خبرونه

ټرمپ: که له طالبانو سره د سولې تړون وشو، ټول عسکر له افغانستانه باسو

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۲سلواغې، ۱۳۹۷ل): د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ويلي، که د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون وشي، دی به خپل ټول عسکر له افغانستانه وباسي او خپلو کورونو ته به يې راولي. ټرمپ دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې تېره ورځ نيويارک ټايمز ورځپاڼې په خپل راپور کې د ولسمشر غني هغه ليک ...

نور ولوله »

طالبان: افغانان د اشرف غني په «پرديپالنه» د شرم احساس کوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۱سلواغې، ۱۳۹۷ل): د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته د ګډ حکومت د مشر «محمد اشرف غني»  د لیک تر رسنیز کېدلو وروسته  طالبانو د یاد لیک په اړه غبرګون ښودلی. د طالبانو له رسمي ادرس څخه په خپرې شوې مقاله کې راغلي چې «افغانان د اشرف غني او ورسره ټیم په پرديپالنه د شرم احساس کوي ...

نور ولوله »

له طالبانو سره د مذاکراتو په اړه د زلمي خليلزاد تازه څرګندونې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۱سلواغې، ۱۳۹۷ل): د افغانستان قضيې د سياسي حل له پاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد ويلي چې د افغانستان مسئله دومره اسانه او ساده نه ده لک ځينې يې چې فکر کوي. نوموړي په خپلو څو پرله پسې ټويټونو کې ويلي دي چې د افغانستان حالات پيچلي دي او دومره په ...

نور ولوله »

د کورنیو چارو وزارت د سيګار راپور ته غبرګون ښودلی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۱سلواغې، ۱۳۹۷ل): د کورنيو چارو وزارت د افغاستان بيا رغونې لپاره د امریکا د مالي مرستو د تفتيشي ادارې «سيګار» راپور رد کړی او ادعا کوي، چې د امنيتي ځواکونو په ليکو کې کوم بدلون نه دی راغلی. سيګار  نن پنجشنبه په خپل راپور کې ويلي، چې د سولې خبرو له پيلېدو سره د افغان عسکرو ...

نور ولوله »

د روسيې په کوربه توب د افغان سياستوالو او طالبانو ناسته جوړيږي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۱سلواغې، ۱۳۹۷ل): د روسيې  د ولسمشر ویلاديمير پوتين خاص استازي ضمير کابلوف وړمه ورځ اسلام اباد ته د خپل سفر پر مهال رسنيو ته ويلي و، چې هېواد يې د افغانستان سولې په اړه د بلې ناستې کوربه توب ته تياری نيسي. کابلوف په دې اړه نور جزيات نه و ورکړي، خو رویټرز خبري اژانس واي، ...

نور ولوله »

راپور: افغان ځواکونه ځمکه او شمېر له لاسه ورکوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۱سلواغې، ۱۳۹۷ل): په افغانستان کې د امریکا د لګښتونو د څار سازمان سیګار په خپل نوي راپور کې ویلي چې افغان ځواکونه په تدریجي توګه ځمکه له لاسه ورکوي او په مقابل کې يې د امریکايي بمباریو سربېره طالبان توانیدلي چې خپل کنټرول وساتي او مخ پر وړاندي ولاړ سي. سیګار د ۲۰۱۸ کال د وروستیو ...

نور ولوله »

سيګار: د افغان ځواکونو مرګ ژوبله زياته او شمير يې کم شوی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۱سلواغې، ۱۳۹۷ل): په افغانستان کې د امريکايي لګښتوتو د څار بنسټ (سيګار) وايي چې په افغانستان کې د امنيتي ځواکونو شمير تر بل هر وخت کم شوی دی او مرګ ژوبله يې زياته شوې ده. د سيګار په تازه راپور کې راغلي چې وروستيو څلورو کلونو کې د امنيتي ځواکونو تلفات په بې سارې توګه زيات ...

نور ولوله »

طالبان وايي فراه کې يې ښوونځي نه دی سوځولی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۱سلواغې، ۱۳۹۷ل): وروسته له هغه چې د فراه ولایت چارواکو وويل چې طالبانو ددې ولايت په مرکز کې د نجونو يو ښوونځی سوځولی، طالبانو يې په اړه غبرګون ښودلی دی. د فراه د ولايتي شورا مرستيال ويلي وو چې تيره شپه طالبانو د فراه ښار اړوند د ګنهکان په سيمه کې د نجونو يو ښوونځی لومړی ...

نور ولوله »

ټاکنې؛ د شپږو نورو ولایتونو وروستۍ پایلې اعلان شوې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۱سلواغې، ۱۳۹۷ل): د ټاکنو کمیسیون په یوه خبرپاڼه کې وايي د شپږو نورو ولایتونو وروستۍ پایلې يې اعلان کړې دي. د سرچینې په وینا د فراه، فاریابو، نورستان، کونړ، خوست او بدخشان ولایتونو وروستۍ يې پایلې اعلان کړې دي. د ټاکنو کمیسیون د معلوماتو له مخې له فراه همایون شهید زاده، عبدالستار حسیني، عبدالنصیر فراهي، عبدالغفار ...

نور ولوله »

څرخي‌پله زندان کې سلګونو زندانیانو اعتصاب پیل کړی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۱سلواغې، ۱۳۹۷ل): د څرخي‌پله زندان شپږم بلاک کې سلګونو زندانیانو د نه خوړو اعتصاب پیل کړی او له حکومته يې د خپلو حقونو د تر لاسه کولو غوښتنه کړې ده. له یاد بلاک نه یوې سرچینې نن ټکی اسیا ته ویلي، د ګڼو هغو ستونزو له امله چې حکومت يې تکراري ورسره قصداً مخ کوي، دوی ...

نور ولوله »