fbpx

خبرونه

ميدان وردګ: دولس امنيتي سرتيرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۳لړم، ۱۳۹۷ل): د ميدان وردګ ولايت په سيد اباد ولسوالۍ کې په يوې امنيتې پوستې د طالبانو په بريد کې ۱۲ سرتيرو ته مرګ ژوبله اوښتې. د ميدان وردګ د امينه قومندانۍ وياند حکمت الله دراني رسنيو ته ويلي دي چې طالبانو تيره شپه د سيد اباد ولسوالۍ په «منګلي» سيمه کې د عسکرو په پوسته ...

نور ولوله »

دفاع وزارت وايي د غزني جګړې ته يې تازه ځواکونه لېږلي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۳لړم، ۱۳۹۷ل): د دفاع وزارت وايي د غزني په مالستان او جاغوري ولسوالۍ کې د جګړې د ګرمېدو لپاره يې تازه ځواکونه سیمې ته لېږلي دي. هغوی چې له نږدې څو ورځو راهیسې ورته دعوې کوي، خو د سیمي اوسېدونکي وايي طالبان د ولسوالۍ مرکز ته رسېدلي او لارې هم د دوی په واک کې دي. ...

نور ولوله »

غزني؛ مرکز کې طالبانو د یوې حوزې مرکز نیولی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۳لړم، ۱۳۹۷ل): په داسې حال کې چې حکومت د غزني له مرکزه خورا په لرې فاصله کې پرتو ولسوالیو د ساتنې اندېښنې اخیستی، طالبانو په مرکز کې د جګړې خبر ورکړی دی. تېره شپه ښار ته څېرمه نو اباد سیمه کې طالبانو پر پوځي او امنیتي مرکزونو بریدونه وکړل، چې د دوی په وینا ۱۴ عسکر ...

نور ولوله »

روزګان؛ طالبان وايي یو بهرنی او ګڼ دولتي عسکر يې وژلي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۳لړم، ۱۳۹۷ل): د روزګان په ترینکوټ کې د جګړې په اړه طالبان وايي یو بهرنی او ګڼ کورني عسکر يې وژلي دي. طالب ویاند ذبیح الله مجاهد پخپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې تېره شپه د دوی سرتېرو د مرکز په مربوطاتو کې یو بهرنی و او شپږ داخلي عسکر وژلي دي. په دې جګړه کې يې ...

نور ولوله »

اسوشټیډ پریس: د دولتي عسکرو روحیه سخته ځپلې ده

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۳لړم، ۱۳۹۷ل): اسوشټیډ پریس د ملي اردو د یو پخواني عسکر له خولې لیکلي چې د عسکرو روحیه ځپلې، مایوسه او له دندو زړه توري دي. دغه عسکر چې تمیم دروېش نومېږي، د اردو په لیکو کې پنځه کاله وسله پر غاړه ګرځولې، خو اوس کابل ښار کې مزدوري کوي. هغه وايي عسکري کې يې ۱۸۰ ...

نور ولوله »

طالبان: د کمال خان او سلما بندونو د ساتنې امر راته شوی

نن ټکی اسيا ‍(چهار شنبه، ۲۳ لړم، ۱۳۹۷): د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي په یوې تازه خبرپاڼې کې ویلي چې ددوی مشر له خوا طالبانو ته امر شوی چې د سلما او کمال خان بندونو په شمول د هیواد د ټولو ټولګټو پروژو ساتنه وکړي او بل چاته هم اجازه ور نه کړي چې د هیواد ملي سرمایې ته ...

نور ولوله »

ميډل ايسټ ای: بن سلمان اسرائيل پر غزې برید ته هڅولي

نن ټکی اسيا ‍(چهار شنبه، ۲۳ لړم، ۱۳۹۷):د منځني ختيځ د چارو څارونکې «ميډل ايسټ» برتانوي ويب پاڼې د سعودي د داخلي سرچينو له قوله ليکلي، ولي عهد محمد بن سلمان هڅه کړې، د اسرائيلو لومړی وزير بنيامين نتنياهو په غزه کې د حماس جهادي ډلې پر ضد جګړې ته وهڅوي، تر څو د جمال خاشقجي د وژنې له قضيې ...

نور ولوله »

شنونکي: له ولسمشريزو ټاکنو سوله ډېره مهمه ده

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۹ لړم، ۱۳۹۷ل): وروسته له هغه چې امريکا په افغانستان کې د ولسمشريزو ټاکنو د ځنډولو او د افغانستان د مسئلې د حل کولو په موخه په افغان حکومت د فشار راوړلو خبره وکړه، د افغانستان حکومت يې په وړاندې غبرګون وښود او ويې ويل چې ولسمشريزې ټاکنې به په خپل وخت ترسره کيږي. خو يو ...

نور ولوله »

اسلام اباد څخه تښتول شوی د پوليسو افسر ننګرهار کې وژل شوی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۹ لړم، ۱۳۹۷ل): د اسلام اباد د پوليسو يو افسر او د پښتون ژغورنې غورځنګ ملاتړی محمد طاهر داوړ په ننګرهار ولایت کې وژل شوی دی. محمد طاهر داوړ د اکتوبر په اووه ويشتمه نېټه د پاکستان له پلازمينې اسلام اباد څخه تښتول شوی و چې نن يې جسد په تورخم کې پاکستاني چارواکو ته سپارل ...

نور ولوله »

اشرف غني: څلورو کلونو کې له ۲۸ زرو ډېر امنيتي سرتيري وژل شوی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۲لړم، ۱۳۹۷ل):د ګډ حکومت مشر محمد اشرف غني په تيرو څلورو کلونو کې د امنيتي ځواکونو د مرګ ژوبلې ارقام په ډاګه کړل. محمد اشرف غني د امريکا د جان هاپکينز پوهنتون محصلينو يوې غونډې ته له کابل څخه يې د ويډېويي کنفرانس له لارې خبرې کولې، د خپلو خبرو په ترڅ کې يې وويل ...

نور ولوله »