خبرونه

ننګرهار: يو صراف وژل شوی او پوليس ډبول شوي دي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۱وری، ۱۳۹۸ل): د افغانستان په ختيځ ولایت ننګرهار کې په دوو جلا جلا پيښو کې يو صراف وژل شوی او څو تنه پوليس ډبول شوي دي. د راپورونو له مخې نن سهار د ننګرهار ولايت په مرکز جلال اباد ښار کې يو تن صراف د نامعلومو کسانو له لوري په ډزو ويشل شوی دی او بريد ګر ...

نور ولوله »

عبدالله: د سولې لپاره یو واحد دریځ ته اړتیا ده

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۱وری، ۱۳۹۸ل): اجراییه رییس عبدالله عبدالله وايي، د سولې په روانه پروسه کې د پاشلیو هڅو منسجمول پکار دی او باید له واحد دریځه خبره وشي. هغه نن کابل کې د توبرکلوز د ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وویل، چې دوی هڅه کوي چې تر يوې رهبرۍ لاندې د سولې هڅې را ټولې کړې. ...

نور ولوله »

پکتيکا کې يو روغتون په بمونو الوځول شوی

نن ټکی اسيا: (يکشنبه، ۱۱ وری، ۱۳۹۸ل): د پکتيکا ولايت په برمل ولسوالۍ کې نامعلومو وسله والو یو روغتون په چاودېدونکو توکو الوځولی دی. د پکتيکا ولايت چارواکي وايي چې ددې ولايت په برمل ولسوالۍ کې تيره شپه نامعلومو وسله والو يو روغتون په بمونو الوځولی او نړولی يې دی. ددې ولايت د عامې روغتيا رئيس اسدالله رسولي رسنيو ته ...

نور ولوله »

امریکايي رسنۍ: افغانستان کې بمبار کومه «ګټه» ونه کړه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۱وری، ۱۳۹۸ل): امریکايي رسنۍ ډيفنس ان لیکلي افغانستان کې په دې وروستیو کې د بمباریو باران جوړ شو، خو ګټه يې ونه کړه. د دې رسنۍ په قول وروستي کال کې د هوايي بریدونو او بمباریو تر ټولو ډېر زیان ولسي وګړو ولید او همدارنګه يې دولتي ځواکونه هم ښکار شول. رسنۍ وړاندې لیکي، ښه به ...

نور ولوله »

پکتيکا: حکومت د خوشامند ولسوالۍ بازار د نړولو امر کړی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۱ وری، ۱۳۹۸ل): د پکتيکا ولايت د خوشامند ولسوالۍ چارواکو ددې ولسوالۍ د مرکزي بازار د نړولو امر کړی دی. له پکتيکا ولايت څخه يوې سيمه ييزې سرچينې نن ټکي اسيا ته ويلي دي چې د خوشامند ولسوالۍ امنيه قومندان څو ورځې وړندې ددې ولسوالۍ د بازار د نړولو امر کړی دی چې خلک يې انديښمن ...

نور ولوله »

پوهنې وزارت غزني کې د زده کوونکو تلفات غندلي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۱وری، ۱۳۹۸ل): د پوهنې وزارت چارواکي وايي د جګړې ټول اړخونه باید ملکي تلفاتو او په تېره بیا ښوونیزو بنسټونو ته جدي پام وکړي. د دې وزارت ویاندې نوریې نزهت په غزني کې د وړمې ورځې خونړۍ پېښې په تړاو چې پکې ۲۱ زده کوونکو ته مرګ‌ژوبله واوښته خواشيني ښکاره کړې ده. تېره ورځ د غزني ...

نور ولوله »

امریکايي ورځپاڼه: عربي هیوادونه د اسلام پر ضد کرکې ته کار کوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۱ وری، ۱۳۹۸ل): د امریکا څخه خپرېدونکې مجلې «فارین پالیسي» ویلي، ځیني عربي هیوادونه د اسلام سره کرکه لري او د «اسلام فوبیا» یا «د اسلام څخه د ویرې» افکارو ته وده ورکوي. ورځپاڼه زیاتوي، یو شمیر عربي هیوادونه چې په هغو کې «سعودي، امارات او مصر» راځي، په غربي نړۍ کې يې د یو لړ ...

نور ولوله »

طالبانو ته تر ګواښ څو ساعته وروسته پر جنرال دوستم برید

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۰ وری، ۱۳۹۸ل): د اشرف غني لومړی مرستیال جنرال دوستم نن د شنبې په ورځ هغه مهال تر سخت برید لاندې راغی چې یوازې څو ساعته وړاندې یې طالبانو ته ګواښ کړی و؛ که مرکزي حکومت اجازه ورکړي په ۶ میاشتو کې به شمالي سیمې له طالبانو خلاصې کړي. د راپورونه په حواله، نوموړی له خپل ...

نور ولوله »

خوست؛ پر ډېورنډ اغزن سیم د کورنۍ غړي سره بېل کړي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۰وری، ۱۳۹۸ل): د خوست اوسېدونکي وايي پر ډېورنډ فرضي کرښه د اغزني سیم تېرول تر دې ولایته رسېدلي او په ځينو سیمو کې يې ان د يوې کورنۍ غړي سره جلا کړي دي. طلوع‌نیوز د ځايي همکار له خولې وايي، د خوست له مرکز یوازې دېرش کیلومتره لرې، ګربزو ولسوالۍ په بادشاه خان کلی نیم پاکستان ...

نور ولوله »

د سعودي او قطر پاچاهان یو د بل سره مخ کیږي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۰وری، ۱۳۹۸ل): له هغه راهیسي چې د قطر او ګاونډیو هیوادونو په شمول د مصر اړیکې خرابي شوې، دا لومړی ځل دی چې د قطر امیر او سعودي پاچا په یوه غونډه کې سره یو ځای کیږي. ټاکل شوې چې سبا د یکشنبې په ورځ په تونس هیواد کې د عربي هیوادونو سرمشریزه غونډه وشي چې ...

نور ولوله »