fbpx

خبرونه

ټاکنو کمیسیون: دوه ورځې کې به ټولو مرکزونو ته د بایومټریک ماشینونه ورسېږي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۸تلې، ۱۳۹۷ل): د ټاکنو کمیسیون مسؤلین وايي دوه ورځې کې به د رایه ورکونې ټولو مرکزونو ته بایومټریک ماشینونه ورسول شي. د دې کمیسیون ویاند حفیظ الله هاشمي وايي تر اوسه يې دغه ماشینونه فراه، بادغیس، هرات، زابل، روزګان، کندهار، نیمروز او هلمند ته لېږل شوي دي. هغه وویل نن به کندوز، پکتیکا، تخار، بامیان، بغلان، ...

نور ولوله »

غزني: مرکز او قره باغ کې دوه پوستې طالبانو نیولې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۸تلې، ۱۳۹۷ل): طالبانو د غزني په مرکز او قره باغ ولسوالۍ کې دوه پوستې نیولې دي. د غزني مرکز ته څېرمه د زرګرو سیمه کې د واغظ ولسوالۍ پر نقلي مرکز برید کړی او یوه پوسته يې له منځه وړې. طالبان وايي سرتېرو يې تېره شپه شاوخوا یوه بجه پر یاد مرکز برید وکړ، چې اته ...

نور ولوله »

افغان سوداګر په پراخه پیمانه خپلې سرمایې بهر ته لیږدوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۸ تلې ۱۳۹۷ل): په افغانستان کې د نا امنیو او سړي تښتونو زیاتوالی د دې لامل شوی چې کورني او بهرني سوداګر خپلي پانګې له هیواده بهر، خصوصاً ترکیې او اماراتو ته انتقال کړي. ویل کیږي چې په تیرو دوو کلونو کې د بل هر وخت په پرتله زیاته پانګه له افغانستان څخه بهر وړل شوي. ...

نور ولوله »

د وردګو قومي مشران: په ملکي سيمو هوايي بريدونه د زغم وړ نه دي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۸تلې، ۱۳۹۷ل): د ميدان وردګ ولايت قومي مشران وايي چې په جګړو کې ورته په ولسي وګړو او کورونو بمباري نور د زغم وړ نه ده. ددې ولايت قومی مشرانو په جګړو کې د ولسي خکو په کورونو د هوايي بمباريو او چاپو په غبرګون په کابل کې غونډه جوړه کړې وه او له حکومت نه ...

نور ولوله »

سرپل: د سيمه ييز قومندان او پولیسو ترمنځ نښته کې ۱۰ تنه وژل شوي

Saripulll

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۸تلې، ۱۳۹۷ل): په سرپل ولایت کې د يوه سيمه ييز قومندان او پوليسو ترمنځ نښته کې لږ ترلږه ۱۰ تنه وژل شوي دي. د سرپل د ولایتي شورا غړی اسدالله خرم وايي چې په دې ولايت کې د پوليسو او خپلسرو سيمه ييزو وسله والو ترمنځ په نښته کې له دواړو لوريو لس تنه وژل شوي ...

نور ولوله »

بلخ: د عدليې په رئيس بريد شوی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۸تلې، ۱۳۹۷ل): په بلخ ولايت کې ددغه ولايت د عدليې په رئيس ناڅرګندو وسله والو بريد کړی دی چې له امله رئيس او دوه ساتونکي ټپيان شوي دي. د بلخ د عدليې رئيس سيد محمد جعفر مصباح باندې هغه مهال بريد وشو چې نوموړی نن سهار له خپل کور څخه خپلې دندې ته په لاره و. ...

نور ولوله »

په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې استعفی ورکړه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۸تلې، ۱۳۹۷ل): په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې نیکي هیلي له خپلې دندې استعفی ورکړه. هغه چې د ټرمپ د ادارې مهمه غړې بلل کېږي، پرون (د اکتوبر نهمه) ناوخته له خپلې دندې استعفی ورکړه او علت يې هم په ډاګه شوی نه دی. ځينې راپورونه وايي هغې څو ورخې وړاندې له ټرمپ سره لیدلي ...

نور ولوله »

ټرمپ ـ خپلو جنرالانو ته: د افغانستان پر کانونو چور ګډ کړئ، مفت دي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۸تلې، ۱۳۹۷ل): ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې؛ د کتاب لیکوال د امریکايي ولسمشر ډونالډ ټرمپ، محمد اشرف غني او په افغانستان کې د روانې جګړې په اړه ګڼ رازونه راسپړلي دي. د کتاب د لیکوال په وینا ټرمپ تر ولسمشرۍ وړاندې، نوماندۍ او ولسمشرۍ ته له رسېدو سره لا هم؛ په افغانستان کې د روانې جګړې ...

نور ولوله »

ناټو وايي د جګړې د خصوصي کولو نیت نه لري

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۸تلې، ۱۳۹۷ل): په افغانستان کې د ناټو ملکي استازی وايي د جګړې د خصوصي کولو لپاره هیڅ ډول پلان نه لري او مخالف يې دي. د ناټو ملکي استازي زېمېرمن پژواک ته ويلي، دوی له افغان عسکرو سره ژمنه کړې چې تر اوږد مهاله به يې ملګرتیا کوي، په وینا يې جګړه به خصوصي نه کړي. ...

نور ولوله »

پوهنې وزارت: د ښوونکو معاشونه به د مو بایل له لارې اجرا کېږي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۸تلې، ۱۳۹۷ل): د پوهنې وزارت وايي د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ له وزارت سره يې داسې تړون لاسلیک کړی، چې له دې وروسته به د ښوونکو معاشونه د موبایل له لارې اجرا کېږي. د دې تړون د لاسلیک پر مهال د مخابراتو وزارت وزیر شهزاد ګل اریوبي وویل، په دې تړاو يې له افغان بې سیم ...

نور ولوله »