خبرونه

د بهرنیو چارو وزارت، د یوې ویډيو له امله د ایران مرستیال سفیر احضار کړ

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲مرغومي، ۱۳۹۷ل): د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د ایران سفارت مرستیال د هغې ویډیو له امله احضار کړی دی، چې خواله رسنیو کې خپره شوې ده. خواله رسنیو کې هغه ویډيو ښکته پورته کېږي، چې د ایراني سرحدي ځواکونو پر لباس ملبس ایراني له نهو افغان کډوالو سره خورا ناوړه چلند کړی دی. د ...

نور ولوله »

سرور دانش؛ د څلورو ټاکنو پر یو ځای ترسره کېدو ټینګار کوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲مرغومي، ۱۳۹۷ل): د ګډ حکومت د یو شریک محمد اشرف غني دویم مرستیال ټینګار کړی چې ولسمشریزې، د غزني د ولسي جرګې، د ولایتي او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې باید یو ځای ترسره شي. سرور دانش پرخپله رسمي فیسبوکپاڼه اوږدې څرګندونې خپرې کړې او ویلي يې دي، چې باید ټاکنیز کمیسیونونه ورته ځواب ووايي. دانش چې پر ...

نور ولوله »

پارلماني ټاکنې: د ننګرهار لومړنۍ پايلې اعلان شوې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲مرغومی، ۱۳۹۷ل): د ټاکنو خپلواک کميسيون د ننګرهار ولایت د ولسي جرګې ټاکنو لومړنۍ پايلې اعلان کړې. د ټاکنو خپلواک کميسيون په ويب پاڼه تيره شپه ناوخته له ننګرهار څخه د ولسي جرګې د برياليو نوماندانو لومړنۍ پايلې اعلان شوې. په دې برياليو اعلان شوو نوماندانو کې عبدالکريم کريمی، فريدون خان مومند، عبدالرؤف شپون، امير محمد ...

نور ولوله »

اندونيزيا کې سونامي زلزلې ۴۳ کسان وژلي او له ۶۰۰ زيات ټپيان کړي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲مرغومی، ۱۳۹۷ل): اندونيزيا کې د سونامي زلزلې له امله لږ تر لږه ۴۳ کسان وژل شوي او له ۶۰۰ سوو زيات ټپيان دي. غربي رسنۍ وايي، چې د دغې سونامي زلزلې له امله لسګونه ودانۍ نړېدلي او ګڼ شمېر خلک نادرکه دي. رسنيو د اندونيزيايي چارواکو له خولې ليکلي،چې سونامي زلزله د اتش فشان غرونو د ...

نور ولوله »

تر دفاع وزیر وروسته، یو بل لوړ پوړي امریکايي چارواکي هم استعفاء ورکړه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲مرغومی، ۱۳۹۷ل): د داعش په وړاندې د امریکا د جګړې ځانګړي څارونکي «بریټ میک ګروک» استعفاء وکړه. د «سي بي ایس» امریکايي ورځپاڼې په حواله نوموړي د سوریې په اړه د ټرمپ تر پریکړې یوه ورځ وروسته خپل استعفاء لیک د بهرنیو چارو وزارت ته سپارلی. بریټ ګروک د خپلې استعفاء لامل د سوریې په اړه ...

نور ولوله »

پاکستان: له افغانستان څخه د امریکايي فوځيانو د ایستلو له پریکړې هرکلی کوو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱ مرغومی، ۱۳۹۷ل): د پاکستان د  بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د ټرمپ هغه پریکړه وستایله چې له مخې به یې امریکايي فوځيان له افغانستان څخه وزي. نوموړي نن ورځ په ملتان کې یوې خبرې ناستې ته په خبرو کې وویل «د امریکا دا پریکړه به په افغانستان کې د سولې راتګ ته لاره هواره ...

نور ولوله »

اسلام اباد کې ۷۵ سلنه ښځينه زده کوونکې په نشو روږدې دي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱مرغومي، ۱۳۹۷ل):  د پاکستان د کورنيو چارو وزير شهريار اپريدي وايي، چې پلازمېنه اسلام اباد کې ۷۵ سلنه ښځينه زده کوونکې او ۵۵ سلنه نارينه زده کوونکي په نشو روږدي دي. د کورنيو چار وزير ويلي، چې په تعليمي ادارو کې د نشه يي توکو سوداګري او په نشو د روږدو زده کوونکو په اړه د ...

نور ولوله »

ننګرهار: طالبانو د زده کوونکو ترمنځ د ويناوالۍ سيالي ترسره کړه

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱مرغومي، ۱۳۹۷ل): طالبانو د ننګرهار په لعلپورې او مومندرې ولسوالۍ کې د ديني مدرسو د دريمې درجې د زده کوونکو ترمنځ د ويناوالۍ سيالي ترسره کړه. د طالبانو د تعليم او تربيې د کميسيون له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې په ټول هيواد کې يې د ديني زده کړو د زده کوونکو ...

نور ولوله »

ننګرهار: شپږ امنيتي عسکر طالبانو ته تسليم شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱مرغومي، ۱۳۹۷ل): طالبان وايي د ننګرهار ولايت په خوږياڼو او غني خېلو ولسواليو کې شپږ تنه دولتي عسکر له دوی سره يو ځای شوي دي. د طالبانو وياند ذبیح الله مجاهد له لوري رسنیو ته په ليږلې خبر پاڼه کې راغلي چې دا شپږ تنه سرتيري د جلب او جذب کمیسيون په هڅو له طالبانو سره ...

نور ولوله »

نورستان کې ترافيکي پيښې ۲۰ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱مرغومي، ۱۳۹۷ل): د نورستان ولایت په نورګرام ولسوالۍ کې د يوې ترافيکي پيښې له امله درې تنه وژل شوي او ۱۷ نور ټپيان شوي دي. دا پيښه تيره ورځ ناوخته د نورستان په لويديځ نورګرام ولسوالۍ په تيسين سيمه کې رامنځته شوه چې له امله يې درې تنه ووژل شول او ۱۷ نور ټپيان شوي دي. ...

نور ولوله »