خبرونه

د کورنيو چارو وزارت سرپرست امرالله صالح استعفا ورکړې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۹مرغومي، ۱۳۹۷ل ): د ګډ حکومت د کورنيو چارو سرپرست وزير امرالله صالح له نږدې يوې مياشتې دندې ترسره کولو وروسته له خپلې دندې استعفا ورکړې ده. د کورنيو چارو  وزارت وياند نجيب دانش د ښاغلي صالح د استعفا پخلی کړی دی. دولتي سرچينې وايي، چې صالح په راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو کې د ګډ حکومت د ...

نور ولوله »

ولسمشريزې ټاکنې: د نوماندانو شمير لسو ته ورسېد

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۹مرغومي، ۱۳۹۷ل ): د افغانستان ولسمشريزيو ټاکنو ته د نوم ليکنې بهير سبا وروستۍ ورځ ده او تر اوسه په دې پروسه کې لس تنو نوماندانو د ولسمشريزو ټاکنو له پاره خپله نوماندي ثبت کړې ده. نن له غرمې وروسته د حزب اسلامی مشر ګلبدين حکمتيار هم د ټاکنو خپلواک کمیسيون ته ورغی او هلته يې ...

نور ولوله »

ننګرهار کې د ملي اردو او اربکيانو ترمنځ نښته شوې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۹مرغومي، ۱۳۹۷ل ): د ننګرهار ولايت په ښېوې ولسوالۍ  کې د ملي اردو د عسکرو او اربکيانو ترمنځ نښته کې دوه اربکيان او يو دوکاندار وژل شوي دي. ځايي خلک وايي، دا پېښې نن شنبه سهار مهال د ښېوې ولسوالۍ په بازار کې رامنځته شوې ده. د ننګرهار ولايت وياند عطاءالله خوږياڼي رسنيو سره په خبرو ...

نور ولوله »

د طالبانو بريد کې ټپي شوی امريکايي عسکر مړ شو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۹مرغومي، ۱۳۹۷ل ): د بادغیس ولایت په جوند ولسوالۍ کې د طالبانو په بريد کې ټپي شوی امريکايي عسکر مړ شو. د امريکا د دفاع وزارت وايي چې د کاميرون ايمېډوک په نامه دا عسکر د روانې ميلادي میاشتې په ۱۳ مه نېټه د بادغيس ولایت په جوند ولسوالۍ کې د طالبانو په بريد کې ټپي ...

نور ولوله »

ولسمشريزې ټاکنې: ګلبدين حکمتيار هم نوماند شو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۹مرغومي، ۱۳۹۷ل ): د حزب اسلامي مشر انجينر ګلبدين حکمتيار هم څو شيبې وړاندې د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو له پاره د نوماند په توګه خپل نوم ثبت کړ. ګلبدين حکمتيار فضل هادي وزين لومړی او قاضي حفيظ الرحمن د دويم مرستیال په توګه اعلان کړل. حکمتيار تر دې وړاندې له ځينو سياسی ګوندونو سره د ولسمشريزو ...

نور ولوله »

مکسیکو کې چاودنې ۲۱ کسان وژلي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۹مرغومي، ۱۳۹۷ل ):  د مکسیکو په مرکز کې زورورې چاودنې ۲۱ کسان وژلي او د ۷۰ تنو په شاوخوا کې نور ټپیان دي. د رسنیو په حواله چاودنه هغه وخت رامنځته شوه کله چې یوه ډله کسانو د تېلو د غلا کولو په نیت د تېلو نل لیکه سوری کړه. ویل کېږي د تېلو د نل ...

نور ولوله »

ایکسپريس ټریبيون: شونې ده، د سولې راتلونکې ناسته په اسلام اباد کې وشي

د پاکستان ايکسپريس ټريبيون انګليسي ورځپاڼې د پاکستاني سرچينو په حواله ليکلي، چې په اسلام اباد کې د زلمي خلیلزاد او د بهرنيو چارو د وزیر شاه محمود قریشي ترمنځ هوکړه شوې، چې د سولې راتلونکی پړاو به په اسلام اباد کې وشي، خو طالبانو په اسلام اباد کې له خلیلزاد سره د سولې هر  ډول ناسته رد کړې ده. ...

نور ولوله »

امریکايي څېړونکی: اشرف غني تېر ځل په «درغلیو» ولسمشر شو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۹مرغومي، ۱۳۹۷ل ): د افغانستان لپاره د ستراتېژیکو مطالعاتو د مرکز څېړونکی «تومانس جانسون» وايي، کره اسناد لري چې ښيي اشرف غني تېر ځل په ټاکنو کې په تقلب او درغلیو ولسمشرۍ ته لاره ومونده او د ډېرو محلونو صندقونه یې په ګټه ډک شول. د جانسون په وینا «که څه هم په لومړي پړاو کې ...

نور ولوله »

هند: اسلام اباد دې د کابل د بهرنۍ پالیسۍ پریکړې نه کوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۹مرغومي، ۱۳۹۷ل ): د هند د بهرنیو چارو وزارت وايي « پاکستان ته نه ښايي چې په سیمه ئیزو او نړیوالو مسائلو کې د نورو هیوادونو د رول لوبولو یا نه لوبولو په اړه پریکړه وکړي». د دې وزارت ویاند «ریویش کمار» له رسنیو په خپلو خبرو کې وویل «اسلام اباد د ازاد کابل په موجودیت ...

نور ولوله »

کولمبیا: چاودنې «۹۰» کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۸مرغومي، ۱۳۹۷ل): د کولمبیا هیواد په پلازمینه «بوګوټا» کې زوروې چاودنې شاوخوا «۹۰» کسانو ته مرګ ژوبله اړولې. د رسنیو د راپورونو په اساس، چاودنه د پولیسو په یوه روزنیز مرکز کې شوې چې په نتیجه کې یې «۲۱» کسان وژل شوي او شاوخوا «۷۰» نور ټپیان دي. راپورونه زیاتوي، چاودېدونکي توکي په یوه موټر کې ...

نور ولوله »