خبرونه

فراه: د سړک غاړې ماین ۱۱ تنه وژلي او ۳۷ نور ټپیان دي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۸زمري، ۱۳۹۷ل): په فراه کې یو مسافر وړونکی موټر په سړک کې پر خښ کړل شوي ماین برابر شوی، چې پکې ۱۱ تنه وژل شوي او ۳۷ نور ټپيان دي. د فراه د والي ویاند محمد ناصر مهري وايي نن سهار وختي د بالابلوک ولسوالۍ په لخشک سیمه کې یو ۴۰۴ډوله موټر پر ماین برابر ...

نور ولوله »

ننګرهار کې د کډوالو چارو پر ریاست ډله‌ییز برید شوی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۹زمري، ۱۳۹۷ل): ننګرهار کې د کډوالو راستنېدونکو چارو پر ریاست ډله‌ییز برید شوی دی. د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوږياڼی وايي نن غرمه شاوخوا دوولس بجې درېيمه حوزه کې له غبرګو چاودنو وروسته پر یاد ریاست برید پیل شو. هغه وايي برید په داسې وخت کې پیل شو، چې په دې ریاست کې د ...

نور ولوله »

ولسي جرګه: دفاع وزارت کور په کور جګړه غواړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۸زمري، ۱۳۹۷ل): وروسته له هغه چې د ټرمپ د ستراتېژۍ مطابق دفاع وزارت له کلیوالي سیمو د امنیتي ځواکونو را ایستل تایید کړل، غواړي هلته «سیمه ییزه اردو» فعاله کړي. ولسي جرګه دا طرحه د کور په کور جګړې اور بلول بولي او ټينګار کوي چې دا طرحه نه شي عملي کېدلی. د ولسي جرګې د ...

نور ولوله »

اشرف غني د سترې محکمې لپاره رد کړل شوې مېرمن، بیا معرفي کړه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۸زمري، ۱۳۹۷ل): محمد اشرف غني د سترې محکمې د غړیتوب لپاره یو ځل بیا هغه مېرمن معرفي کړې چې وړاندې رد شوې ده. انیسه رسولي چې درې کاله وړاندې د سترې محکمې د غړیتوب لپاره ولسي جرګې ته معرفي شوه، خو د تایید رایې يې خپلې نه کړې. محمد اشرف غني پرون، یو ځل بیا د ...

نور ولوله »

د کوکنارو د کښت پر ضد، ځانګړي ځواکونه جوړېږي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۸زمري، ۱۳۹۷ل): د مخدره توکو پر ضد د مبارزې وزارت وايي د کوکنارو د نابودۍ لپاره ځانګړي ځواکونه جوړوي. د دې وزارت تر چتر لاندې د سروې رییس نجیب الله احمدي وايي دوی په دې تړاو یوه طرحه برابره کړې ده چې په امریکا کې به يې خپلو ملاتړو ته وړاندې کړي. هغه وویل، دا طرحه ...

نور ولوله »

دوستم د معاملې د عملي کېدو لپاره ارګ ته لاړ

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۸زمري، ۱۳۹۷ل): جنرال عبدالرشید دوستم له محمد اشرف غني سره د کړې معاملې د تطبیق لپاره ارګ ته تللی دی. هغه نن تر غرمې وړاندې د سرور دانش او عبدالله عبدالله په ګډون له محمد اشرف غني سره ولیدل. هشدارخبري بنسټ دوستم ته له نږدې سرچینې څخه وايي، چې نوموړی له محمد اشرف غني سره د ...

نور ولوله »

غور: دولینه کې پنځو قومندانانو او ملګرو يې وسلې پر ځمکه ايښې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۸زمري، ۱۳۹۷ل): د غور په دولینه کې د اربکیانو پنځو قومندانانو له خپلو لسګونو ملګرو سره وسلې پر ځمکه ايښې او د طالبانو ملګري شوي دي. د دولینه په خواجه ګان، سوخته، سلمین او نادانک سیمو کې د اربکیانو پنځه تنه قومندانان له شاوخوا ۶۰ ټوپکیانو سره طالبانو ته تسلیم شوي دي. د طالبانو د خبرپاڼې ...

نور ولوله »

امرخېل: امریکا له افغان حکومته زړه تورې شوې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۸زمري، ۱۳۹۷ل): د پوځي چارو شنونکی جنرال عتیق الله امرخېل وايي امریکا له افغان حکومته زړه تورې شوې، ځکه خو غواړي له لرې پرتو سیمو ځان را ټول کړي. امرخېل چې په یوه خصوصي تلویزوني بحث کې خبرې کولې، د امریکا له لوري هغه اعلان چې غواړي له لرې پرتو سیمو افغان ځواکونه را ټول او ...

نور ولوله »

تخار کې د اربکیانو پر ضد لاریون وشو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۷زمري، ۱۳۹۷ل): د تخار د خواجه بها‌‌ءالدین ولسوالۍ سلګونو تنو د اربکیانو د ظلمونو پر وړاندې لاریون وکړ. لاریون کوونکي چې په مرکز کې د ولایت مقام مخې ته را ټول شوي و، په سیمه کې يې د اربکي قومندان ملک تاتار له چلنده شکایتونه کول. دوی چې د حکومت پر ضد شعارونه ورکول، له سیمې ...

نور ولوله »

ډاکټر غني عمران خان ته د بریا مبارکي او د راتګ بلنه ورکړې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۷زمري، ۱۳۹۷ل): ډاکټر غني پخپله ټویټر پاڼه لیکلي چې په پاکستان کې يې عمران خان ته د بریا مبارکي ويلي. هغه لیکلي «ما د تحریک انصاف له مشر عمران خان سره خبرې کړې، په ټاکنو کې مې د بریا مبارکي ورته وویله، دواړو توافق سره وکړ چې پر تېر غلبه پیدا کړو او د افغانستان او ...

نور ولوله »