خبرونه

عمر داودزی: خلیلزاد د حکومت سره د مذاکراتو جریان شریکوي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۷غویي ۱۳۹۸ل): په داسي وخت کې چې د طالبانو او امریکا تر منځ د مذاکراتو اوم پړاو ته تیاری نیول کیږي، د کابل حکومت چارواکي یې د معلوماتو په اړه په تضاد کې واقع دي. د سولې عالي شورا د دارالانشاء رئیس عمر داودزی چې د هندوستاني چارواکو سره د افغان سولې په اړه په مجلسونو ...

نور ولوله »

رویا رحماني: د طالب او امریکايي استازو تر منځ د مذاکراتو جزئیات له حکومت پټ ساتل شوي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۷غویي ۱۳۹۸ل): د امریکا په متحده ایالاتو کې د ګډ حکومت استازې «رویا رحماني» وايي؛ د طالب او امریکايي استازو تر منځ د مذاکراتو جزئیات یې له حکومت سره نه دي شریک شوي او په دې برخه کې حکومت بشپړ نابینا دی. د واشنګټن ایګزیماینر د راپور په اساس؛ رویا رحماني چې؛ تېره ورځ یې په ...

نور ولوله »

ټرمپ پنټاګون ته: د ایران سره جګړه نه غواړم

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۷غویي ۱۳۹۸ل): د امریکا د مشهورې ورځپاڼې نیویارک ټایمز د راپور سره سم ولسمشر ټرمپ نه غواړي چې د ایران سره په جګړه کې ځان ښکېل کړي. یادې ورځپاڼې ویلي د ټرمپ وروستی وینا هم د نوموړي په اداره کې هغو سخت دریځو ته ښکاره پيغام وو چې غواړي د ایران سره جګړه پیل کړي، نوموړي ...

نور ولوله »

هند: افغان کشاله د جنګ له لارې نه حل کېږي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۷غویي ۱۳۹۸ل): د هند د ملي امنیت سلاکار «اجیت دوال» د ګډ حکومت حکومت د سولې د عالي شورا له مشر «عمر داووزي» سره په خپله لیدنه کې ټینګار کړی چې؛ افغان کشاله د جګړې له لارې نشي حل کېدای او باید د مذاکراتو په لاره کې یې حل ولټول شي. د سولې د عالي شورا ...

نور ولوله »

د طالبانو د بریدونو زیاتوالي «روسیه» اندېښمنه کړې

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۷غویي ۱۳۹۸ل): په افغانستان کې د طالبانو چټک پرمختګ او د تېرکال په پرتله د بریدونو زیاتوالي د افغانستان په ګاوند کې پروت هیواد «روسیه» اندېښمنه کړې. د روسیې د مرکزي ځواکونو یوه قوماندان «الکساندر لاپین» تېره ورځ یوې نظامي ناستې ته په خبرو کې ویلي چې؛ د تېر کال په پرتله سږ کال د طالبانو ...

نور ولوله »

ناټو په خپلو همسنګرو عسکرو باندې د هوايي برید «قضیه» څېړي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۷غویي ۱۳۹۸ل) :د ګډ حکومت دکورنیو چارو وزارت  او په افغانستان کې قاطع ملاتړ د ماموریت  یو ګډ پلاوی په هلمند کې په پولیسو باندې د تېرې ورځې د شوې هوايي برید قضیه څېړي. یاد هوايي برید چې؛ تېره ورځ د هلمند ولایت د لښکرګاه د ختيځې دروازې په سیمه کې د پولیسو اکاډمۍ ته څېرمه ...

نور ولوله »

« د ننګرهار والي د داعش پروژې د پلې کولو لپاره ټاکل شوی»

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۷ غويی، ۱۳۹۸ل): د ننګرهار ولایتي شورا د ننګرهار والي «شاه محمود میاخېل» د داعش پروژې په پاللو او ملاتړ کولو تورنوي. ددې شورا یوه غړي «اجمل عمر» د ننګرهار د وروستیو نا امنیو په تړاو رابلل شوې خبرې ناستې ته وویل؛ د ننګرهار والي غواړي په شېرزادو او خوږیاڼو ولسوالۍ کې د داعش پروژه وپالي ...

نور ولوله »

هلمند؛ د بهرنیانو په هوايي برید کې د څلورو قوماندانانو په ګډون لسګونه پولیس وژل شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۶غویي ۱۳۹۸ل): د هلمند ولایت مرکز  «لښکر ګاه» ښار ته څېرمه بهرنیانو په خپلو همسنګرو عسکرو بمبار کړی چې؛ په پایله کې یې د څلورو مهمو قوماندانانو په ګډون لسګونه تنه پولیس وژل شوي. سرچینې وايي؛ یاد برید نن ماخستن نهه بجې داسې مهال ترسره شوی چې؛ د لښګر ګاه ښار ختیځې دروازې ته څېرمه د ...

نور ولوله »

زابل: د عملياتي کنډک د قومندان په ګډون لس سرتيري وژل شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۶غویي ۱۳۹۸ل): د زابل ولايت د عملياتي کنډک قومندان لس تنه سرتيري د طالبانو په بريد کې وژل شوي دي. راپورونه وايي چې د زابل ولايت د عملیاتي کنډک قومندان قيس احمد تيره ورځ ناوخته د دې ولايت په سيورې ولسوالۍ کې هغه مهال د طالبانو په کمين ور برابر شو چې نوموړی د سيوري ولسوالۍ ...

نور ولوله »

ملګرو ملتونو د داعش ډلې په «خراسان» څانګه بندیزونه لګولي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۶غویي ۱۳۹۸ل): د ملګرو ملتونو امنیت شورا د دولت اسلامي یا «داعش» ډلې «خراسان څانګه» چې په مرکزي اسیا کې فعالیتونه لري، د بندیزونو په لست کې شامله کړې. دغه بندیزونه چې تېره ورځ وضع شول، داعش پکې یوه ترورستي ډله یاده شوې. د ګډ حکومت د بهرنیو چارو وزارت له یادو بندیزونو څخه هرکلی کړی ...

نور ولوله »