خبرونه

زلمی خلیلزاد له طالبانو سره له خبرو وروسته، کابل ته را ورسید

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۹لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په عربي متحده اماراتو کې له طالبانو سره له دوه ورځنۍ خبرو وروسته، تېره شپه کابل ته راورسید. نوموړي تېر مازیګر اسلام ا باد کې له پاکستاني چارواکو سره ولیدل او وروسته کابل ته را وخوځيد. په کابل کې د امریکا سفارت په خپره ...

نور ولوله »

د البانیې هیواد حکومت، د ایران سفیر شړلی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۹لیندۍ، ۱۳۹۷ل): د الباني هیواد رسمي سرچینو تېره ورځ «اسوشیډ پریس» خبري اژانس ته خبر ورکړی چې د ایران سفیر او یو بل جګپوړی ډیپلوماټ یې له دې هیواده شړلي. د البانيې د بهرنیو چارو وزارت وايي، دغه کسانو یې ملي امنیت ته ګواښ پېښاوه چې د ناټو سازمان سره تر سلا مشورو وروسته یې له ...

نور ولوله »

د اروپايي اتحاديې د زرګونو ډيپلوماټانو ایمیلونه هیک شوې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۹لیندۍ، ۱۳۹۷ل): د اروپایي اتحاديې د زرګونو ډيپلوماټانو د ایمیلونو تر هیک کېدلو وروسته، اروپايي اتحادیې په دې اړه څېړنې پیل کړې. دغه ایمیلونه چې د درې کلونو په موده کې  سایبري حملو په مهال د هکرانو لاس ته لوېدلي، اوس په انټرنیټ خپاره کړل شوي. د سایبري امنیت یوه امریکايي شرکت ویلي «دغه حمله د ...

نور ولوله »

د پښتون ژغورنې غورځنګ په دوو غړو، له پاکستانه د وتلو بندیز ولګيد

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۸لیندۍ، ۱۳۹۷ل): د پاکستان حکومت د پښتون ژغورنې غورځنګ په دوو غړو «محسن داوړ او علي وزیر» باندې بهر ته د وتلو بندیز ولګاوه. دغه پریکړه نن ورځ د پاکستان د داخله وزارت له لوري وشوه چې په بنسټ یې، محسن داوړ او علي وزیر نشي کولای له دې هیواد څخه د باندې سفر وکړي. د ...

نور ولوله »

امريکا له سوريې د خپلو پوځيانو د ويستلو پرېکړه کړې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۸لېندۍ، ۱۳۹۷ل): امریکايي رسنۍ وايي، ولسمشر ډونلډ ټرمپ پرېکړه کړې، چې خپل پوځيان له سوريې وباسي. د امريکا وال سټريټ  ژورنال او واشنګټن پوسټ ورځپاڼو د ټرمپ له خولې ليکلي، چې دوی خپل پوځيان سوريې ته د داعش د  ځپلو لپاره لېږلي وو، چې دوی خپل ماموريت پای ته رسولی او نور يې هلته د پاتې ...

نور ولوله »

لويې څارنوالۍ د قومندان قیصاري د خوشې کولو امر کړی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۸لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د لويې څارنوالۍ چارواکو تاييد کړې، چې د جنرال دوستم نږدې ملګری او د فارياب خپلسری امنيه قومندان نظام الدين قیصاري د خوشې کولو امر شوی دی. د لويې څارنوالۍ وياند جمشېد رسولي يک ټلويزون ته ويلي، چې قیصاري د ملي امنيت په زندان کې دی او ملي امنيت لويې څارنوالۍ ته ويلي، چې ...

نور ولوله »

د پاکستان د پوځ مشر د قطر امير سره د افغانستان پر سوله خبرې کړي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۸لېندۍ، ۱۳۹۷ل):  د پاکستان د پوځ سرلښکر جنرال قمر جاويد باجوه د قطر امیر سره د افغانستان او سيمې د سولې او امنيت په اړه غږېدلی دی. د پاکستان پوځ د عامه اړيکو اداره «ای ایس پي ار» وايي، په دغه ناسته کې د روانې  جګړې په پای ته رسولو او په دې اړه د پاکستان ...

نور ولوله »

طالبانو د ابوظبۍ د ناستې جزيات خپاره کړل

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۸لېندۍ، ۱۳۹۷ل): طالبانو په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان د قضيې د حل په موخه جوړه شوې دوه ورځنۍ غونډې جزيات خپاره کړل. دغه غونډه چې د دسمبر د مياشتې په ۱۷ او ۱۸ مه نېټه په ابوظبۍ کې ترسره شوه چې د طالبانو، سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، پاکستان او امريکا استازو په کې ...

نور ولوله »

طالبانو سره د حکومتي پلاوي د ليدو هڅه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۸لېندۍ، ۱۳۹۷ل): اجرائيه رياست وايي چې تمه ده طالبان د حکومت له پلاوي سره مخامخ خبرو له پاره وخت ورکړي؛ خو طالبانو يوې ويلي چې په متحده عربي اماراتو کې به د حکومت له پلاوي سره ونه ګوري او له حکومت سره ليدل د دوی په پلان کې نشته. د اجرائيه رياست وياند اميد ميثم نن ...

نور ولوله »

داودزی: په لنډ راتلونکي کې د سولې په تړون کار پيليږي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۸لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د سولې عالي شورا د دارالانشاء رئيس او د ګډ حکومت د ولسمشر اشرف غني سلاکار عمر داودزی وايي، چې په لنډ راتلونکي وخت کې به له طالبانو سره د سولې تړون په اړه کار پيل شي. ښاغلي داودزي نن رسما د سولې عالي شورا د دارالانشاء د رئيس په توګه خپله دنده پيل ...

نور ولوله »