خصوصی عدالت ۹ کاله وروسته دګودرا داورګاډی دپیښی په اړوند له ۹۴ شکمنو کسانو څخه ۶۳ خوشی اوپاتی ۳۱ کسان یی دپیښی اصلی مجرمین وبلل اودنوموړیو په اړوند ...

نور ولوله »

د لیبیا وزیري داخله: معمر القذافي به یا ځان وژني یا به قتل کیږي

نن ټکی آسیا: د لیبیا وزیر داخله عبد الفتاح یونس العبیدی د سی ان ان سره په یوه مرکه کې نن وویله چې ده د خپلي دندي څخه استعفاء ورکړه او دا چې دی د معمر القذافي په ضد د اولسي پاڅون ملاتړ کوي، او ده وویل چې ګمان کوم دغه پاڅون به بریالی سي. ده زیاته کړه چې معمر ...

نور ولوله »

کندهار: دولسی جرګي پخوانی ازاد کاندید حاجي محمد شاه خان اچکزی ووژل شو

نن ټکی آسیا: د نامعلومو کسانو له خوا دولسی جرګي لپاره پخوانی ازاد کاندید حاجي محمد شاه خان اچکزی ووژل شو. پېښه نن سهار د کندهار ښار د شنو ګنبدو په سیمه کې را منځته سوه، کله چې په موټر سایکل سپرو کسانو په نومړي ډزي وکړي، وروسته برید کوونکي د پيښي له ځایه په کامیابی سره وتښتېدل.

نور ولوله »

بهرنيو سرتېرو د پوليسو په ملتيا د يوې ليسي ښوونکي او زد کونکي وډبول

په كندهار كې بهرنيو ځواكونو او پوليسو د كندهار  د ښووني او روزني رياست اړوند د ميرويس نيكه د عالي ليسي سرښوونكى ، زده كوونكي او ملازمين وهلي او ډبولي دي.د حاجي ميرويس نيكه  ليسي سرښوونكى سلطان محمد وايي چي سهار لس بجي يي ښوونځى ته په ناڅاپي ډول بهرني سرتيري او پوليس ننوتل او سمدستي يي د ليسي د ...

نور ولوله »

پېټريوس: په کونړ کې ماشومان خپلو پلرونو وژلي

دا د بهرنيو ځواکونو د جنايتونو او وحشتونو د پټولو يوه ناکامه هڅه ده. په افغانستان کې د ناټو او امريکايي ځواکونو عمومي قوماندان په کونړ کې د ماشومانو د وژلو مسولين د دوی ميندې او پلرونه بللي دي. د انټي وار خبري رسنۍ د رپوټ له مخې، امريکايي جنرال ډېوېډ پيتريوس په يوه غيرعلني غونډه کې د دې لپاره، ...

نور ولوله »

په نیوزیلینډ کې زلزلې لږ تر لږه 65 کسان وژلي

نن ټکی آسیا: په نیوزیلینډ کې نن زلزله وسوه چې له امله یې تر اوسه لږ تر لږه 65 کسان وژل شوي او زیات شمېر نور ټپیان شوي دي. زلزله چې قوت یې 6.3 ریکارډ شوی د نیوزیلنډ کرایست چرچ ښار ته نیژدې په 5 کیلومتری کې شوي. د زلزلي د اول ټکان وروسته بیا نور ټکانونه هم را ګرځیدلي ...

نور ولوله »

دامن تبليغ کونکي امريکا په دنيا کي تر ټولو ډېره اسلحه توليدوي

دغه خبره په نړيوال تجارتي مرکز کي انټرنشنل پيس انسټيټوټ په خپل رپوټ کي د خبريالانو په وړاندي وکړه.په دې راپور کي ويل شوي چې امريکا او مغربي اروپايي هيوادونو په دوه زره نهم کال کي د څلور سوه او يو ارب ډالرو اسلحه په نوره نړۍ خرڅه کړي.

نور ولوله »

د ایران دوې حربي بیړي پر سویس واله باندي تیري سوې

نن ټکی آسیا: د قناة السویس يا (سويس وياله) ځینو رسمي سرچینو ویلي چې د ایران دوې حربي بیړی په سویس کانال کې نن د سې شنبې په ورځ تیري سوي، او دا د کال 1979 وروسته اول ځل دې چې ایراني حربي بېړی پر دغه مصنوعي واله باندي بحر متوسط ته تیریږي. اسرايل د ایران له خوا دغه اقدام ...

نور ولوله »

پاکستان: یو مربع میټر ځمکی د ۵ نفرو ژوند واخیست

پیښه دپاکستان د پنجاب ایالت شیخوپوره ښارمربوط شرقپورنومی کلی رامنځ ته شویدی.له سیمه څخه خبری رسنی وایی چه پیښه  له هغه وروسته رامنځ ته شوه کله چی تیر ماښام ددوو وروڼو ترمنځ دیومربع میټر ځمکی پر سر لفظی جنګ وشو.

نور ولوله »

دبلوچستان ایالت سمندری ښار ګوادر کی چاودنی اوډزی

پاکستانی خبری رسنیو خبرورکړی چی نن سهارد ۱۱ بجوشا اوخوا دګوادرښار جنت بازارکی چاودنی اوډزی وشوی.چاودنه دیو هوټل مخکی رامنځ ته شویده چی هدف یی دحکومتی چارواکو موټر وو، اوله سیمی څخه عینی شاهدان وایی چی چاودنی دریموټ کنټرول په واسطه ترسره  شویده موټرکی سورو سپرلیو ته یی مرګ ژوبله اړولی ده تراوسه پوری ددوو چارواکو دوژنی اوڅلوروټپیانوخبرورکول شویدی.

نور ولوله »