خبرونه

کندوز: چهاردرې ته تللی پلاوی له څو ساعته وروسته، بېرته کابل ته روان شو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳۱چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د کندوز چارواکي وايي دې ولایت کې د چهاردرې ولسوالۍ د بمبار په اړه له کابله ورغلی پلاوی له څو ساعته وروسته بېرته روان شوی دی. دوه ورځې وړاندې د کندوز په چهادره ولسوالۍ کې د بهرنیو او کورنیو ځواکونو په هوايي برید کې شاوخوا ۲۸ تنه ولسي وګوړي ووژل شول، چې ۱۴ يې ...

نور ولوله »

د برتانیا سفیر: روانه جګړه نظامي حل نه لري؛ باید خبرې وشي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳۱چنګاښ، ۱۳۹۷ل): په کابل کې د برتانیا سفیر وايي روانه جګړه، هیڅ نظامي حل نه لري او باید خبرو ته لومړیتوب ورکړل شي. نیکولاس کي؛ وايي روانه جګړه داسې بحران ته رسېدلې ده، چې په جګړه باندې ختمېدلی نه شی. هغه وویل دوی د سولې وروستیو هڅو ته هیله من دي او په وینا يې که ...

نور ولوله »

په جنسي بیلارۍ تورن «جنرال دوستم» کابل ته پر لاره دی / ویډیو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳۱چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د ولسمشر لومړی مرستیال جنرال دوستم له ترکیې څخه کابل ته پر لاره دی. نوموړی تر شاوخوا یوې کلنې جلا وطنۍ وروسته بیرته هیواد ته ستنیږي. ټاکل شوې چې د کابل په هوايي ډګر کې به د هغه هرکلي ته دولتي مقامات او د هغه ملاتړي ورشي. د لومړي مرستیال دفتر او د جمهوري ...

نور ولوله »

په چاودنه کې د تحریک انصاف یو کاندید ټپي شوی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳۱چنګاښ، ۱۳۹۷ل): نن د یکشنبې په ورځ د پاکستان ډیره اسماعیل خان کې د تحریک انصاف ډلې د یوه کاندید اکرام الله خان ګنډاپور پر کاروان باندي چاودنه شوې چې له امله یې د نوموړي په ګډون ۴ تنه ټپيان شوي دي او یو کس وژل شوی دی. د راپورونو سره سم ګنډاپور نن د کمپاین ...

نور ولوله »

اکرم دراني یو ځل بیا تر برید لاندي راغلی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳۱چنګاښ، ۱۳۹۷ل): نن د یکشنبې په ورځ سهار د خیبر پښتونخوا په بنو ښار کې د جمعیت علماء اسلام ګوند مخکښ مشر اکرم درانی موټر باندي نامعلومو کسانو ډزي کړي دي. پولیس وايي چې د خیبرپښتونخوا پخوانی وزیر اعلی له بریده روغ وتلی دی. باید وویل شي چې په همدې ښار کې د رواني جولايي میاشتې ...

نور ولوله »

هند ۷میلیونه مسلمانان له خپلې خاورې شړي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۳۰چنګاښ، ۱۳۹۷ل): الجزیره د هندي چارواکو په حواله وايي چې نیت لري، له هېواده ۷ میلیونه مسلمانان وشړي او له ۵ میلیونو هندي تابعیت واخلي. هندي چارواکي د مسلمانانو د شړل او له هغوی د تابعیت اخیستلو لامل دا ګڼي چې دغه خلک «د ناسم خدای عبادت او په ناسمه ژبه خبرې کوي.» راپور زیاتوي چې ...

نور ولوله »

غزنی : طالبانو قره باغ کي د اربکیانو مرکزي قرارګاه ونیوله

نن ټکی اسیا (شنبه، ۳۰چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د غزني ولایت په قره باغ ولسوالي کي طالبانو ددي ولسوالي د اربکیانو مرکزي او استراتیژیکه قرارګاه نیولي ده . له راپورونو سره سم تیره شپه دوه بجي طالبانو د شاغولي په سیمه کي د اربکیانو په مرکزي قرارګاه پراخه حمله وکړله ، له درني جګړي وروسته طالبان وتوانیدل چي یاده قراره په بشپړه ...

نور ولوله »

«بنیاد مسعود» نږدې نهه نیم میلیونه افغانۍ مالیه نه ده ورکړې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۳۰چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د ټلوالي د پخواني جنګیالي احمدشاه مسعود پر نوم جوړ شوي بنسټ له کلونو راهیسې یوه افغانۍ مالیه هم نه ده ورکړې. دغه بنسټ چې پر «بنیاد مسعود» مشهور دی یوازې د کابل ښاروالۍ د مالیاتو له امله له ۱۳۹۱ل نه تر ۱۳۹۶ل پورې ۹ میلیونه او ۲۱۶ زره افغانۍ پوروړی دی. د سلام ...

نور ولوله »

کندوز: چهاردره کې د هوايي برید د څېړنې په پلمه، پلاوی ټاکل شوی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۳۰چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د کندوز ځايي مسؤلین وايي مرکزي حکومت په چهاردره کې د شوي بمبار په اړه د څېړنې په پلمه یو پلاوی ټاکلی، چې نن به خپل کارونه پيل کړي. د کندوز د والي ویاند نعمت الله تیموري وايي، په دې پلاوي کې د دفاع وزارت، کورنیو چارو وزارت، ملي امنیت ریاست او د امنیت ...

نور ولوله »

کندهار: دوکانداران د پولیسو له باج اخیستنې شکایت کوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۳۰چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د کندهار ښار اوسېدونکي وايي د پولیسو له لوري باج اخیستو يې له دوکاندارۍ زړونه تور کړي دي. سلام وطندار؛ د کندهار ښار د میرویس نیکه مېنې د دوو تنو دوکاندارنو په حواله لیکي، چې پولیسو پخپل سر پر هر دوکان ټاکلې پیسې ايښې او باید هره ورځ د دوی باج ورکړل شي. د ...

نور ولوله »