خبرونه

وروستیو مذاکراتو کې د طالب‌پلاوي له مشر شیر محمد عباس ستانکزي سره ځانګړې مرکه-ویډیو

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۱۰ سلواغې، ۱۳۹۷ل): د طالبانو د سیاسي دفتر پخوانی مشر شیر محمد عباس ستانکزی وايي، راتلونکې ناسته کې به وروستۍ پرېکړې کېږي او د دې پرېکړو د ژمنتیا لپاره به با اعتباره اړخونه د ضمانتونو په توګه هم برخه وال وي. ښاغلي ستانکزي ويلي امریکایانو ورته د ټولو ځواکونو د وتلو ډاډ ورکړی او دوی ...

نور ولوله »

ضعیف: سولې ته د رسېدو لپاره باید سوله «لومړیتوب» وبلل شي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۰سلواغې، ۱۳۹۷ل): په پاکستان کې د افغانستان پخوانی سفیر ملا عبدالسلام ضعیف وايي، سولې ته د رسېدو لپاره باید سوله لومړیتوب وګڼل شي. هغه د روانې جګړې د ختمو لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره د خبرو اترو په تړاو روانو هڅو ته خوشبیني ښوودلې او ډاډه دی چې مثبت لور ته حرکت ...

نور ولوله »

ټاکنې؛ د شپږو ولایتونو وروستۍ پایلې اعلانېږي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۰سلواغې، ۱۳۹۷ل): د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي، د نن ورځې په اوږدو کې به د شپږو نورو ولایتونو وروستۍ پایلې اعلان شي. د دې کمیسیون ویاند او کمېشنر سید حفیظ الله هاشمي وايي، دوی د یوې اوونۍ په اوږدو کې د شپږو ولایتونو وروستۍ پایلې څېړلې او نن به يې د یوې غونډې په ترڅ کې ...

نور ولوله »

دطالبانو دسياسي دفتر پخواني مشر سره د نن ټکي اسيا مرکه ډېر ژر…

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۱۰ سلواغې، ۱۳۹۷ل): تېره اوونۍ په قطر کې د طالبانو د سیاسي استازو او امريکايي لوري ترمنځ دوه ورځني مذاکرت پيل شول خو دا خبرې بيا تر شپږو ورځو وغځېدې. دا د طالبانو او امريکايي لوري ترمنځ څلورمه مخامخ ناسته وه چې دواړو لوريو يې ورڅخه د لاسته راوړنو او په مذاکراتو کې د پرمختګ ...

نور ولوله »

روسيه د افغان سولې په اړه د بلې ناستې کوربه توب ته ليواله ده

zamir-kabulov-2009-9-12-3-40-18

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۹سلواغې، ۱۳۹۷ل):  افغانستان لپاره د روسي ولسمشر  ويلاديمير پوتين خاص استازی ضمیر کابلوف په اسلام اباد  کې  له پاکستاني چارواکو سره د افغانستان سولې په اړه په خبرو اترو بوخت دی. د پاکستان ډيلي ټايمز ورځپاڼې ليکلي، چې کابلوف د پاکستان د بهرنيو چارو وزیر  شاه محمود قریشي، د بهرنيو چارو وزارت مرستيالې تهمينه جنجوعه ...

نور ولوله »

مزار شریف کې د پاکستان قونسلګري بيرته پرانيستل شوه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۹سلواغې، ۱۳۹۷ل): د بلخ ولايت په مرکز مزار شريف کې د پاکستان کونسلګرۍ د دوه ورځو بندېدو وروسته نن بيرته پرانستل شوه. دوه ورځې وړاندې د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي وو چې چې په مزار شريف کې يې د پاکستان کونسلګرۍ د امنيتي تهديدونو له امله بنده کړه او زیاته کړې يې وه ...

نور ولوله »

بلوچستان کې د امنيه قومندان پر دفتر برید کې شل تنه ټپيان شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۹سلواغې، ۱۳۹۷ل): د بلوچستان ايالت په لورلايي سيمه کې د پوليسو د امنيه قومندان پر دفتر وسله وال برید کې د اتو پوليسو په  شمول شل  تنه ټپيان شوي او دوه بریدګر هم په ځوابي ډزو کې وژل شوي دي. ځايي پوليس وايي، چې څلورو بریدګرو د پوليسو د امنيه قومندان په دفتر کې پر ...

نور ولوله »

سپينه ماڼۍ: د افغانستان جګړې  پای ته رسول د امریکا لپاره لومړيتوب لري

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۹سلواغې، ۱۳۹۷ل): سپينه ماڼۍ وايي، چې د افغانستان اوولس کلنې جګړې د پای ته رسول د ولسمشر ټرمپ ادارې لپاره لومړيتوب لري. د سپينې ماڼۍ وياندې سارا سنډرز په خپلې خبري غونډه کې د افغانستان روانې  جګړې د پای ته رسولو او سولې په اړه وويل، چې امریکا د افغانستان جګړې د پای ته رسولو ...

نور ولوله »

طالبان: نظام کې د اسلامي ارزښتونو او ملي ګټو خلاف هیڅ نه منو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۹سلواغې، ۱۳۹۷ل): تېره ورځ په اسلام اباد کې د افغانستان پخواني سفیر ملا عبدالسلام ضعیف په یوه مرکه کې وویل، له بهرنیانو وروسته به طالبان د افغانانو په حیث له افغانانو سره خبرې وکړي، نه د یوې ډلې او حکومت په حیث. هغه پخپله مرکه کې د نظام پر ډول تبصره تر وخت وړاندې وبلله، ...

نور ولوله »

ضعیف: له بهرنیانو وروسته بین الافغاني خبرې کېدونکې دي-ويډیو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۹سلواغې، ۱۳۹۷ل): په پاکستان کې د افغانستان پخوانی سفیر ملا عبدالسلام ضعیف وايي، وروسته له هغه چې د بهرنیو ځواکونو وتل یقیني شي، د سولې خبرې اترې به بین الافغاني اړخ خپل کړي. هغه له اشنا تلویزون سره خبرو کې وویل، د طالبانو ډېر تمرکز پر دې دی، چې د بهرنیو ځواکونو وتلو باندې يې ...

نور ولوله »