خبرونه

فاریاب: امنیتي ځواکونو د بلچراغ ولسوالۍ سلامته طالبانو ته سپارلې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۸زمري، ۱۳۹۷ل): طالبان وايي د فاریاب ولایت په بلچراغ ولسوالۍ کې يې د دې ولسوالۍ، پر مرکزي ودانۍ، امنیه قومندانۍ او شاوخوا پوستو د علمیاتو پیل وکړ، چې ټولو پرسونلو ولسواولي سلامته ور وسپارله. د طالبانو د خبرپاڼې له مخې په ولسوالۍ کې مېشتو ځواکونو د دوی د تسلیمۍ غږ ته لبیک ووایه او له جګړې ...

نور ولوله »

کابل: شپاړسمه حوزه کې دوه توغندي لګېدلي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۸زمري، ۱۳۹۷ل): د کابل ښار په شپاړسمه حوزه کې دوه توغول شوي توغندي لګېدلي دي. د کابل ښار امنیه قومندانۍ ویاند حشمت ستانکزی وايي، توغندي د قلعه زمان خان مربوطاتو کې لګېدلي او په وينا يې ځانې زیان نه لري. هغه وايي د توغندیو د را توغېدو دقیقه سیمه نه ده معلومه شوې، خو د کابل ...

نور ولوله »

طالبان: امریکایان دې د برتانوي امپراطورۍ په ګونډو کېدل نه هېروي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۸زمري، ۱۳۹۷ل): نن له انګریزانو نه د خپلواکۍ د بېرته اخېستو نهه نویمه کلیزه ده، چې د پلازمېنې په ګډون د ځينو ولایتونو په مقامونو کې هم نمانځل کېږي. طالبانو د همدې ورځې په مناسبت په خپره کړې اعلامیه کې لیکلي، چې بهرني یرغلګر دې د برتانوي امپراطورۍ شکست نه هېروي او له هغوی دې عربت ...

نور ولوله »

نیویارک ټایمز: په افغانستان کي‌ څوک جنګ ګټي؟

نن ټکی اسیا (يكشنبه، ۲۸ زمري، ۱۳۹۷ل): د نیویارک ټایمز مشهور خبریال راډ نورډلنډ په افغانستان کي‌ اوږده سابقه او تجربه لري، او د امریکا له اشغاله مخکي ئې هم افغانستان ته بار بار سفرونه کړي ول، او رپوټونه ئې برابر کړي ول. ښاغلی راډ د اګسټ پر ۱۸ مه باندي لیکي په افغانستان کي دوه جنګه روان دي،: یو ...

نور ولوله »

د طالبانو مشر: د اسلامي نظام او هیواد د ازادۍ په سر د معاملې تمه دې څوک نه لري

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۷ زمري، ۱۳۹۷ل): د طالبانو مشر شیخ هبت الله اخندازه ویلي چې سوله او امنیت د طالبانو له سترو اهدافو څخه دي خو د «اشغال» په حال کې یې راتلل ناشوني دي. هغه د «اشغال» خاتمه د سولې او «اسلامي حاکمیت» د نجات یوازینۍ لارې ګڼلي دي. د طالبانو مشر د اختر په مناسبت پیغام کې ...

نور ولوله »

عمران خان د پاکستان ۲۲م لومړی وزیر وټاکل شو

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۶ زمري، ۱۳۹۷ل): نن د جمعې په ورځ ماځیګر مهال د پاکستان په پارلمان کې د لومړي وزیر د ټاکلو لپاره ټاکنې تر سره شوې، چې عمران خان په اکثریت سره وګټلې او نوموړی د پاکستان په تاریخ کې ۲۲م منتخب لومړی وزیر وټاکل شو. د تحریک انصاف مشر عمران خان د پارلمان د غړو ۱۷۶ ...

نور ولوله »

ولسمشر غني د غزني ويجاړ شوي ښار د بيا جوېدو ژمنه وکړه

نن ټکی اسیا (جمعهه، ۲۶زمري، ۱۳۹۷ل):د ګډ حکومت مشر اشرف غني نن سهار د غزني ولايت وروستيو خونړيو پېښو د اروزنې لپاره دغه ولايت ته ‏رسېدلی دی.‏ له ارګه په خپره شوې ويناپاڼې کې راغلي، چې ولسمشر غزني ته له رسېدو وروسته د وروستيو جګړو قربانيانو ته د قرانکريم ختم او فاتحه وکړه او له ‏امنيتي مسوولينو سره په وروستيو ...

نور ولوله »

نی: غزني کې طالبانو ټولې رسنۍ تړلې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۵زمري، ۱۳۹۷ل): د خپلواکو رسنیو د ملاتړ اداره، نی؛ وايي په غزني کې طالبانو ټولې رسنۍ تړلې او دا يې د بیان ازادۍ خلاف ګام بللی دی. د دې ادارې مشر مجبب خلوتګری نن په کابل کې خبري ناستې ته وویل، چې طالبانو د غزني په جګړه کې ټولې رسنۍ تړلې وې او د همداسې تړلي ...

نور ولوله »

هلمند: ناوه کې امریکایانو ۱۹ اربکیان وژلي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۵زمري، ۱۳۹۷ل): د هلمند په ناوه ولسوالۍ کې امریکایانو پر اربکیانو هوايي برید وکړ او ۱۹ تنه يې ځای پر ځای ووژل. ځايي سرچینې وايي چې پېښه تېره شپه د دې ولسوالۍ په حاجي جنګ اغا سیمه کې وروسته له هغه رامنځته شوه، چې طالبانو د اربکیانو یوه پوسته ونیوله. طالبانو هم د پېښې پخلی کړی ...

نور ولوله »

فاریاب: دشیرین تګاب ولسوال د طالبانو په مخامخ برید کې وژل شوی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۵زمري، ۱۳۹۷ل): په فاریاب کې د شیرین تګاب ولسوالۍ ولسوال د طالبانو په برید کې وژل شوی دی. خواجه سراج الدین نن د دولت اباد – اندخوی په لویه لاره د طالب سرتېرو له لوري وژل شوی دی. پژواک د ځایي امنیتي سرچینې په حواله وايي چې له نومړي سره د هغه یو زوی، خوریی او ...

نور ولوله »