خبرونه

بغلان: لاریونوالو شپږ ورځې وروسته د کابل ـ مزار لار پرانیسته

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۲غويی، ۱۳۹۸ل): د بغلان چارواکي وايي، له نږدې یوې اوونۍ وروسته د یو ناکام نوماند پلویان دې ته حاضر شول، چې د کابل ـ شمال لار خلاصه کړي. د بغلان د والي ویاند محمود حقمل وايي، لاریونوال وروسته له هغه قانع شول چې له کابل نه راغلي هئت ورسره خبرې وکړې او پر ځينو مواردو هوکړه ...

نور ولوله »

د افغانستان لپاره د المان ځانګړی استازی د ملا برادر اخند لیدو ته ورغلی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه،۱۲غويی، ۱۳۹۸ل):د افغانستان لپاره د المان هیواد ځانګړی استازی «مارکس پوتزیل» تېره ورځ د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ د قطر په پلازمېنه «دوحه» کې د ملا برادر اخند لیدو ته ورغلی . د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند «سهیل شاهین» په همدې تړاو خپره کړې اعلامیه کې لیکلي چې «په لیدنه او کتنه کې د افغانستان ...

نور ولوله »

د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې برید ۱۰ پاکستاني فوځيانو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۱غويی، ۱۳۹۸ل): پاکستان وایي؛ له افغان خاورې څخه ور اوښتو لسګونو وسلوالو یې په فوځیانو باندې برید کړی او ۱۰ تنو ته یې مرګ ژوبله اړولې. د پاکستاني رسنیو د راپورونو په اساس؛ برید تېره شپه ناوخته داسې مهال تر سره شوی چې؛ پاکستاني فوځیان د پکتیکا ولایت ته څېرمه د ډیورنډ په کرښه په اغزن ...

نور ولوله »

خلیلزاد د شپږم پړاو مذاکراتو تر پيل وړاندې له «ملا برادر اخند» سره لیدلي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۱غويی، ۱۳۹۸ل):د افغانستان د کشالې د سیاسي حل لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړي استازي «زلمي خلیلزاد» دوحې ته له رسیدو سره سم د طالبانو د سیاسي دفتر له مشر «ملا برادر اخند» سره لیدلي. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په دې اړه په خپل ټویټر لیکلي «په دغه لیدنه کې د افغانستان د ...

نور ولوله »

ننګرهار: ګډو ځواکونو په چاپه کې ديني عالم وژلی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۱غويی، ۱۳۹۸ل): د ننګرهار ولايت په کامې ولسوالۍ کې د ګډو ځواکونو په شپنزو عملياتو کې د سيمې يو تن ديني عالم وژل شوی چې جنازه يې نن خاورو ته وسپارل شوه. تيره شپه ګډو ځواکونو د کامې ولسوالۍ دوه سرکې ته څيرمه د مفتي سميع الله مطيع په کور چاپه اچولې وه او نوموړی يې ...

نور ولوله »

هند: د ولسمشر حقوقي سلاکار او د مخابراتو وزارت یو چارواکی د اخلاقي فساد په تور نیول شوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۱غويی، ۱۳۹۸ل): هندي رسنۍ وايي؛ د افغان ولسمشر حقوقي سلاکار او د مخابراتو وزارت یو بل لوړ پوړی چارواکی د هندي پولیسو له لوري د اخلاقي فساد په تور نیول شوي. د «ټایمز اف انډیا» رسنۍ د راپور له مخې؛ د هند په «ګووا» ایالت کې پولیسو اجمل هوډمن او محمد عمر ارین د دوو ازبکستاني ...

نور ولوله »

ننګرهار: د ديني عالم د وژنې په غبرګون لاريون شوی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۱غويی، ۱۳۹۸ل): نن سهار د ننګرهار ولايت په بهسودو ولسوالۍ کې نامعلومو کسانو يو ديني عالم په ډزو وژلی دی. د ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار اتمې ناحيې اړوند د بهسودو بلند غر سيمه کې د قاري فيض محمد په نامه د جومات يو تن ملا امام د نامعلومو کسانو له لوري وژل شوی دی. ...

نور ولوله »

ملا محمد فاضل د طالبانو د مذاکراتي ټیم مرستیال مشر ټاکل شوی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۱غويی، ۱۳۹۸ل): طالبانو له امریکایانو سره د خبرو لپاره «ملا محمد فاضل مظلوم» د مذاکراتي ټیم د مرستیال مشر په توګه ټاکلی. د طالبانو د مذاکراتي ټیم مشري (شیر محمد عباس ستانکزی) کوي، چې ملا محمد فاضل یې د مرستیال په حیث ګومارل شوی. نن ټکی اسیا ته رارسیدلي راپورونه وايي چې نوموړی د یو شمېر ...

نور ولوله »

روسیه: داعش تر سوریې وروسته په افغانستان کې سنګر نیسي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۱غويی، ۱۳۹۸ل): روسیه وایي؛ اسلامي دولت ډله غواړي په افغانستان کې د تم کېدلو ځای پیدا کړي او له دې لارې د منځنۍ اسیا هیوادونو ته لاسرسی ومومي. د روسي رسنۍ «ټاس» د راپور په اساس؛ د غه څرګندونې د روسیې د دفاع وزیر «سرګي شویګو» په یوه امنیتي غونډه کې وکړې ، نوموړي وویل «اسلامي ...

نور ولوله »

امریکا: له افغان خاورې څخه په پاکستان کې د «تروریزم» خپرېدلو اسناد نلرو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۱غويی، ۱۳۹۸ل): د امریکا متحده ایالات وایي؛ داسې اسناد نلري چې وښيي افغان خاوره دې د هند په لاسونو په پاکستان کې د تروریزم خپرېدلو لپاره کارول شوې وي او یا دې له یاد هیواد څخه د پښتون ژغورنې غورځنګ ملاتړ شوی وي. د ډیلي ټایمز ورځپاڼې د راپور په اساس؛ دغه څرګندونې د جنوبي اسیا ...

نور ولوله »