خبرونه

کونړ: د سېلابونو له امله د یوې کورنۍ 10تنه وژل شوي

نن ټکی اسیا (شنبه،۳وږی ۱۳۹۷ل): د هیواد په ختیځ، کونړ ولایت د غازي آباد ولسوالۍ مربوط په ادرین او هیلګل درو کې تېره ورځ سېلابونو ګڼ شمېر کورونه وړي او 11 کسان يې وژلي دي چې لس يې د یوې کورنۍ غړي دي. د کونړ د والي ویاند عبدالغني مصمم په غازي اباد کې د سېلابونو راتللو او خلکو ته ...

نور ولوله »

جلال آباد: چاودنه کې 8 کسانو ته مرګ ژوبله اوښتي

نن ټکی اسیا (شنبه،۳وږی ۱۳۹۷ل): د جلال آباد ښارامنیتي چارواکي وایی، چې نن شنبه د ورځي 11نیمو بجو شاوخوا، د ټاکنو کمیسیون مخې ته درنه چاودنه رامنځ ته شوه چې د دوی په وینا ځان وژونکی برید و، او له امله یې 8 تنو ته مرګ ژوبله واوښتله. د ننګرهار امنیه قومندان رسنیو ته ویلي چې د انتخاباتو د کمیسون ...

نور ولوله »

حکومت د ټاکنو کمیسیون له مخې خېمې ټولې کړې دي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۳وږي، ۱۳۹۷ل): د کابل ښار د نهمې امنیتي حوزې مسؤلینو نن شپه د ټاکنو کمیسیون دفتر مخې ته د معترضو ایستل شویو نوماندانو د پلویانو له لوري وهل شوې خېمې ور ټولې کړې دي. د دې حوزې امر بسم الله تابان وايي، د خېمو ټولولو «عملیاتو» يې دوه ساعته وخت ونیو او په وینا يې چاته ...

نور ولوله »

مجاهد: په ننګرهار کې امریکایان د داعش په ګټه بمباري کوي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲ وږی، ۱۳۹۷ل): د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې د تیرو څه وخت راهیسي ددوی جنګیالیو په ننګرهار کې د داعش پر وړاندي عملیات پيل کړي خو هر وخت چې دوی پرمختګ کوي، امریکايي الوتکې راځي او طالبانو باندي بمبار کوي چې له امله یې ددوی پرمختګ ټکنی کیږي او تلفات ویني. نوموړي ویلي ...

نور ولوله »

امریکا له یمن نه خپل هوایی او ځمکني ځواکونه وایستل

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲وږی ۱۳۹۷ل): د رویټرز خبري آژانس خبر ورکړی چې امریکا په یمن کې د سعودي پوځي ملګرتیا پري ایښي ده، آژانس زیاتوي چې پنټاګان له یمن څخه د خپل هوایي او ځمکني ځواکونو زیاتره برخه د کانګرس تر سختو فشارونو وروسته ایستلي. رویټرز د امریکایي چارواکو له قوله ویلي، امریکا خپل نظامي پرسونل چې د سعودي ...

نور ولوله »

د داعش مشر ابوبکر البغدادي نوی غږیږ پيغام خپور کړی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱ وږی، ۱۳۹۷ل): د داعش ډلې مشر ابوبکر البغدادي نوی پیغام خپور شوی. نوموړي ته منسوب دغه غږیږ پيغام د داعش «الفرقان» رسنیزې موسسې خپور کړی دی. د نوموړي پیغام د غربي او عربي رسنیو د هغو ادعاو یو کال وروسته خپریږي چې کله یې نوموړی وژل شوی او کله یې ټپی شوی بللی و. د ...

نور ولوله »

افغانستان لپاره د امریکا نوی ټاکل کېدونکی استازی به د پاکستان لپاره سرخوږی وي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه،۱ وږی، ۱۳۹۷ل): د امریکا د بهرنيو چارو وزارت سرچينو ويلي، چې د بهرنيو چارو وزیر مايک پومپيو افغان نژاد امريکايي ديپلومات زلمی خليلزاد افغانستان لپاره د امریکا خاص استازی ټاکي. خليلزاد په افغانستان کې پيدا شوی، خو زده‌کړې او سياسي ژوند يې په امریکا کې له جمهوري غوښتونکي ګوند سره کړی دی. نوموړي په تېرو اوولسو ...

نور ولوله »

نیکولسن په خپل وروستي خبري کانفراس کې: د ټرمپ ستراتیژي کامیابه ده

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱ وږی، ۱۳۹۷ل): په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو عمومي قومندان جنرال نیکولسن تېره ورځ چهارشنبه خپل وروستی مطبوعاتي کانفرانس وکړ او ادعا یې وکړه چې د جنوبي اسیا په اړه د ولسمشر ټرمپ ستراتیژي کامیابه ده. نیکولسن په داسي وخت کې د ټرمپ د ستراتیژي د کامیابه کیدو خبر ورکوي چې د غزني ...

نور ولوله »

عمران خان: سر له اوسه وايم، چې پاکستان د امریکا غلام نه دی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه،۱ وږی، ۱۳۹۷ل): د پاکستان نوي لومړي وزير عمران خان ويلي، چې هېواد به يې د امریکا حليف وي، خو په سوله کې نه په جګړه کې او زياته کړې يې ده، چې امريکا بايد پاکستان ته د ملګري په سترګه وګوري، نه د غلام په سترګه؛ ځکه چې امریکا له افغانستانه د وتلو لپاره پاکستان ته ...

نور ولوله »

له امریکا وروسته کابل هم د مسکو غونډه کې له ګډونه انکار کړی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه،۱ وږی، ۱۳۹۷ل): د ګډ حکومت د بهرنيو چارو وزارت ويلي، چې د افغان سولې په اړه د مسکو په غونډه کې ګډون نه کوي. د ګډ حکومت د بهرنيو چارو وزارت وياند صبغت الله احمدي رسنيو ته ويلي، چې د  افغانستان په اړه بايد ټولې غونډې د افغان حکومت په مشرۍ ترسره شي او له همدې ...

نور ولوله »