خبرونه

کابل او هلمند کې چاودنو سرتیرو او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولي

نن ټکی اسیا (دوشنبه،۱۵زمری ۱۳۹۷ل): د کابل د پغمان ولسوالۍ کې د ښخ کړای شوي ماین د چاودنې له امله د ملي اردو څلورو سرتیرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د کابل د امنیې قوماندانۍ چارواکي وایي پیښه تېر ماښام ناوخته په یاده سیمه کې رامنځ ته شوي، سرچینه زیاتوي چاودنه د ملي اردو پر رینجر موټر شوي چې له ...

نور ولوله »

په انډونیزیا کې د زلزلې وروسته ۸۲ تنه وژل شوي / ویډیو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۵زمري، ۱۳۹۷ل): د انډونیزیا چارواکي وايي چې تر اوسه د یک شنبې د ورځې په زلزله کې ۸۲ تنه وژل شوي دي او په سلګونو نور ټپيان دي. زلزله چې قوت یې ۷ ښودل شوی او عمق یې لس کیلومتره په ځمکه کې دننه وو، مرکز یې سیاحتي جزیره «لامبوک» وو، خو قوي لرزې یې په ...

نور ولوله »

سعودي عالم: که حاکم نیم ساعت پر تلویزون زنا وکړي، حکم یې څه دی؟ / ویډیو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۴زمري، ۱۳۹۷ل): د سعودي یوه سلفي عالم په مسجد کې د وینا پر مهال وویل، ولسمشر یا حاکم که پر تلویزون باندي هره ورځ د نیم ساعت لپاره زنا وکړي، بیا یې هم په حق کې منفي خبره کول «ګناه» او ناجایز کار دی. د سعودي سلفي دیني عالم عبدالعزیز الریس دغه وینا په ټولنیزو پاڼو ...

نور ولوله »

عمران خان سبا رسما خپل نوم د «لومړي وزارت» لپاره وړاندي کوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۴زمري، ۱۳۹۷ل): ټاکل شوې چې د پاکستان د تحریک انصاف مشر عمران خان به سبا د دوشنبې په ورځ خپل نوم رسما د لومړي وزارت لپاره چارواکو ته وړاندي کړي. نوموړي په خپل کور «بني ګاله» کې د حکومت جوړونې په اړه د سلا او مشورې لپاره د پارلمان نوي ټاکل شوي وکیلان دعوت کړي او ...

نور ولوله »

سویس: د الوتکې غورځېدو په پيښه کې ۲۰ تنه وژل شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۴زمري، ۱۳۹۷ل): په اروپايي هیواد سویس کې د سیلانیانو د یوې الوتکې د غورځېدو له امله ۲۰ تنه وژل شوي. د راپورونو سره سم الوتکه د دوهمي نړیوالې جګړې د وخت وه، چې د سویس هیواد د ښکلو منظرو څخه د لیدنې لپاره کارېده. الوتکه د سیګناس په غرونو کې غورځېدلې، چې له امله یې یاده ...

نور ولوله »

کوهاټ: په ترافیکي پيښه کې ۲۳ تنه وژل شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۴زمري، ۱۳۹۷ل): د خیبرپښتونخوا په کوهاټ ولسوالي کې د یوه بس او تیلو ټانکر تر منځ په ټکر کې د وژل شویو کسانو شمېر ۲۳ تنو ته پورته شو. د تفصیلاتو سره سم د کوهاټ په «لاچي» سیمه کې پر «انډس های وې» باندي دغه پېښه را منځته شوې چې له امله یې د ماشومانو او ...

نور ولوله »

فراه: د علماو په غونډه کې د بهرنیانو د وتلو غوښتنه وشوه / پریکړه لیک

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۴زمري، ۱۳۹۷ل): تېره ورځ د فراه ولایت په مرکز دریمي ناحیې کې د امام ابوحنیفه رح جامع مسجد کې د علماء، اهل معارف، قومي مشرانو او عامو ولسونو لخوا ستره اعتراضیه غونډه ترسره سوه چې د دولت کړني یې تر سوال لاندي ونیولي او د بهرنیانو بیله قید او شرطه وتل یې د افغانستان لپاره د ...

نور ولوله »

مجاهد: دښمن د سياسي دفتر لاسته راوړنې، نه شي زغملی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۴زمري، ۱۳۹۷ل): ځينو رسنیو داسې راپورونه خپاره کړي، چې پکې د طالبانو د قطر د سیاسي دفتر هڅې د نظامي طالبانو له موافقت پرته روانې ښوودل شوې وې. راپورونو کې راغلي، چې د طالبانو د عمومي مشرانو او د قطر د سیاسي دفتر تر منځ ناندرۍ را پورته شوې او ښايي درزونه پکې را پیدا شي، ...

نور ولوله »

هلمند: پولیس پر خپلو ملګرو ټوپک ور اړولی، اته تنه يې وژلي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۴زمري، ۱۳۹۷ل): د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې د پولیسو یوه پوسته کې یو عسکر خپل اته ملګري وژلي او طالبانو ته ورغلی دی. پېښه تېره شپه د دې ولسوالۍ د شین کلي اړوند یوه پوسته کې شوې ده. طالبان وايي بریدګر د دوی نفوذي ملګری و او په بریالیتوب سره يې خپله دنده سرته رسولې ...

نور ولوله »

ناټو په پروان کې د خپلو عسکرو مرګ ـ ژوبله منلې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۴زمري، ۱۳۹۷ل): نن سهار د پروان مرکز ته څېرمه خلازي سیمه کې پر بهرنیانو د طالبانو بمي برید درنه مرګ ـ ژوبله ور اړولې ده. طالبان وايي د دوی سرتېرو نن په «یوه تکیتکي چاودنه» کې په یاده سیمه کې ۱۵ تنو امریکايي عسکرو ته مرګ ـ ژوبله واړوله. د طالبانو خبرپاڼه زیاتوي چې دغه عسکر ...

نور ولوله »