fbpx

خبرونه

يوناما له ټاکنیز کمیسیونه د ولسمشریزو ټاکنو د مهال‌وېش اعلان غوښتی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۸لړم، ۱۳۹۷ل): په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر، یوناما؛ وايي د ټاکنو کمیسیون باید د ولسمشریزو ټاکنو مهال‌وېش اعلان کړي. د دې دفتر مشر تدامچي یاماموتو ويلي، دغه کمیسیون باید اعلان کړي چې ولسمشریزې ټاکنې کله کېږي. ګډ حکومت چې د اشرف غني او عبدالله عبدالله تر منځ د دوو کلونو په قرارداد جوړ ...

نور ولوله »

پکتیکا: امریکایانو ملکيانو ته دروند ځاني او مالي زیان اړولی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۸لړم، ۱۳۹۷ل): د پکتیکا په نکه ولسوالۍ کې امریکايي او کورنیو عسکرو د ولسوالۍ بازار کې لسګونه دوکانونه په بمونو الوزولي او اوه تنه کلیوال يې وژلي. ګډو عسکرو تېره شپه د نکې ولسوالۍ په بازار کې شاوخوا ۴۰ دوکانونه په بمونو والوزول او د دوو زده کوونکو په ګډون يې اوه تنه ولسي وګړي ...

نور ولوله »

امریکايي متقاعد ډګروال: امریکایان له جګړو او وژنو خوند اخلي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۸لړم، ۱۳۹۷ل): امریکا په افغانستان کې د وینې بهولو بهیر ۱۷ کلونو ته اوږد کړ، عراق کې يې تر ۱۵ کلونو ورساوه او د نړۍ ګوټ ګوټ کې يې د خلکو وژلو ته کار ویلی دی. د امریکايي هوايي قواو متقاد ډګروال ویلم اسټور وايي امریکایان له جګړو او وژنو خوند اخلي او په وینا ...

نور ولوله »

غزني؛ امریکایانو پر مدرسه چاپه اچولې، اوه تنه يې وژلي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۸لړم، ۱۳۹۷ل): د غزني په واغظ ولسوالۍ کې امریکایانو پر مدرسه چاپه وهلې او اوه تنه د مدرسې طالبان يې وژلي دي. په دې شپنیو عملیاتو کې چې امریکایانو د داخلي عسکرو په ملګرتیا ترسره کړي، مدرسې ته هم مالي زیان اوښتی دی. پېښه تېره شپه د واغظ ولسوالۍ په سربلند کلا سیمه کې شوې ...

نور ولوله »

طالب مشر د استسقاء د لمانځه لپاره پر ولس غږ وکړ

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۸لړم، ۱۳۹۷ل): طالب مشر شیخ الحدیث مولوي هبة الله اخندزاده پر ولس غږ کړی چې د وچکالۍ د له منځه تلو او الهي رحمت د غوښتو په موخه استسقاء لمونځونه وکړي. په همدې مناسبت خپاره کړي پیغام کې شیخ الحدیث مولوي هبة الله اخندزاده ویلي، وچکالي د الله جل جلاله یو ازمېيښت دی، چې د ...

نور ولوله »

غزني: د طالبانو تر واک لاندې سیمه کې لویه دیني مدرسه پرانیستل شوه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۸لړم، ۱۳۹۷ل): د غزني ده یک ولسوالي چې د طالبانو له لوري له څو ځلې سقوط وروسته اوس پکې بشپړ د دوی واک دی، یوه لویه دیني مدرسه پرانیستل شوه. دغه مدرسه چې په اساسي ډول جوړه شوې، د ده یک په رباط کلي کې جوړه شوې ده. رباط کلی چې تر لسیزې ډېر د ...

نور ولوله »

جرمني د افغان پوځ یو عسکر په جنګي جرمونو تورن کړی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۸لړم، ۱۳۹۷ل): جرمني حکومت د شکایتونو پر اساس هغه افغان عسکر نیولی، چې د دندې پر وخت يې زندانیان ځورولي دي. د جرمني فدرالي څارنوالۍ ویلي، احمد ظاهر په افغانستان کې د ندې پر وخت زندانیان شکنجه کړي ي. سرچینه زیاتوي، هغه زندانیان تر ویښتانو کش کړي، په پلاستیکي پیپ ويې وهلي او په ځمکه ...

نور ولوله »

مشرانو جرګه: روزګان کې خلکو د طالبانو په ملاتړ د اربکیانو پر ضد وسله اخیستې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۸لړم، ۱۳۹۷ل): روزګان یو له هغو ولایتونو ګڼل کېږي، چې اوسېدونکو يې پرلپسې له ځايي اربکیانو شکایتونه کړي دي. په دې ولایت کې د اربکیانو یو مشر حکیم شجاعي و، چې تېره ورځ طالبانو مخامخ ټپي کړی او وروسته ومړ. د مشرانو جرګې د شکایتونو اورېدو کمیسیون مشر حنیف حنفي وايي روزګان کې ځايي خلکو ...

نور ولوله »

حکيم شجاعي د ژورو ټپونو له امله مړ شوی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۸لړم، ۱۳۹۷ل):  په روزګان ولايت کې د بشري جرمونو او ولسي خلکو د وژنو ستر عامل  او د ځايي اربکيانو مشر حکيم شجاعي له طالبانو سره په جګړه کې له ټپي کېدو وروسته مړ شوی دی. تېره ورځ رسنيو ويلي و، چې حکيم شجاعي ټپي او د هغه د مرستيال فکوري په ګډون شل تنه ...

نور ولوله »

اسرائيلي وزيرانو د لومړي ځل لپاره اماراتو ته رسمي سفر کړی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۸لړم، ۱۳۹۷ل): د اسرائيلو  د لوبو او ثقابت وزيره د لومړي ځل لپاره متحده عربي اماراتو ته په رسمي سفر تللې او د خپل سفر ويډيو په ټويټر او فيسبوک هم خپره کړې، چې په لوپټه کې د شيخ زايد د جومات څخه ليدنه کوي. د فرانسې اې ايف پي خبري اژانس ليکلی، چې د ...

نور ولوله »