خبرونه

سروې: د سولې برخه کې اویا سلنه خلک د حکومت پر دریځ مشکوک دي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۹وری، ۱۳۹۸ل): یوه تازه سروې ښيي چې پوره ۷۰ سلنه خلک د سولې په روانه پروسه کې د حکومت پر دریځ مشکوک دي. دا سروې چې په څلورو میاشتو کې د افغانستان د سیمه‌ییزو او ستراتېژیکو مطالعاتو مرکز ترسره کړې ده، وايي چې د جګړې عمده علت د بهرنیانو پوځي موجودیت دی. د دې مرکز یو ...

نور ولوله »

زاخېلوال: د لیست اوږدوالی د کابل «اختلاف» په ډاګه کوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۹وری، ۱۳۹۸ل): په پاکستان کې د اسلام اباد مخکینی سفیر حضرت عمر زاخېلوال وايي، د کابل له لوري د سیاسيونو او حکومت ګډ استازي اوږد لیست دا په ډاګه کوي، چې د دواړو اړخونو تر منځ کوم توافق نه دی شوی. هغه له ازادي راډیو سره خبرو کې وویل، د قطر راتلونکې ناستې ته هیله لري ...

نور ولوله »

ایران: امریکا زموږ پیاوړی ځواک نه‌شي زغملی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۹وری، ۱۳۹۸ل): څو ورځې وړاندې امریکا د ایران سپاه‌پاسداران د تروریزم په نړۍوال لیست کې شامل کړ، چې نن يې په اړه د ایران ولسمشر غبرګون ښوودلی دی. حسن روحاني وايي، امریکا نه غواړي ایران پیاوړی پوځي ځواک ولري او «هیڅ وخت يې نه غواړي.» هغه وویل امریکا په دې اقدام سره چې سپاه‌پاسداران يې د ...

نور ولوله »

یو تن د خپل واده ټول لګښت یو روزنتون ته ورکړی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۹وری، ۱۳۹۸ل): د عطاءالله ویسا په نوم یو تن چې د پوهنې برخه کې له څو کلونو راهیسې فعالیت کوي، د خپل واده ټول لګښت یو روزنتون ته ورکړی دی. هغه چې تېره اوونۍ يې کندهار کې د واده مراسم ترسره کړل، ښايي واده يې په ټول هېواد کې ساده نمونه پاتې شي. ویسا وايي، د ...

نور ولوله »

افغانستان رسنیزې ازادۍ کې درې درجې شاتګ کړی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۹وری، ۱۳۹۸ل): د بې پولي راپورټرانو سازمان وايي افغانستان په رسنیزه ازادۍ کې د نړۍ په سطحه درې درجې شاته تللی دی. د دې سازمان د راپور له مخې افغانستان په یوه کال کې درې درجې شاتګ کړی او په ۱۸۰ هېوادونو کې له ۱۱۸ ځای څخه ۱۲۱م ځای ته تللی دی. دا سازمان هر کال ...

نور ولوله »

بلوچستان: ۱۴ تنه مسافر وژل شوي

نن ټکی اسيا (پنجشنبه، ۲۹ وری، ۱۳۹۸ل): نن د پنجشنبې په شپه ناوخته د کراچي او ګوادر پر لویه لار د مکران په سیمه کې د مسافر وړونکو بسونو څخه کسان کښته شوي او وژل شوي دي. د پاکستاني رسنیو په حواله دغه پيښه د پنجشنبې په شپه پر ۱۲ نیمې بجې د مکران پر ساحلې لاره باندي هغه وخت ...

نور ولوله »

کابل: قطر ناستې ته د تلونکې پلاوي سفر ځنډېدلی

نن ټکی اسيا (پنجشنبه، ۲۹ وری، ۱۳۹۸ل): قطر ناستې ته د تلونکي پلاوي ننی سفر ځنډیدلی دی. نن ټکی اسیا ته د قطر هیواد یوې سرچینې وویل چې د دوی الوتکې ته اجازه نه ده ورکړل شوې تر څو کابل ته سفر وکړي او له هغه ځایه د غونډې ګډونوال دوحې ته را ورسوي. بلخوا په کابل کې ځینو سرچینو ...

نور ولوله »

پوهنې وزارت: ۴۰۰ ښوونځي لا هم د زده کوونکو په مخ تړلي

نن ټکی اسيا (پنجشنبه، ۲۹ وری، ۱۳۹۸ل): د افغانستان د پوهنې وزارت وايي؛ د بېلابېلو ستونزو له امله د ۴۰۰ ښوونځیو دروازې لا هم د زده کوونکو په مخ تړلې پاتې دي. د پوهني وزیر «میرویس بلخي» تېره ورځ په کابل کې یوې ناستې ته وویل «بریدونه، د امنیت نشتون او بېلابېلې ستونزې د ۴۰۰ ښوونځيو د تړل کېدو لامل ...

نور ولوله »

افغانستان کې جنګېدلو کاناډايي عسکرو «ځان وژنو» ته مخه کړې

نن ټکی اسيا (پنجشنبه، ۲۹ وری، ۱۳۹۸ل): په کاناډايي فوځ پورې د تړلو ادارو وروستۍ څېړنې ښيې چې؛ هغه کاناډايي عسکر چې د افغانستان له جګړې ستانه شوي ډېرو یې ځان وژنې ته مخه کړې. د غه څېړنه چې دکاناډايي فوځ د روغتیايي برخې د راپور په اساس چمتو شوې څرګندوي چې؛ د افغانستان په جګړه کې پاتې شوي نارینه ...

نور ولوله »

غني له کابله تلونکي د بین الافغاني ناستې ګډونوال خپل استازي بولي

نن ټکی اسيا (پنجشنبه، ۲۹ وری، ۱۳۹۸ل): کابو له دوو اونیو جنجالونو، ناندریو او سلا مشورو وروسته تېره ورځ  ګډ حکومت د قطر په بین الافغاني ناسته کې د ګډون کوونکو نوملړ نشر کړ، تېر ماښام یاد کسان ارګ ته بلل شوي وو او د ګډ حکومت مشر ورته خپله وینا واورله. اشرف غني یادو کسانو ته په خطاب کې ...

نور ولوله »